BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • د طالبانو حکومت مشر مولوي هبت الله اخوندزاده

    مولوي هبت الله اخوندزاده: په بهرنيو هېوادونو کې مېشت افغانان دې راشي او په خپل هېواد کې دې ژوند وکړي

    د طالبانو حکومت مشر مولوي هبت الله اخوندزاده کابل ته تللی او هلته یې د عالمانو يوې غونډې ته وینا هم وکړه. د طالبانو حکومت د مشر وینا تر ډېره پر دیني سپارښتنو او اطاعت راټوله وه، او يو ځل بيا یې پر ټولو غږ وکړ چې د ده په وینا د "اسلامي امارت" او د "امیر" اطاعت دې وکړي. نوموړي د خپلو خبرو پر مهال بهرمېشو افغانانو ته وويل چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي او په امن کې ژوند وکړي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت نړیوال مشروعیت نه لري او له روسیې پرته نړۍ د طالبانو حکومت تر دې دمه په رسمیت نه دی پېژندلی. ځینې شنوونکي وایي، د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د ځان او د خپل حکومت مشروعیت تر ډېره د دیني عالمانو د ملاتړ پر بنسټ ښيي.

  • عمران خان په خپل لیک کې د سملاسي طبي درملنې غوښتنه کړې، خو چارواکي وایي چې په منظم ډول د هغه طبي معاینات کېږي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

    عمران خان د بېړنۍ درملنې غوښتنه وکړه: "ښايي ژوندی بېرته راستون نه شم"

    د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان چې د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې بندي دی، د بېړنۍ طبي درملنې غوښتنه کړې او په خبره یې د ده او د مېرمنې روغتیايي وضعیت یې مخ په خرابېدو دی. د کرېکټ پخواني ستوري او سیاستوال عمران خان په هغه لیک کې چې د ده وکیل سلمان صفدر خپور کړی، لیکلي: "په ۷۴ کلنۍ کې دې پرلپسې وضعیت زه داسې پړاو ته رسولی یم چې ښايي له هغه ځایه ژوندی بېرته راونه ګرځم." عمران خان، چې له ۱۰۰ په زیاتو قضیو کې تورن دی، د ۲۰۲۳ کال له اګست راهیسې په زندان کې دی.

  • په کښتۍ کې ناست کډوال

    پنځه اروپايي هېوادونه پلان لري چې راتلونکی کال رونډا ته کډوال واستوي

    پنځه اروپايي هېوادونه غواړي چې راتلونکی کال په رونډا کې د ايستل کېدونکو کډوالو لپاره يو مرکز جوړ کړي او هغه کډوال چې غوښتنې یې رد شوې وي او په اروپا کې د پاتې کېدو اجازه ونه لري دغه مرکز ته به استول کېږي.

  • د افغانستان کرېکټ

    کرېکټ: زېمبابوې له افغانستانه ټېسټ لوبه وګټله

    د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د دویمې ټېسټ لوبې پنځمه یا وروستۍ ورځ روانه ده. دغه ټېسټ سیالي چې د افغانستان په کوربتوب د متحده عرب په شارجه کې کېږي، پچه یې زېمبابوې ګټلې او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه کړې وه.

  • د طالبانو حکومت قاضي القضات

    د طالبانو حکومت وایي، د هېچا مداخله نه مني

    د طالبانو حکومت لوړو زدکړو وزارت په کابل کې د خپل مشرتابه د فرمانونو اغېزو په اړه څلور ورځنی "علمي ـ څېړنیز کنفرانس" جوړ کړی دی. کابل پوهنتون کې د دغه جوړ شوي کنفراس پر لومړۍ ورځ د طالبانو حکومت بېلابېلو مشرانو د مولوي هبت‌الله اخندزاده د فرمانونو پر شرعي، ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اغېزو ویناوې او همدا راز د اسلامي نظام پر پیاوړتیا او د شرعي احکامو پر پلي کېدو ټینګار وکړ. د طالبانو حکومت وايي، په دغه کنفرانس کې زرګونو علماوو، د پوهنتونونو استادانو، څېړونکو او چارواکو برخه اخیستې ده.

  • د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي

    د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت: له افغانستان پرته سیمه همغږۍ ته نه شي رسېدلی

    د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي وايي، د افغانستان له حضور پرته د معنا لرونکې سیمه‌ییزې همغږۍ تصور خیال او غیر واقعي فکر دی. هغه پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، په نننۍ یو بل سره تړلې نړۍ کې سوداګري، ترانزیټ او اقتصادي همکارۍ د سیاسي اختلافاتو د لمنځه وړلو او د متقابل باور رامنځته کولو لپاره د مهمو وسیلو په توګه پېژندل کېږي، او د سیاسي مخالفتونه تر یرغل لاندې را نه شي. نوموړي زیاته کړه: "خو زموږ په سیمه کې لا هم زاړه ذهنیتونه حاکم دي" او د دې ګډ درک رامنځته کېدو ته لا ډېره لار پاتې ده، چې اقتصادي نښلون یا اتصال باید د سیاسي کړکېچونو یرغمل نه وي.

  • یو وېن ډوله امبولانس برېښي چې مخ ته یې دوه کسه تېرېږي.

    په خوږو کې بم؛ "له ژوولو سره یې په خوله کې چاودنه وشوه"

    ۳۵ کلن راجېندر بروتیا ته خپل یوه ملګري رس‌ګوله ورکړې وه چې یو ډول خواږه یا ګرده میټايي ده، هغه چې څنګه خولې ته اچولې او ژوولې نو په خوله کې یې چاودنه شوې. دا پېښه همدا روانه اوونۍ د هند د مدیه پردېش ایالت په ډنډوري نومي سیمه کې شوې ده.

  • یو مېرمنه اوبو پسې ځي

    د طالبانو حکومت: د افغانستان په ختیځ او شمال ختیځ کې د وچکالۍ خطر له منځه تللی

    د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره وايي، د افغانستان په ختیځو او شمال ختیځو سیمو کې د وچکالۍ او غیرعادي وچوبي خطر له منځه تللی دی. دې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې په تېرو ۳۰ ورځو کې په ختیځو او شمال ختیځو سیمو کې د اورښت کچه له اوسط څخه لوړه ثبت شوې ده او په ځینو سیمو کې د باران کچه د معمول پرتله له ۵۰ میلی مترو زیاته وه. د اعلامیې له مخې، د تېرو ۹۰ ورځو د ورښتونو بڼه هم ښيي چې په دغو سیمو کې لمده او مناسبه اقلیمي فضا رامنځته شوې ده.

  • سوداګره

    د نارینه وو پرتله ښځې له پانګونې ښه ګټه ترلاسه کوي

    ځینې نړیوالې څېړنې ښيي، هغه مېرمنې چې په خپلو پیسو پانګونه کوي، په اوږدمهال کې د نارینه وو په پرتله لږ څه ډېره ګټه ترلاسه کوي. خو، بل راپور ښيي، چې بریتانیا کې د پانګونې په برخه کې د نارینه وو په پرتله د ښځو شمېر کم دی. موږ د دغو بهیرونو تر شا شته ارقام او معلومات څېړلي دي؛ هغه معلومات چې د ښځو او نارینه وو د پانګونې په طرز او دې برخه کې د هغوی د چلند په اړه په زړه پورې توپیرونه څرګندوي.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • Keyframe #3
  • اسحاق ډار
  • په خوږو کې بم؛ "له ژوولو سره یې په خوله کې چاودنه وشوه"
  •  مولوی جلال الدین حقاني جامع جومات
  • ذبیح
  • روباتیک سپی
  • د کابل د سقوط ۲۵ کال
  • Keyframe #2
  • Microsoft
  • Afghanistan
  • Afghanistan

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • یمني ځواکونه

    ولې یمني‌ ځواکونه په یوه مهمه سیمه کې شاتګ ته اړ شوي؟

    د سعودي عرب په ملاتړ د یمن حکومت پلوه ځواکونو ویلي، له هغې سیمې خپل ځواکونه باسي چې پر ستراتیژیک اهمیت لرونکي باب المندب تنګي برلاسی لري، او دا سیمه د ایران ملاتړ لرونکي حوثي غورځنګ تر کنټرول لاندې پرېږدي.

  • دغه ښځه د بنګله دېش او هند د پولو ترمنځ سیمه کې ایساره پاتې ده او تر اوسه یې یو هېواد هم منلو ته چمتو نه ښکاري.

    ولې یوه ښځه د بنګله‌ دېش او هند پر پوله ایساره پاتې ده؟

    یوه ښځه د بنګله‌ دېش او هند ترمنځ د پولې په صفري نقطه سیمه کې تر شنه اسمان لاندې، پر وچو وښو له یوې نرۍ کمپلې سره ناسته لیدل کېږي. په همدې حال کې، د پولې دواړو غاړو ته د بنګله‌دېش سرحدي ځواک (بي جي بي) او د هند سرحدي امنیتي ځواک (بي اېس ایف) د دې موضوع په تړاو سخت دریځونه خپل کړي دي. دا وضعیت له تېرو څلورو ورځو راهیسې د جمشېدپور د دیوان ګنج ولسوالۍ یا ضلعې اړوند پاتارار چار سرحدي سیمه کې، چې د بنګله‌ دېش او هند له پولې سره نږدې ده، دوام لري.

  • یوه کس پلاستیکي لاس ماوګان په لاس کړي‌او د سبږیجاتو پټوکي یې لاس کې نیولي دي

    'مېوې او سبزي له پوستکي او ډنډر سره وخورئ'

    په بریتانیا کې ځینې څېړونکي وایي، د مېوو او سبزیو د ځینو هغو برخو خوړل، لکه: پوستکي او ډنډرونه چې موږ یې معمولاً لرې غورځوو، روغتیا ته ډېرې ګټې لري خو ډېر خلک له دې ګټو بې خبره دي. دوی وايي، د مېوو او سبزیو دغه پاتې شوني د فایبر غوره سرچینې دي او خلک هڅوي چې "له ریښې تر څوکې" پورې هر څه وخوري؛ د اناناس له کلکې منځنۍ برخې نیولې، د کدو تر زړو او ان د هندواڼې تر پوستکي پورې. ډېر لویان په کافي اندازه فایبر نه خوري.

  • Afghanistan

    افغانستان کې د شکرې ناروغي د ډېرېدو اندېښنې

    د شکر ناروغۍ پر نړیواله ورځ چې هر کال د نومبر په ۱۴مه لمانځل کیږي، د نړیوالو روغتیايي ټولنو اټکلونه ښيي، په افغانستان کې شاوخوا دوه میلیونه کسان د شکرې ناروغي لري. په افغانستان کې د طالبانو حکومت کې د عامې روغتیا وزارت ویلي وو، تېر کال په شکرې اخته نژدې شل زره کسان دولتي روغتونونو ته د درملنې لپاره ورغلي وو.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶, ۰۹:۳۰, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر ۱۷ نومبر ۲۰۲۶, ۱۵:۳۰, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي