کرېکټ: زېمبابوې له افغانستانه ټېسټ لوبه وګټله

د افغانستان کرېکټ
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

زېمبابوې په دویمه ټېسټ لوبه کې افغانستان ته د ۵۷ منډو په توپير ماته ورکړه او سيالي یې وګټله.

دغه ټېسټ لوبه چې د افغانستان په کوربتوب د متحده عرب په شارجه کې وشوه، پچه یې زېمبابوې ګټلې او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه کړې وه.

زېمبابوې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۳۹ منډې وکړې. په ځواب کې افغانستان یوازې ۲۱۷ منډې جوړې کړې.

په لومړۍ پاڼۍ کې د افغانستان له لوري افسر ځاځي ۶۳، رحمان الله ۳۴، حشمت الله شهیدي ۳۰، رحمت شاه ۳۰، نصیر خان معروف خېل ۲۰ او عبدالمالک ۱۸ منډې وکړې.

په لومړی پاڼۍ کې د افغانستان ځوان لوبغاړي نصیر خان معروخېل چې همدا یې لومړۍ لوبه وه اووه وېکټې واخیستې.

په دویمه پاڼۍ کې زېمبابوې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۲۹۵ منډې وکړې او افغانستان ته یې د منډو جوړولو وار ورکړ.

د افغانستان ځوان توپوهونکي نصير خان معروف خېل ناسوځېدلې سليزه بشپړه کړه او ۱۰۱ منډې یې وکړ.

د افغانستان له لوري په دې ټېسټ لوبه کې د رحمت شاه په مشرۍ صدیق الله اتل، عبدالمالک، رحمان الله ځدراڼ، حشمت الله شهیدي، افسر ځاځی، اکرام علیخېل، نصیر خان معروفخېل، یمن احمدزی، محمد سلیم او ضیا الرحمان غوره شوي دي.

د یادولو وړ ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ له دې وړاندینۍ ټېسټ لوبه مساوي پایته رسېدلې وه.

زېمبابوې او افغانستان تر دې مهاله ټولې شپږ ټېسټ لوبې کړې دي چې دوې افغانستان ګټلې، دوې زېمبابوې او دوې مساوي پایته رسېدلې دي.