مولوي هبت الله اخوندزاده: په بهرنيو هېوادونو کې مېشت افغانان دې راشي او په خپل هېواد کې دې ژوند وکړي

د طالبانو حکومت مشر مولوي هبت الله اخوندزاده
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د طالبانو حکومت مشر مولوي هبت الله اخوندزاده کابل ته تللی او هلته یې د عالمانو يوې غونډې ته وینا هم وکړه.

د طالبانو حکومت د مشر وینا تر ډېره پر دیني سپارښتنو او اطاعت راټوله وه، او يو ځل بيا یې پر ټولو غږ وکړ چې د ده په وینا د "اسلامي امارت" او د "امیر" اطاعت دې وکړي.

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال بهرمېشو افغانانو ته وويل چې بېرته دې خپل هېواد ته ستانه شي او په امن کې دې ژوند وکړي.

هغه وويل، "راشئ، خپل ژوند وکړئ. حکومت غواړئ، چوکۍ غواړئ؟ هر څه غواړئ، هغه په استعداد او اهلیت باندې روان دي. که تاسې یې اهل وئ، تاسې ته یې درکوو او که بل څوک یې اهل وو نو بل چا ته به یې ورکوو. خو تاسې ته به هم معلومه وي چې نا اهلو خلکو ته څوکۍ ورکول دا له ټول رعیت سره ظلم دی. نو اهل ته به ګورو، استعداد ته به ګورو. تاسې هم داسې مه کوئ چې پر څوکۍ باندې جنګ کوئ."

مولوي هبت الله اخوندزاده د تېر جمهوریت کارکوونکو ته چې بهر ته تللي په اشاره وويل، "را دې شي د شريعت مطابق موږ له دوی سره په زړو شيانو حساب نه کوو، نوي جرمونه دې نه کوي، بيا دې دا فتنې نه راپورته کوي."

خو په افغانستان کې د طالبانوحکومت ته ګوته نیول کېږي او ځینې راپورونه وایي چې په دې حکومت کې تر ډېره د یوې ډلې او ملایان په کې راټول دي او په ځينو مواردو کې د پخوانيو پوځيانو د وژل کېدو ادعاوې هم شوې دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت نړیوال مشروعیت نه لري او له روسیې پرته نړۍ د طالبانو حکومت تر دې دمه په رسمیت نه دی پېژندلی.

همدا ډول د طالبانو پر حکومت په کوردننه او بهر پر ښځو د محدودیتونو له کبله سختې نيوکې کېږي.

ځینې شنوونکي وایي، د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د ځان او د خپل حکومت مشروعیت تر ډېره د دیني عالمانو د ملاتړ پر بنسټ ښيي.

د طالبانو مشر په دې غونډه کې د توپیري چلند او د ژبني، سیمه‌ييز او تنظيمي توپیري چلند پر مخنيوي هم ټینګار وکړ او زياته یې کړه. "دلته ژبنی فرق نشته. د منطقې فرق نشته. نو زموږ نظام اسلامي دی او د اسلام له مخې به حق ورکړل کېږي. د ژبې او عصبیت له مخې به حق نه ورکول کېږي. تنظیم پرستي ختمه کړئ. دا شیان ټول ختم کړئ."

که څه هم په کابل کې دې غونډې ته کوم ځانګړي تدابير نه دي نيول شوي خو بي بی سي ته معلومه شوې چې د کابل پوهنتون کې له سختو امنيتي تدبیرونو سره د هغه د فرمانونو د ارزونې غونډه روانه ده.

د "علمي ـ څېړنیز کنفرانس" په نامه دې غونډې ته د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو د علماو شورا مشران د طالبانو حکومت لوړ پوړي مفتیان، د کابينې غړي او نور جګپوړي چارواکي وربلل شوي.

مولوي هبت الله اخوندزاده د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند، د کانونو او پټروليم وزير هدایت الله بدري، او یو شمېر نورو وزيرانو سره يو ځای په کابل کې دی.

کابل پوهنتون کې د جوړ شوي کنفراس پر لومړۍ ورځ د طالبانو حکومت بېلابېلو مشرانو د مولوي هبت‌الله اخندزاده د فرمانونو پر شرعي، ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اغېزو ویناوې او همدا راز د اسلامي نظام پر پیاوړتیا او د شرعي احکامو پر پلي کېدو ټینګار وکړ.

د غونډې ګډونوالو په لومړۍ ورځ مولوي هبت الله اخوندزاده ته د "شيخ الاسلام" یو اعزازي لقب هم ورکړ.

مولوي هبت الله اخوندزاده چې په کندهار کې مېشت دی لږ پلازمېنې کابل ته سفر کوي. تر دې وړاندې بي بی سي ته په ارګ کې ويل شوي وو چې هغه کابل ته په خپل وروستي سفر کې د ارګ ماڼۍ په حرم سرای کې پاتې شوی و.

خو دا به "دويم ځل وي" چې هغه د علماو يوې داسې لويې غونډې ته وینا کوي.

هغه د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د لويې جرګې په تالار کې د علماو يوې لویې ناستې ته وينا کړې وه.

په ټوله کې د هغه وروستۍ ويناوې تر ډېره مذهبي لارښونې وي او د هېواد د وروستيو بدلونونو او پېښو په اړه، له پاکستان سره د تاوتریخوالي په ګډون د هغه کومه ځانګړې وینا مخې ته نه ده راغلې.

په کابل کې د دیني عالمانو غونډه

د غونډې په لومړۍ ورځ څه وويل شول؟

د طالبانو حکومت قاضي القضات مولوي عبدالحکیم حقاني د دغه کنفرانس په پرانیستونکې غونډه کې وویل چې "د اسلامي نظام له حاکمېدو سره افغانان له ګڼو ستونزو او بدبختیو خلاص او له ۵۰ کلونو وروسته د سمتي، ژبنیو او نژادي توپیرونو له پامه غورځولو سره د یوه مشر تر قیادت لاندې متحد شوي دي."

هغه زیاته کړه: "موږ د هېچا مداخله نه منو او نه یې مداخله شته، دا نظام د قربانیو او د الله ج په نصرت حاکم شوی دی."

ده د امنیت ټینګښت د اسلامي نظام تر ټولو مهمه لاسته راوړنه وبلله.

د طالبانو حکومت د لومړي وزیر اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل چې د اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) له راتګ سره په افغانستان کې "ژبني او سمتي اختلافات له منځه" تللي.

د طالبانو حکومت د لومړي وزیر اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي
د عکس تشریح، د طالبانو حکومت د لومړي وزیر اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي

هغه زیاته کړه: "مجاهدینو له فتحې وروسته داسې کسان ونیول، چې ۱۲۰ تنه مجاهدین یې شهیدان کړي وو، خو هېڅ یې ورته ونه ویل او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه عفوې ته یې درناوی وکړ ."

هغه وویل، چې د طالبانو تحریک بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد هم د "فساد او وحشت خلاف" راپاڅېدلی و.

د طالبانو حکومت عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي د پوهانو او څېړونکو لخوا دغه کنفرانس لپاره د مقالو لیکل راتلونکو نسلونو لپاره ستر علمي خدمت وباله.

هغه وویل: "الله تعالی د ځمکې پرمخ هېڅ نبي بې له قانون څخه نه دی رالېږلی او کله چې قانون وي، هلته بیا نظام حتمي وي او بې له قانون څخه نظام شتون نه لري. الحمدلله موږ قانون او نظام دواړه لرو."

نوموړي زیاته کړه، نظام په قانون پېژندل کېږي، "که قانون شرعي وي، نو نظام شرعي‌ دی. که قانون غیر شرعي او وضعي قانون وي، نو په دې پوه شه چې نظام غیر شرعي او وضعي نظام دی."

د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم دغه کنفرانس ته وینا وکړه.

هغه وویل: "هغه یوه مرحله، چې څومره قربانۍ او تکلیفونه وشول، څومره ستونزې او مشکلات تېرل شول، هغه په کامیابۍ سره الحمد‌الله پای ته ورسېدله. دا دویمه مرحله یې چې موږ اوس په لوی ازمایش او امتحان کې یو، دا تطبیق د شرعي نظام او اسلامي نظام لپاره عملآ کار دی."

ښاغلي حقاني وویل:"کامیابي زموږ ستاسې په اتحاد او وحدت کې ده."