د طالبانو حکومت: د افغانستان په ختیځ او شمال ختیځ کې د وچکالۍ خطر له منځه تللی

افغانستان
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره وايي، د افغانستان په ختیځو او شمال ختیځو سیمو کې د وچکالۍ او غیرعادي وچوبي خطر له منځه تللی دی.

دې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې په تېرو ۳۰ ورځو کې په ختیځو او شمال ختیځو سیمو کې د اورښت کچه له اوسط څخه لوړه ثبت شوې ده او په ځینو سیمو کې د باران کچه د معمول پرتله له ۵۰ میلی مترو زیاته وه.

د اعلامیې له مخې، د تېرو ۹۰ ورځو د ورښتونو بڼه هم ښيي چې په دغو سیمو کې لمده او مناسبه اقلیمي فضا رامنځته شوې ده.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان په ځینو ختیځو ولایتونو کې سخت بارانونه شوي او د هېواد په شمالي سیمو کې واورې ورېدلې دي.

دوه ورځې وړاندې سخت باران د کابل - جلال اباد پر لویه لاره د ډبرو د ښوېدو لامل شو او دغه سړک یې د ترافیکو پر مخ وتاړه.

په افغانستان کې پاشدان بند

په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي چې د افغانستان په ځینو ختیځو او شمال ختیځو سیمو کې به د هوا لږ تر لږه تودوخه د منفي ۵ او منفي ۱۵ سانتي ګرادو ترمنځ راټیټه شي.

مرستندویه بنسټونو تر دې مخکې ویلي وو افغانستان د پرلپسې پنځم کال لپاره له وچکالۍ سره مخ دی.

ملګرو ملتونو د روان کال په مې میاشت کې په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د اوبو کړکېچ د تېر میلادي کال پر مهال لا پسې سخت شوی او د وچکالۍ کچه د تېر کال پرتله نږدې دوه برابره شوې ده.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو این ډي پي) په خپل راپور کې ویلي وو چې د اوبو سرچینو ته لاسرسی په څرګند ډول کم شوی او وچکالي اوس د افغانستان په نږدې ټولو سیمو کې د چاپېریالي فشارونو اصلي لامل ګرځېدلې ده.

د یاد راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د وچکالۍ پراختیا له ۳۴ سلنې څخه، په ۲۰۲۵ کال کې ۶۴ سلنې ته لوړه شوې ده.

د درنو واورو او سېلابونو خطر لا هم شته؟

وچه ځمکه

د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د یوې ارزونې له مخې، چې د لړم تر ۲۷مې (چهارشنبې) پورې اعتبار لري، د افغانستان په ځینو سیمو کې د درنو اورښتونو، واورې او سېلابونو خطر لا هم شته.

د دغې ارزونې له مخې، په بدخشان، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې د باران وړاندوینه شوې چې اندازه یې ښايي له ۲۵ تر ۵۰ میلی مترو پورې ورسېږي.

دغه راز د هېواد په ځینو شمالي، مرکزي، ختیځو او سوېل ختیځو سیمو کې د نري او منځنۍ کچې بارانونو اټکل شوی چې کچه یې له ۵ تر ۲۵ میلی مترو پورې ده.

ادارې خبرداری ورکړی چې د هېواد په ځینو شمال ختیځو، ختیځو او مرکزي سیمو کې د سېلابونو د راوتلو امکان هم شته.

د هواپېژندنې معتبرو نړیوالو بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ چمتو شوې دې وړاندوینې کې ویل شوي چې د واورې ورېدو اندازه ښايي له ۲۰ تر ۵۵ سانتي مترو پورې ورسېږي.

افغانستان له هغو هېوادونو یو دی چې د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سخت اغېزمن شوی، ځکه د دغو بدلونونو پر وړاندې د مقابلې پراخ امکانات نه لري.

کارپوهان وايي پرلپسې وچکالۍ، بې موسمه بارانونه، د اوړي سختې تودوخې او ژر رارسېدونکی ژمی د اقلیمي بدلونونو له څرګندو نښو دي چې په دې بېوزله او له کړکېچ سره مخ هېواد کې لیدل کېږي.

په افغانستان کې، چې له ۸۰ سلنې ډېر خلک یې پر کرنې او مالدارۍ متکي دي، ګڼې کورنۍ د وچکالۍ له امله له خپل کور-کلي بې‌ ځایه شوې او ښارونو ته کډه شوې دي.