پنځه اروپايي هېوادونه پلان لري چې راتلونکی کال رونډا ته کډوال واستوي

په کښتۍ کې ناست کډوال
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

پنځه اروپايي هېوادونه غواړي چې راتلونکی کال په رونډا کې د ايستل کېدونکو کډوالو لپاره يو مرکز جوړ کړي او هغه کډوال چې غوښتنې یې رد شوې وي او په اروپا کې د پاتې کېدو اجازه ونه لري دغه مرکز ته واستوي.

دا ګام د کډوالو د بېرته ستنولو بهير د چټکتيا لپاره د دوی د پراخو هڅو یوه برخه ده. د هالنډ او ډنمارک د حکومتونو د اعلاميو له مخې، جرمني، ډنمارک، اتريش، يونان او هالنډ به په ۲۰۲۷ کال کې د "بېرته ستنېدو مرکز" جوړ کړي.

دغو هېوادونو ويلي، چې په دې طرحه کې هغه کډوال شامل دي چې د دوی په هېوادونو کې په غيرقانوني ډول اوسېږي او د ايستل کېدو پرېکړه یې شوې وي. د هالنډ حکومت هم وايي، دغه مرکز د هغو مواردو لپاره يو بدل کېدی شي چې ناقانونه کډوال په کې خپل اصلي ټاټوبي ته نشي لېږل کېدلی.

د دغو اروپاپي هېوادونو په وینا، هغه کسان چې رونډا ته لېږدول کېږي کولی شي، په رونډا کې پاتې شي او یا بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. په دې طرحه کې به هغه کسان شامل وي چې په دغو پنځو هېوادونو کې یې د استوګنې د اجازې ترلاسه کولو لپاره ټولې قانوني لارې چارې بشپړې کړې وي او په قانوني ډول د پاتې کېدو شونتيا ونه لري.

دا موضوع له رونډا سره د بریتانیا د لغوه شوې هوکړې سره توپير لري، په هغه هوکړه کې ټاکل شوې وه چې ټول کسان به رونډا ته لېږدول کېدل او هلته به یې د پناه غوښتنلیکونه څېړل کېدل. حقوقي ننګونو د بریتانيا د دې هوکړې د عملي کېدو مخه ونيوله او په پای کې په ۲۰۲۴ کال کې د کارګر ګوند نوي حکومت دا هوکړه لغوه کړ.

خو اوس د بریتانیا د لومړي وزير دفتر روانډا ته د کډوالو د لېږد په نوې طرحه کې د دغه هېواد د ګډون احتمال نه دی رد کړی او ويلي یې دی چې دا پروګرام به "په لېوالتيا سره وڅاري."

دغه پنځه هېوادونه وايي له اروپا بهر ته د کډوالو د لېږد طرحه د اروپايي ټولنې له قوانينو او نړيوالو حقونو سره سمون لري خو د بشري حقونو بنسټونه په دې باور دي چې دا ډول اقدام ښايي د کډوالو حقونه تر پښو لاندې کړي.

دوشنبې (۱۶ نومبر) په ویانا کې د يوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال، د اتریش لومړي وزير کریسټين اشتوکر وویل، د دغو پنځو هېوادونو موخه د اروپا د پناه غوښتنې پر سیسټمونو د فشار کمول او د هغو قاچاقبرانو د فعالیتونودرول دي چې د مدیترانې سمندر له لارې مرګوني سفرونه برابروي.

افغان کډوال

د هالنډ حکومت هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې هوکړې په لومړي پړاو کې به یوازې مجرد نارینه له اروپا بهر هېوادونو ته ولېږدول شي. هالنډ زیاته کړې چې تمرکز به یې پر هغو کسانو وي چې د روانډا په څېر د همدې جغرافیایي سیمې له اصلي هېوادونو راغلي وي.

د روانډا د کورنیو چارو وزیر وینسنت بیروتا ویلي، هېواد یې ژمن دی له خپلو اروپايي شریکانو سره همکاري وکړي، چې "د کډوالو لپاره یو خوندي، قانوني او له انساني کرامت سره سم حل" وړاندې کړي.

د دې هوکړې تر رسمي اعلان مخکې، ډیپلوماټیکو سرچینو فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي وو چې تمه ده دغه مرکز به په لومړي سر کې په ازمایښتي ډول فعالیت پیل کړي او شاوخوا ۱۰۰ کسان به پکې ځای پر ځای شي. د دې طرحې له مخې، ښايي له دغو پنځو هېوادونو څخه هر یو شاوخوا ۲۰ کډوال روانډا ته ولېږدوي.

د بشري حقونو د څار سازمان د افریقا څانګې مشرې څېړونکې، کلمانتین دو مونتژوا، د دې خبر په غبرګون کې ویلي چې د دغه مرکز لپاره د ځای په توګه د روانډا ټاکل د اندېښنې وړ دي؛ ځکه دغه هېواد د مخالفینو د ځپلو، خپلسرو نیونو، له بندیانو سره د ناوړه چلند او په ګاونډي هېواد، کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت کې د وسله‌والو یاغیانو د ملاتړ اوږده او پېژندل شوې مخینه لري.

په داسې حال کې چې د اروپايي ټولنې په څو غړو هېوادونوکې ټاکنې رانږدې کېږي، حکومتونه تر فشار لاندې دي چې وښيي د کډوالۍ د بهیر د کنټرول وړتیا لري. د اروپايي پولو او سمندرغاړې ساتنې ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶کال په لومړیو لسو میاشتو کې د اروپايي ټولنې له پولو څخه د غیرقانوني تېرېدو نږدې ۱۱۰ زره پېښې ثبت شوې دي. دا شمېر د تېر کال د همدې مودې پرتله ۲۹ سلنه کموالی ښيي.