BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • متقي: نه پوهېږو پاکستان څه غواړي

    د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له بي‌بي‌سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، له پرلپسې هڅو سره سره نه دي توانېدلي چې وپوهېږي پاکستان افغانستان سره له روان کړکېچه څه غواړي. ښاغلی متقي وايي" حالت یو طرفه دې حد ته ورسېده زموږ له طرفه کوم مشکل نه دی پېښ شوی."

  • هغه ښځې چې د طالبانو حکومت په دورو وهلي'د پېژندګلوۍ پر اړیکه یې ۳۹ دورې ووهلم'

    بي‌بي‌سي توانېدلې د هغو لسګونو ښځو له ډلې دوو سره خبرې وکړي چې په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو د حکومت محاکمو په دورو محکومې کړې دي او حکم پرې پلي شوی دی.

  • د بلوچستان د کورنیو وزیر پر کاروان وسله‌وال برید؛ شپږ ساتونکي یې ټپيان شوي

    د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر میر ضیاء‌الله لانګو له یوه وسله‌وال بریده روغ وتلی، خو شپږ ساتونکي یې ټپیان شوي‌ دي. د هغه پر کاروان دا برید نن (جمعه) د بلوچستان په مسټونګ ولسوالۍ کې شوی. رسمي سرچینو ویلي، چې میرضیا‌ء الله لانګو په کلات کې د پاکستان د ازادۍ ورځې په مراسمو کې له ګډون وروسته بېرته کوټې ته روان و،‌ چې پر کاروان یې د مسټونګ ضلعې ګنډ عمراني‌ سیمې ته نږدې برید وشو.

  • ویډیو, امیر خان متقي: شاوخوا ۴۰ هېوادونو سره فعالې ډیپلوماټیکې اړیکې لرو, موده 19,42

    د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې ویلي، بلوڅان او ټي ټي پي د پاکستان لپاره د څو لسیزو پخوانۍ ستونزه ده او دا چې د دوی حکومت ته لا هم روښانه نه ده چې پاکستان له دوی څه غواړي. ښاغلي متقي له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې کې وویل، که څه هم دوی په رسمیت نه دي پېژندل شوي خو د نړۍ شاوخوا ۴۰ هېوادونو سره فعالې ډیپلوماټیکې اړیکې لري. د بي بي سي خبریال سید عبدالله نظامي ښاغلی متقي د مرکې په سرکې د هغوی د تېرو پنځو کلونو پر لاس ته راوړنو پوښتلی.

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • جمعه خان فاتح: امارتی یم، ستونزه مو د 'ځانګړې قطعې' له ځواکونو سره ده

    د بدخشان ولایت د نُسي ولسوالۍ د نښتو په درېیمه ورځ، د سیمه ییز قوماندان جمعه خان فاتح اړوند کسانو او د طالبانو د استخباراتو ځواکونو ترمنځ نښتو دوام موندلی. په همدې حال کې، جمعه خان فاتح په یوه غږیز پیغام کې د شخړې د حل لپاره د خبرو غوښتنه کړې ده.

  • ایر انډیا د ممنوع توکو کارولو په تړاو د ټولو پیلوټانو معاینات کوي

    ایر انډیا اعلان کړی چې له سملاسي اغېز سره به خپل ټول پیلوټان د ممنوع شویو موادو د کارولو لپاره معاینه کړي.

  • د ایران د کرنې وزیر کابل ته تللی، پر څه خبرې کېږي؟

    د ایران د کرنې وزیر ویلي، دې سفر کې د طالبانو حکومت له مشرانو سره لیدنې کتنې ولري. ښاغلي قزلجه وویل " موږ لېواله یو چې د کار، د توکو صاداراتو او خوړو خوندیتوب په برخو کې همکاري ولرو." ایراني وزیر په خپلو خبرو کې د طالبانو حکومت هغه دریځ چې پر ایران د امریکا د بریدونو پر مهال یې درلود وستایه او یو له هغو دلایلو یې وباله چې تهران یې له کابل سره راشه درشې او ښې ملګرتیا ته رامخې ته کړی دی.

  • ایران تر څه وخته جګړې ته دوام ورکولای شي؟

    د ایران د جګړې له پیل څخه اووه میاشتې تېرې شوې دي. سره له دې، چې د دغه هېواد پر اقتصاد او بنسټیزو تاسیساتو ډېر سخت فشارونه راغلي، خو د دې نښې لا نه ښکاري چې ایران کې دې پرېکړه کوونکي د جګړې پای ته رسولو کې بیړه ولري. تهران ښايي غواړي وښيي، چې یوازې متحد ایالتونه د جګړې د بهیر او سرعت ټاکونکی نه شي کېدای.

  • د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۵ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۴ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي