'مېوې او سبزي له پوستکي او ډنډر سره وخورئ'

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, میشله رابرټز
- دنده, بيبيسي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
په بریتانیا کې ځینې څېړونکي وایي، د مېوو او سبزیو د ځینو هغو برخو خوړل، لکه: پوستکي او ډنډرونه چې موږ یې معمولاً لرې غورځوو، روغتیا ته ډېرې ګټې لري خو ډېر خلک له دې ګټو بې خبره دي.
دوی وايي، د مېوو او سبزیو دغه پاتې شوني د فایبر غوره سرچینې دي او خلک هڅوي چې "له ریښې تر څوکې" پورې هر څه وخوري؛ د اناناس له کلکې منځنۍ برخې نیولې، د کدو تر زړو او ان د هندواڼې تر پوستکي پورې.
ډېر لویان په کافي اندازه فایبر نه خوري.
رسمي شمېرې ښيي، چې فایبر د کولمو روغتیا ته له ثابتو ګټو سره سره، یوازې څلور سلنه خلک د ورځې سپارښت شوې اندازه، یعنې ۳۰ ګرامه فایبر ترلاسه کوي.
فایبر له هضم سره مرسته کوي، انسان د اوږدې مودې لپاره موړ ساتي او د زړه د ناروغیو او د کولمو د سرطان د خطر له کمېدو سره هم تړاو لري.
ډنډرونه، زړي او پوستکي مه غورځوئ

د عکس سرچینه، Getty Images
عمومي قاعده دا ده، چې د مېوو او سبزیو پوستکي د هغو د منځنیو برخو پرتله ډېر فایبر لري.
د بېلګې په توګه، که کیوي له پوستکي سره وخوړل شي نو د فایبر کچه پکې پنځوس سلنه ډېرېږي او که یې پوستکی ایسته شي نو دا پنځوس سلنه فایبر بیا له لاسه ځي.
د لندن د کینګز کالج ساینسپوهانو په دې څېړنه کې ۱۲ ډوله تازه، خام یا ناپاخه شوي خوراکي توکي وڅېړل: چغندر، دلمه مرچ، بروکولي، کدو، ګلپي، د ریښې لرونکی کرفس، کېل کلم، رازیانه، کیوي، ګندنه، اناناس او هندواڼه.
دوی وموندله، چې د دغو خوړو ډېری هغه برخې چې موږ یې معمولاً غورځوو، د هغو برخو پرتله ډېر فایبر لري، چې موږ یې معمولاً خورو.
د بېلګې په توګه:
د هندواڼې په هر ۱۰۰ ګرامه پوستکي کې ۲.۱۰ ګرامه فایبر موجود و؛ دا اندازه نژدې د وربشو ډوډۍ د یوې ټوټې له فایبر سره برابره ده.
د کدو په هر ۱۰۰ ګرامه پوستکي او زړو کې ۲۵.۹ ګرامه فایبر موجود وي؛ چې نژدې د سبوس لرونکو جوارو د وچو حبوباتو (کورنفلېکس) د یوې کاسې له فایبر سره برابر دی.
د اناناس پوستکي او منځنۍ کلکې برخې د هغه د غوښینې برخې پرتله پنځه برابره ډېر فایبر درلود.
د بروکولي (ګلپي ته ورته سبزي) ډنډر هم فایبر درلود، که څه هم اندازه یې د ګلونو پرتله لږه وه.
فایبر د کولمو د سم فعالیت لپاره اړین دی او د قبضیت په مخنیوي کې مرسته کوي.
ډاکټرې ریچل ګیبسن، چې د دې څېړنیزې پروژې مشري کوي وايي، موندنې ښيي، چې خلک د پام وړ اندازه فایبر غورځوي.
هغې وویل: دا یوازې د تغذیې له پلوه زیان نه دی، بلکې مالي زیان هم دی؛ په حقیقت کې تاسو د هغه څه یوه لویه برخه غورځوئ، چې پیسې مو پرې ورکړې دي.
د کېلې د پوستکي کړايي

د عکس سرچینه، Getty Images
کینګز کالج لندن خپل خوړنځي کې د یوې ازمایښتي پروژې (له ریښې تر څوکې) پرمهال کارکوونکو او محصلینو ته د خوړو بېلابېل ډولونه وړاندې کړل، چې په هغو کې د کېلې له پوستکي جوړه شوې کړايي هم وه.
څېړونکي وړاندیز کوي، چې خلک دې په خپلو کورونو کې کیوي له پوستکي سره وخوري، د بروکولي ډنډرونه دې په هغو خوړو کې وکاروي، چې په تېلو کې سره کېږي او د دلمه مرچ زړي دې هم خپلو خوړو ته ورزیات کړي.
پخلی ښايي د فایبر اندازه بدله کړي، خو معمولاً ټول یې له منځه نه وړي.
په بخار کې پخول، په مایکرووېو کې پخول او په لږو تېلو کې ژر سره کول، عموماً د نورو لارو پرتله خوراکي مواد ښه ساتي.
ډاکټر ګیبسن وویل: خبره د بشپړتیا غوښتنې نه ده او موخه هم دا نه ده، چې خلک د داسې خوړو خوړلو ته اړ کړو، چې خوند ترې نه اخلي. خبره دا ده، چې د هغو شیانو غذايي ارزښت وپېژنو چې موږ یې له غورځولو سره عادت شوي یو.
هغې ومنله، چې ښايي ځینې خلک د دې طریقې د ازمېښت په اړه زړه - نا زړه وي.
د پوهنتون د خوړنځي ازمایښتي پروژې پر مهال ځینو کسانو خپلې اندېښنې هم څرګندې کړې.
د دې نهو اونیو په موده کې له ریښې تر څوکې پورې چمتو شوو خوړو د پوهنتون د ګرمو خوړو د ورځني ټول پلور درېیمه برخه جوړوله.
خو هغو کسانو، چې نوي خواړه یې انتخابول، د هغو کسانو پرتله، چې له عادي مېنو یې خواړه غوښتل، خپل خواړه یې لږ بشپړ خوړل.
کرستن جکسن د بریتانیا د تغذیې د متخصصانو ټولنه کې د تغذیې متخصصه، چې د کولمو د تحریک منونکي سنډروم (IBS) برخه کې تخصص لري، وايي، چې دا غذایي لارې چارې ګټورې دي، په دې شرط چې مېوې او سبزیانې په ښه توګه ومینځل شي.
هغه سپارښتنه کوي، چې د اناناسو منځنۍ کلکه برخه دې د مېوو په ګډ شوي څښاک کې ورګډ شي، خو د هغه د کلک پوستکي د خوړلو سپارښتنه نه کوي.
د دې تغذیې متخصصې په وینا، ښايي د ځینو سبزیو ډنډرونه پخولو یا ډېرو وړو ټوټو کولو ته اړتیا ولري، چې خوړل یې اسانه شي.
هغې وویل: دا چې د بروکولي ډنډر د نن شپې له خوړو سره مناسب نه دی، معنا دا چې باید د کثافاتو په سطل کې یې واچوئ.
هغه په وړو ټوټو ووېشئ، کنګل یې کړئ او بله ورځ یې په ښوروا یا په غوړو کې سره شوي خوراک کې وکاروئ.
هغه سپارښتنه کوي، چې د فایبر مصرف دې ورو ورو زیات شي، چې د ګېډې له پړسېدو او باد مخنیوی وشي.
نوموړې یادونه وکړه، چې د فایبر زغمل ښايي د هغو کسانو لپاره لا ستونزمن وي، چې د کولمو د تحریک منونکي سنډروم (IBS) په ناروغۍ اخته دي.
د بریتانیا د تغذیې بنسټ هم وايي، چې ځینې شیان باید په بشپړه توګه ونه خوړل شي: شنه شوي کچالو او د ریواس (Rhubarb) پاڼې زهري مرکبات لري او د سبزیو کلک ډنډرونه او کلک زړي هم ښايي د کوچنیو ماشومانو لپاره مناسب نه وي.



















