د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت: له افغانستان پرته سیمه همغږۍ ته نه شي رسېدلی

د عکس سرچینه، RTA English
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي وايي، د افغانستان له حضور پرته د معنا لرونکې سیمهییزې همغږۍ تصور خیال او غیر واقعي فکر دی.
هغه پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، په نننۍ یو بل سره تړلې نړۍ کې سوداګري، ترانزیټ او اقتصادي همکارۍ د سیاسي اختلافاتو د لمنځه وړلو او د متقابل باور رامنځته کولو لپاره د مهمو وسیلو په توګه پېژندل کېږي، او د سیاسي مخالفتونه تر یرغل لاندې را نه شي.
نوموړي زیاته کړه: "خو زموږ په سیمه کې لا هم زاړه ذهنیتونه حاکم دي" او د دې ګډ درک رامنځته کېدو ته لا ډېره لار پاتې ده، چې اقتصادي نښلون یا اتصال باید د سیاسي کړکېچونو یرغمل نه وي.
ښاغلي جلالي دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې پاکستان نن او پرون د طالبانو حکومت له وربللو پرته د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه و.
هغه که څه هم نېغ په نېغه د اسلام اباد د دې ناستې څه یادونه نه ده کړې، خو ویلي یې دي، چې "افغانستان به د اقتصادي همکاریو سازمان( ایکو) په راتلونکې سرمشریزه کې ګډون وکړي چې ټاکل شوې د روان کال په ډسمبر میاشت کې په تهران کې ترسره شي."
د طالبانو حکومت دغه چارواکی وايي، افغانستان له ۲۰۲۱ کال راهیسې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره په اړیکو کې اقتصاد محوره تګلاره مخ ته وړې، ځکه دا درک لري چې اقتصادي همکاري او سیمهییز اتصال د ټولو لپاره د اوږد مهالو ګټو ضامن دی.

د عکس سرچینه، @ForeignOfficePk
پاکستان وایي، د طالبانو حکومت دې د "ترهګرۍ" خلاف جدي ګامونه پورته کړي
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وايي، د طالبانو حکومت باید د ''ترهګرۍ اړوند ننګونو'' د حل لپاره اغېزناک اقدامات وکړي.
ښاغلي ډار د اقتصادي همکاریو سازمان اي سي یو د وزیرانو شورا ۳۰مې دورې ورځنۍ غونډې ته د پرانیستنې وینا کې وویل، ''پاکستان یو سولهییز، هوسا او باثباته افغانستان غواړي، داسې افغانستان چې په بشپړ ډول د اقتصادي همکاریو سازمان له چوکاټ سره مدغم وي. خپله سوله ولري او له ګاونډیو سره په سوله کې وي. دا به نه یوازې د افغانستان د خلکو په ګټه وي، بلکې د سیمې لپاره به هم د سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي همکاریو مهمې نوې لارې پرانیزي.''
ښاغلي ډار زیاته کړه، په ورته وخت کې، ''د ګاونډیو هېوادونو مشروع امنیتي اندېښنې، په ځانګړې توګه د ترهګرۍ ګواښ، باید په پام کې ونیول شي.''
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر دې دمه د ښاغلي ډار دغو خبرو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې بیا بیا ویلي وو چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته هېڅ ګواښ نشته.
ښاغلي ډار په افغانستان کې د طالبانو حکومت له چارواکو وغوښتل، چې ''د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره اړینه ده چې د طالبانو حکومت دغو امنیتي ننګونو ته رسېدنه وکړي. خوندي او باثباته چاپېریال د پرلپسې سیمهییزو اقتصادي همکاریو او مشارکتونو لپاره بنسټیز ارزښت لري.''
د اقتصادي همکاریو سازمان اي سي او یا ایکو سازمان د وزیرانو شورا دوې ورځنۍ غونډه تېره ورځ په اسلام اباد کې پیل شوه، چې نن یې وروستۍ ورځ ده.
د یادونې ده، چې افغانستان د اقتصادي همکاریو سازمان له لسو غړو هېوادونو یو دی، خو پاکستان د دغه سازمان د وزیرانو شورا غونډې ته په افغانستان کې د طالبانو حکومت پلاوی نه دی بللی.
د طالبانو حکومت اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري په دې هکله ویلي و، سیاسي اختلافونه باید د دغه سازمان په غونډو کې د افغانستان د ګډون خنډ نه شي.
نوموړي په یوه ویډیويي پیغام کې په دې هکله ویلي و: ''د ایکو غونډه اقتصادي بڼه لري او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په موخه جوړېږي، نو افغانستان باید په دې غونډه کې ګډون ولري. ان که په سیاسي مسایلو کې اختلاف نظر هم موجود وي، د ګډون او حضور لار باید تړلې پاتې نه شي.''
د هغه په وینا، افغانستان کولای شي په دې غونډه کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ، انرژۍ او سیمهییز امنیت په اړه خبرې وکړي.
ایکو سازمان څومره پېژنئ؟

د عکس سرچینه، @ForeignOfficePk
په ۱۹۶۴ کال کې ترکیې، ایران او پاکستان په ګډه پرمختیا لپاره د سیمه ییزې همکارۍ یا آر سي ډي په نوم یوه ټولنه جوړه کړه.
وروسته همدې ټولنې بڼه بدله شوه او په ۱۹۸۵ کال یې د اقتصادي همکارۍ ټولنې یا ایکو په نوم خپل فعالیت ته دوام ورکړ.
خو د څو کلونو په تېرېدو دا ټولنه پراخه او د ۱۹۹۲ کال په وروستیو کې یې د غړو شمېر د افغانستان په ګډون لسو هېوادونو ته ورسېد.
د همدې کال نومبر میاشت کې افغانستان، اذربایجان، قزاقستان، قرغېزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د دې ټولنې غړیتوب تر لاسه کړ.
ایکو په سیمه کې د اقتصادي همکارۍ په مهمو ټولنو کې ده، چې د غړو هېوادو د وګړو شمېر یې څه د پاسه ۴۶۰ میلیونو ته رسیږي.
د دې ټولنې د ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، اېکو په سیمه کې د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره جوړه شوې ټولنه ده، چې په مټ یې په غړو هېوادونو کې هوساینه او ښیرازي رامنځته شي.
د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخول، د ګډو لویو لارو او ترانسپورټي شبکو رامنځته کول، په ځانګړې توګه په انرژۍ او مخابراتي خدمتونو کې پراخه همکاري او له هغو سوداګریزو لارو ګټه اخېستل چې آسیا له اروپا سره نښلوي، د دې ټولنې نورې موخې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۲۰۱۷ کال کې په اسلام آباد کې د دې ټولنې په سرمشریزه کې د ۲۰۲۵ کال لیدلوری تصویب شو.
د ایکو ټولنې ځینې غونډې په کابل کې هم شوي دي. په دې کې شاوخوا یوولس کاله وړاندې کابل کې د دې ټولنې د ټرانزیټ او ګمرکونو د کاري کمیټې څلورمه غونډه جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د غړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ د لارو چارو پر اسانتیاوو خبرې وشوې.
له کله چې نژدې ۳۵ کاله وړاندې افغانستان د دې ټولنې غړیتوب تر لاسه کړی، د دې ټولنې په غونډو کې یې ګډون درلود په ځانګړې توګه د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې.
تېر کال د طالبانو حکومت هم په اذربایجان کې د دې ټولنې غونډې ته وربلل شوی و، خو اوس په داسې وخت کې چې د کابل او اسلام آباد اړېکي ترینګلي دي، د اسلام آباد دې غونډې ته نه دی بلل شوی.

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم پاکستانیو چارواکو ویلي، چې د طالبانو د حکومت د نه وربللو پرېکړه دې ټولنې کړې ده.
د طالبانو حکومت پر دې پرېکړه نیوکه کړې او د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري څو ورځې وړاندې ویلي وو، چې افغانستان باید د دې ټولنې غونډو کې ګډونوال وي.
د دې ټولنې غړي هېوادونه د نړۍ والو سوداګریزو لارو په اوږدو کې مهم موقعیتونه لري او د لا ډېرې پراخې اقتصادي همکارۍ فرصتونه ډېر لېدل کیږي.
خو د غړو هېوادونو تر منځ سیاسي شخړې، په ګمرکي سیسټمونو او سوداګریزو قانونو کې ستونزې او د پرمختګ د کچ توپیرونه د لا ډېرې پراخې اقتصادي همکارۍ پر وړاندې لوی خنډونه بلل کیږي.



















