ولې یوه ښځه د بنګله‌ دېش او هند پر پوله ایساره پاتې ده؟

دغه ښځه د بنګله دېش او هند د پولو ترمنځ سیمه کې ایساره پاتې ده او تر اوسه یې یو هېواد هم منلو ته چمتو نه ښکاري.
د عکس تشریح، دغه ښځه د بنګله دېش او هند د پولو ترمنځ سیمه کې ایساره پاتې ده او تر اوسه یې یو هېواد هم منلو ته چمتو نه ښکاري.
    • Author, سجل داس بي بي سي - بنګله
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

یوه ښځه د بنګله‌ دېش او هند ترمنځ د پولې په صفري نقطه سیمه کې تر شنه اسمان لاندې، پر وچو وښو له یوې نرۍ کمپلې سره ناسته لیدل کېږي.

په همدې حال کې، د پولې دواړو غاړو ته د بنګله‌دېش سرحدي ځواک (بي جي بي) او د هند سرحدي امنیتي ځواک (بي اېس ایف) د دې موضوع په تړاو سخت دریځونه خپل کړي دي.

دا وضعیت له تېرو څلورو ورځو راهیسې د جمشېدپور د دیوان ګنج ولسوالۍ یا ضلعې اړوند پاتارار چار سرحدي سیمه کې، چې د بنګله‌ دېش او هند له پولې سره نږدې ده، دوام لري.

دې پېښې پراخ بحثونه راپارولي دي او ګڼو کسانو په ټولنیزو رسنیو او سیمه‌ ییزو رسنیو کې د دغې ښځې په اړه مطالب خپاره کړي دي.

دغه ښځه د سې‌ شنبې له سهار راهیسې د پولې په صفر نقطه کې ایسار پاتې ده، نه بنګله‌ دېشي او نه هم هند چارواکي چمتو کېږي، چې هغه د خپل هېواد تبعه ومني.

د بنګله‌ دېش سرحدي ځواک ویلي چې د هند سرحدي امنیتي ځواکونو هڅه کړې وه دغه ښځه په زور د بنګله‌ دېش خاورې ته داخله کړي، خو د سیمې اوسېدونکو او د بنګله‌ دېش سرحدي ځواکونو د هغې د ناقانونه داخلېدو مخه ونیوله.

د دې ستونزې د حل لپاره د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ غیررسمي خبرې شوې، خو د رپوټونو له مخې کومه پایله یې نه درلوده او د جمعې تر ماسپښین پورې دواړه لوري پر خپلو دریځونو ټینګ ولاړ وو.

د یادونې ده، چې د دې رپوټ خپرېدو تر مهاله د هند د سرحدي امنیتي ځواک له لوري کوم غبرګون نه و ورکړل شوی.

خو د بنګله دېش له لوري د ډګرمن حسن الرحمان له قوله ویل شوي، چې د ګاونډي هند له پوله ساتو ځواکونو سره په دې هکله خبرې روانې دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د جمعې تر ماسپښین پورې یې دې ښځې ته څه خواړه او اوبه ورکړي.
د عکس تشریح، د سیمې اوسېدونکي وايي، د جمعې تر ماسپښین پورې یې دې ښځې ته څه خواړه او اوبه ورکړي.

بل لور د بنګله‌ دېش او هند ترمنځ د پولې په صفري نقطه کې د پاتې دې ښځې هویت تر اوسه نه دی تائید شوی.

د بنګله‌ دېش سرحدي ځواک او د هند سرحدي امنیتي ځواک په اړه متضادې ادعاوې کوي چې نوموړې د بنګله‌ دېش تبعه ده که د هند، خو د دواړو لوریو له ادعاوو سره سره، هېڅ یو هېواد چمتو نه دی چې دې ښځې ته خپلې خاورې ته د ننوتلو اجازه ورکړي.

د جمعې ورځې ماسپښين مهال د پتھرار چار پولې ته نږدې د سيمې اوسېدونکو وويل، چې د دې پېښې له رامنځته کېدو راهيسې دوی دغې ښځې ته وريجې، بسکټ او ډوډۍ رسولې وه، خو د جمعې په ورځ دا کار هم نور شونی نه و.

د سيمه‌ييزو رسنيو ځينو خبريالانو د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو د سرتېرو په شتون کې له دغې ښځې سره خبرې کړې دي.

له دغو خبريالانو څخه يو، د جموالپور خبريال جي‌ اېم فتيع‌الحق حفيظ بابو، بي‌بي‌سي بنګله دېش څانګې ته ويلي چې ښځه ونه توانېده خپل کره ادرس بيان کړي.

ښاغلي بابو وويل: "هغې خپل نوم فوجي بېګم، د پلار نوم حنيف او عمر شاوخوا ۳۰ کاله ياد کړ. يو ځل يې وويل چې کور يې د بنګله‌دېش په پيروجپور سیمه کې دی، بيا يې جالوکاتي ياد کړ او وروسته يې وويل چې د بريسال اوسېدونکې ده."

نوموړي ادعا هم وکړه چې د ښځې په څرګندونو کې تضاد و.

هغه بي‌بي‌سي بنګله دېش ته وويل: "له ليدو او خبرو وروسته داسې ښکارېده چې د هغې رواني حالت عادي نه دی. هغه د صفر نقطې په سيمه کې په غيرانساني شرايطو کې ژوند کوي. د هند سرحدي ځواک نه پرېږدي چې هغې خوا ته لاړه شي او د بنګله‌دېش سرحدي ځواک هم نه پرېږدي چې دې خوا ته راشي."

له ۲۰۲۴ کال وروسته، چې په بنګله‌دېش کې سیاسي واک بدل شو، د بنګله‌دېش او هند اړیکې پیکه شوې.

له هغه راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي سیمو کې د بېلابېلو پېښو له امله ځینې کړکېچونه هم رامنځته شوي.

په ځانګړې توګه، د دواړو هېوادونو پوله ساتو ځواکونو څو ځله د پولې له لارې د خلکو ناقانونه اوښتو د پېښو پر سر له یو بل سره مخامخ دریځ غوره کړی دی.

بنګله‌دېش په څو مواردو کې پر ګاونډي هند تور لګولی چې خلک په زور د پولې هغې غاړې ته اړوي او د بنګله‌دېشي وګړو په نوم یې بنګله‌دېش ته استوي.

دې بهیر ته "پش اِن" ویل کېږي، خو د هند سرحدي ځواک تل دا تورونه رد کړي دي.

دا موضوع څو ځله د بنګله‌دېش په پارلمان کې هم راپورته شوې او حکومت هم د اپوزیسیون له لوري په دې اړه له پوښتنو سره مخ شوی دی.

په دې وروستیو کې د بنګله‌دېش د کورنیو چارو وزیر صلاح‌الدین احمد پارلمان ته ویلي چې د حکومت د لارښوونو له مخې د سرحدي ځواکونو د سخت دریځ له امله له ګاونډي هېواده د "پش اِن" پېښې د لنډمهالي حکومت د دورې پرتله پاموړ کمې شوې دي.