عمران خان د بېړنۍ درملنې غوښتنه وکړه: "ښايي ژوندی بېرته راستون نه شم"

عمران خان په خپل لیک کې د سملاسي طبي درملنې غوښتنه کړې، خو چارواکي وایي چې په منظم ډول د هغه طبي معاینات کېږي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
د عکس تشریح، عمران خان په خپل لیک کې د سملاسي طبي درملنې غوښتنه کړې، خو چارواکي وایي چې په منظم ډول د هغه طبي معاینات کېږي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان چې د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې بندي دی، د بېړنۍ طبي درملنې غوښتنه کړې او په خبره یې د ده او د مېرمنې روغتیايي وضعیت یې مخ په خرابېدو دی.

د کرېکټ پخواني ستوري او سیاستوال عمران خان په هغه لیک کې چې د ده وکیل سلمان صفدر خپور کړی، لیکلي:

"په ۷۴ کلنۍ کې دې پرلپسې وضعیت زه داسې پړاو ته رسولی یم چې ښايي له هغه ځایه ژوندی بېرته راونه ګرځم."

عمران خان، چې له ۱۰۰ په زیاتو قضیو کې تورن دی، د ۲۰۲۳ کال له اګست راهیسې په زندان کې دی.

د هغه مېرمن، بشرا بي بي هم تېر کال له هغه سره یوځای بندي شوه. عمران خان وایي چې د فساد او د دولتي ډالیو د پلور په ګډون ټولې قضیې د سیاسي موخو له مخې جوړې شوې دي.

د تېر یوه کال په ترڅ کې د عمران خان د روغتیا په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د هغه کورنۍ ادعا کوي چې د زندان د چارواکو د ناغېړۍ له امله یې د ښۍ سترګې ډېره برخه لید له لاسه ورکړی دی.

عمران خان په خپل لیک کې لیکلي او ادعا یې کړې چې ډاکټرانو ورته ویلي، دی د دماغي وینې بهېدو او د زړه د ناڅاپي درېدو له جدي خطر سره مخامخ دی، او زړه یې لا له وړاندې زیان لیدلی دی.

هغه د خپلې مېرمنې بشرا بي بي په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ادعا یې کړې چې نوموړې د اپرېل په میاشت کې د سترګې د شبکې (رېټینا) له جلا کېدو سره مخامخ شوې وه او په پټه یې جراحي کړې ده.

د عمران خان د ادعا له مخې، که بله جراحي ترسره نه شي، ښايي بشرا بي بي خپل لید هم له لاسه ورکړي.

عمران خان لیکلي: "ما په ګڼو قضیو کې له سختو حقوقي مبارزو سره مقابله کړې او هېڅکله نه یم درېدلی، خو نظام له ما سره د انصاف کول بند کړي دي."

د یادونې ده چې پخوانی لومړی وزیر عمران خان تېره اوونۍ د نومبر ۱۰مې او ۱۱مې نېټې په شپه هم د اسلام‌اباد د پاکستان انسټیټیوټ اف میډیکل ساینسز (پمز) روغتون ته لېږدول شوی و، چې د دې ادارې په وینا هلته یې طبي معاینه او د سترګو د درملنې تعقیبي کتنه ترسره شوې وه.

د پمز د اعلامیې له مخې، د سترګو د متخصص ډاکټر په سپارښتنه د عمران خان طبي معاینه وشوه، چې پکې د هغه د سترګو روغتیا ارزونه هم شامله وه.

عمران خان تور پورې کړی، چې په زندان کې له چا سره د لیدو اجازه نه ورکول کېږي.
د عکس تشریح، عمران خان تور پورې کړی، چې په زندان کې له چا سره د لیدو اجازه نه ورکول کېږي.

عمران خان دغه راز ادعا کړې چې دی هره ورځ ۲۲ ساعته یوازې ساتل کېږي. د هغه په وينا، له کورنۍ سره د لیدو او دغه راز کتابونو او ټلوېزیون ته له لاسرسي محروم شوی.

هغه وايي چې په تېرو یو کال کې یې یوازې څلور ځله له خپلو وکیلانو سره د لیدو فرصت ترلاسه کړی دی.

عمران خان په خپل لیک کې لیکلي: "زه به یوازې په داسې حال کې وکولای شم خپله بې‌ګناهي ثابته کړم، که ژوندی پاتې شم."

پخواني لومړي وزیر په خپل لیک کې لیکلي چې ده خپل ژوند د روغتونونو جوړولو او بې وزلو خلکو ته د وړیا درملنې برابرولو لپاره وقف کړی، خو نن یوازې د ځان او خپلې مېرمنې لپاره د درملنې او انصاف غوښتنه کوي.

د عمران خان په وینا، هغه کوم ځانګړی امتیاز نه غواړي، بلکې یوازې د سترې محکمې د حکمونو پلي کېدل او د مناسبو طبي اسانتیاوو برابرېدل غواړي.

هغه په لیک کې لیکلي: "که ژوندی پاتې شم، خپله بېګناهي به ثابته کړم."

عمران خان د خپل لیک په پای کې د سترې محکمې، فدرالي اساسي قانوني محکمې او د اسلام‌آباد عالي محکمې له مشرانو قاضیانو غوښتي چې تر ناوخته کېدو مخکې ورته انصاف برابر کړي.

ښاغلي خان دغه پرانیستی لیک د خپل مدافع وکیل سلمان صفدر په لاس استولی، چې نوموړي پر خپله اېکس پاڼه هم خپور کړی.
د عکس تشریح، ښاغلي خان دغه پرانیستی لیک د خپل مدافع وکیل سلمان صفدر په لاس استولی، چې نوموړي پر خپله اېکس پاڼه هم خپور کړی.

خو د پاکستان پارلماني چارو فدرالي وزیر طارق فضل چودري د عمران خان لیک "له حقایقو سره په ټکر کې" بللی او ادعا یې کړې چې د پخواني لومړي وزیر روغتیا ته کوم خطر نه شته. هغه وايي، عمران خان ته په زندان کې ټولې اسانتیاوې برابرې شوې دي، ان دا چې د خپلې خوښې خواړه هم ورکول کېږي.

هغه خبریالانو ته وویل: ''دا مهال په پاکستان کې دوی تر ټولو ډېر امتیاز لرونکي بندیان دي.''

هغه ادعا کړې چې عمران خان د سیاسي غچ اخیستنې له امله نه، بلکې د ۱۹۰ میلیونه پونډو قضیې کې د سزا له امله زنداني دی او د دې قضیې شواهد پیاوړي دي.

طارق فضل چودري د طبي اسانتیاوو د نه شتون، یوازیتوب بند او په زندان کې د اسانتیاوو د نشتوالي اړوند تورونه هم رد کړل.

د چارواکو په وینا، خان یوه اوونۍ مخکې د سترګې د پیچکارۍ لپاره یوه دولتي روغتون ته وړل شوی و، چې هلته ډاکټرانو د هغه روغتیايي وضعیت باثباته اعلان کړ.

عمران خان د دوه زره درویشتم کال نه د درغلۍ د تورونو له امله بندي دی او پر ضد یې ګڼې دوسیې په بېلابېلو محکمو کې روانې دي،. خو عمران خان د دې قضیه انګېزه سیاسي ګڼي او ردوي.

عمران خان

عمران خان، چې پخوا د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې کپتان و، له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۲ پورې د پاکستان د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې د هغه نیول کېدو د هغه د پلویانو پراخ او تاوتریخجن اعتراضونه راوپارول. معترضانو په لاهور کې د قول اردو د قوماندان پر استوګنځي یرغل وکړ، ګران بیه څیزونه یې ویجاړ کړل او فرنیچر، انځورونه او ان طاووسان یې له ځان سره یوړل.

په هغو اعتراضونو کې لږ تر لږه اته کسان ووژل شول او پوځ د وضعیت د کنټرول لپاره راوبلل شو.

سره له دې چې عمران خان په زندان کې دی، خو لا هم د پاکستان په سیاست کې اغېزمن شخصیت ګڼل کېږي.

د اکتوبر په لومړیو کې د هغه زرګونو پلویانو د څو ورځني لاریون په ترڅ کې سړکونو ته راووتل او د هغه د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه. وروسته چارواکو د اعتراضونو پر ضد د سختو اقداماتو امر وکړ او د تحریک انصاف ګوند په قوي مرکز، خیبر پښتونخوا ایالت کې یې بېړنی حالت نافذ کړ.

په وروستیو میاشتو کې د نړۍ یو شمېر پخوانیو کرېکټ لوبډلمشرانو هم د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف غوښتنه کړې چې عمران خان ته مناسبې طبي اسانتیاوې برابرې کړي.