ولې یمني ځواکونه په یوه مهمه سیمه کې شاتګ ته اړ شوي؟

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
- Author, کاتې واټسن-بیت المقدس او اولیویا ائرلنډ
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
د سعودي عرب په ملاتړ د یمن حکومت پلوه ځواکونو ویلي، له هغې سیمې خپل ځواکونه باسي چې پر ستراتیژیک اهمیت لرونکي باب المندب تنګي برلاسی لري، او دا سیمه د ایران ملاتړ لرونکي حوثي غورځنګ تر کنټرول لاندې پرېږدي.
د یمن پوځ وايي، خپل سرتېري ځکه د سره سمندر په سویلي برخه کې د دې مهمې سمندري لارې له ساحې بېرته ځای پر ځای کوي، چې د هېواد د لنډمهالي پلازمېنې عدن دفاع پیاوړې کړي.
د ځواکونو دغه لېږد هغه څو اوونۍ اوږده عملیات پای ته رسوي چې هدف یې باب المندب تنګي ته څېرمه سیمو بېرته نیول وو.
حوثیانو دغه سیمه د سپتمبر میاشتې په ناڅاپي بریدونو کې نیولې وه، چې ورسره د تېلو پر نړیوالو صادراتو فشار زیات شو او زرګونه کسان د خپل کور- کلي پرېښودلو ته اړ شول.
د حوثیانو اړوند رسنیو پر یکشنبه راپور ورکړ چې دغې ډلې پر یادې سیمې بشپړ کنټرول ترلاسه کړی دی. سعودي عرب تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
حکومتي ځواکونو د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې په داسې حال کې چې هڅه یې کوله له حوثیانو څخه مهمې سیمې بېرته ونیسي، ویلي وو چې دوی باب المندب تنګی "خوندي" کړی دی.
حوثیانو بیا ادعا کړې وه چې تر دې یوه میاشت مخکې یې د باب المندب تنګي په خوله کې موقعیت لرونکې پریم ټاپو او دغه راز د ستراتیژیک بندري ښار المخا (موخا) په ګډون ځینې مهمې سیمې نیولې دي.

د عکس سرچینه، BBC/Lee Durant
خو د سعودي عرب په ملاتړ جنګېدونکو ځواکونو، چې د یمن د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت پېژندل شوي حکومت په استازیتوب جګړه کوي، د یکشنبې په ورځ وویل چې دوی خپل ځواکونه له یادې سیمې باسي چې په نورو سیمو کې پوځيان پیاوړي کړي، او زیاته یې کړه چې عدن یې "لومړیتوب" دی.
د سویلي وسله والو ځواکونو په اعلامیه کې ویل شوي چې ځواکونه د ذوباب هوايي ډګر او د باب المندب له سیمې ایستل کېږي.
اعلامیه زیاتوي چې دا پرېکړه د "جبهو د پیاوړتیا او د شته ګواښونو د مخنیوي" په موخه شوې ده.
په اعلامیه کې راغلي:
"دا ګام د پلازمېنې عدن او ګاونډیو ولایتونو د خوندیتوب د لومړیتوب له امله پورته شوی، چې لومړۍ کرښې پیاوړې او شته امنیتي ګواښونه مهار شي."
حوثیانو ویلي وو چې کله یې د باب المندب تنګي سیمه ونیوله، له دې مهمې سمندري لارې تېرېدونکو نړیوالو بېړیو ته به هېڅ ګواښ نه وي، خو ټینګار یې کړی و چې د سعودي عرب اړوند بېړۍ به بیا هم په نښه کوي.
خو د دې سیمې نیول کېدو د تېلو په نړیوالو بازارونو کې د بیو په لوړېدو کې ونډه لرله، ځکه وروسته له هغه چې له ایران سره د امریکا او ایران له جګړې وروسته هرمز تنګی عملًا وتړل شو، سعودي د خپلو تېلو صادراتو لپاره پر سره سمندر تکیه کوله.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ویاندې روینا شمدا ساني له ټولو ښکېلو خواوو وغوښتل چې ملکي وګړي او ملکي تاسیسات خوندي وساتي.
هغې وویل، له اګست میاشتې راهیسې د جګړو له زیاتېدو وروسته، له ثبت شویو ملکي تلفاتو څخه تر ۶۰ سلنې زیات قربانیان ښځې او ماشومان دي.
حوثیانو په وروستیو اوونیو کې څو ځله پر عدن ښار بریدونه کړي دي، چې د اکتوبر د ۱۵مې هغه برید هم پکې شامل و چې د ولسمشرۍ ماڼۍ یې په نښه کړه. په دغه برید کې پنځه کسان ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.
په داسې حال کې چې حوثیانو د سعودي پر ښارونو او بنسټیزو تاسیساتو سلګونو بې پیلوټه الوتکې او توغندي توغولي، سعودي عرب په ځواب کې سلګونه هوايي بریدونه وکړل.
ملګرو ملتونو اټکل کړی چې د جګړو له پراخېدو وروسته په یمن کې نږدې ۳۳۰ زره کسان بېځایه شوي دي او راپورونه ښيي چې په دې نښتو کې سلګونه کسان وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
یمن له ۲۰۱۴ کال راهیسې د یوې ویجاړوونکې کورنۍ جګړې ښکار دی. دغه جګړه هغه مهال پیل شوه چې حوثیانو د هېواد پلازمېنه صنعا ونیوله او حکومت یې له واکه لېرې کړ.
شخړه په ۲۰۱۵ کال کې هغه مهال لا پسې پراخه شوه، چې د سعودي عرب په مشرۍ د عربي هېوادونو ائتلاف د حکومت د واک د بېرته ټینګولو لپاره پوځي مداخله وکړه.
وروسته له هغه چې حوثیانو د سعودي عرب پر ضد د "سمندري بندیز" اعلان وکړ او د سعودي پر هوايي ډګرونو، د تېلو پر تاسیساتو او د سره سمندر پر نفت لېږدونکو بېړیو یې د توغندیو او ډرونونو بریدونه پیل کړل، څلور کلن غیررسمي اوربند د روان کال په جولای کې له کمزوري کېدو سره مخ شو.
حوثیانو ویلي چې دا بریدونه د هغو اقداماتو په غبرګون کې دي چې د دوی په وینا، سعودي عرب د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې پر بندرونو او هوايي ډګرونو بندیزونه لګولي دي.
دوی دغه راز ادعا کړې چې پر صنعا هوايي ډګر شوی هوايي برید، چې پړه یې پر سعودي عرب اچوي، د دغو عملیاتو یو بل لامل و.






















