د طالبانو حکومت وایي، د هېچا مداخله نه مني

کابل کې د طالبانو د مشر د فرمانونو په تړاو غونډه
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د طالبانو حکومت لوړو زدکړو وزارت په کابل کې د خپل مشرتابه د فرمانونو اغېزو په اړه څلور ورځنی "علمي ـ څېړنیز کنفرانس" جوړ کړی دی.

کابل پوهنتون کې د دغه جوړ شوي کنفراس پر لومړۍ ورځ د طالبانو حکومت بېلابېلو مشرانو د مولوي هبت‌الله اخندزاده د فرمانونو پر شرعي، ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اغېزو ویناوې او همدا راز د اسلامي نظام پر پیاوړتیا او د شرعي احکامو پر پلي کېدو ټینګار وکړ.

د طالبانو حکومت وايي، په دغه کنفرانس کې زرګونو علماوو، د پوهنتونونو استادانو، څېړونکو او چارواکو برخه اخیستې ده.

دا کنفرانس اصلآ د وردګو پوهنتون لخوا جوړ شوی دی.

د دغه پوهنتون رییس شیخ محمد عابد حقاني وايي، دغه کنفرانس ته له ۱۸۰۰ ډېرې علمي مقالې وړاندې شوې وې چې شاوخوا زر مقالې ترې له هر اړخیزې ارزونې وروسته منل شوې او په ۷۵ ټولګو کې چاپ شوې دي.

د طالبانو حکومت قاضي القضات مولوي عبدالحکیم حقاني د دغه کنفرانس په پرانیستونکې غونډه کې وویل چې "د اسلامي نظام له حاکمېدو سره افغانان له ګڼو ستونزو او بدبختیو خلاص او له ۵۰ کلونو وروسته د سمتي، ژبنیو او نژادي توپیرونو له پامه غورځولو سره د یوه مشر تر قیادت لاندې متحد شوي دي."

هغه زیاته کړه: "موږ د هېچا مداخله نه منو او نه یې مداخله شته، دا نظام د قربانیو او د الله ج په نصرت حاکم شوی دی."

ده د امنیت ټینګښت د اسلامي نظام تر ټولو مهمه لاسته راوړنه وبلله.

د طالبانو حکومت د لومړي وزیر اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل چې د اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) له راتګ سره په افغانستان کې "ژبني او سمتي اختلافات له منځه" تللي.

عبدالسلام حنفي‌

هغه زیاته کړه: "مجاهدینو له فتحې وروسته داسې کسان ونیول، چې ۱۲۰ تنه مجاهدین یې شهیدان کړي وو، خو هېڅ یې ورته ونه ویل او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه عفوې ته یې درناوی وکړ ."

هغه وویل، چې د طالبانو تحریک بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد هم د "فساد او وحشت خلاف" راپاڅېدلی و.

د طالبانو حکومت عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي د پوهانو او څېړونکو لخوا دغه کنفرانس لپاره د مقالو لیکل راتلونکو نسلونو لپاره ستر علمي خدمت وباله.

هغه وویل: "الله تعالی د ځمکې پرمخ هېڅ نبي بې له قانون څخه نه دی رالېږلی او کله چې قانون وي، هلته بیا نظام حتمي وي او بې له قانون څخه نظام شتون نه لري. الحمدلله موږ قانون او نظام دواړه لرو."

نوموړي زیاته کړه، نظام په قانون پېژندل کېږي، "که قانون شرعي وي، نو نظام شرعي‌ دی. که قانون غیر شرعي او وضعي قانون وي، نو په دې پوه شه چې نظام غیر شرعي او وضعي نظام دی."

د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم دغه کنفرانس ته وینا وکړه.

سراج الدین حقاني‌
د عکس تشریح، سراج الدین حقاني ویلي، خلکو ته باید صحیح معنا خدمت وکړو او له ځانه یې منتفر نه کړو

هغه وویل: "هغه یوه مرحله، چې څومره قربانۍ او تکلیفونه وشول، څومره ستونزې او مشکلات تېرل شول، هغه په کامیابۍ سره الحمد‌الله پای ته ورسېدله. دا دویمه مرحله یې چې موږ اوس په لوی ازمایش او امتحان کې یو، دا تطبیق د شرعي نظام او اسلامي نظام لپاره عملآ کار دی."

ښاغلي حقاني وویل:"کامیابي زموږ ستاسې په اتحاد او وحدت کې ده."

هغه زیاته کړه، دا نظام د دې لپاره دی، چې خلکو ته په صحیح معنی خدمت وکړو،‌ د خلکو مشکلات واورو او خلک له ځانه منتفر نه کړو.

د میدان وردګو والي مولوي خیرالله خیرخواه بیا په خپله وینا کې ټینګار وکړ، چې د اوسني نظام پر وړاندې د ګواښونو او ننګونو د مخنیوي او د دغه نظام پایښت او پیاوړتیا لپاره هڅې وشي.

هغه وویل: "افغانستان د ځمکې پر مخ یوازینۍ جغرافیه ده چې اسلامي نظام پکې حاکم دی، نو موږ باید له دې فرصته د اسلامي نظام د استحکام او بقا لپاره اعظمي ګټه واخلو او د سلو او زرو کلونو غمه وخورو."

ځینو نورو کډوالو بیا د دغه کنفرانس جوړېدل د امر بالمعروف پلي کېدو او د ټولنې د فکري او اخلاقي روزنې لپاره مهم وبلل.