په خوږو کې بم؛ "له ژوولو سره یې په خوله کې چاودنه وشوه"

یو وېن ډوله امبولانس برېښي چې مخ ته یې دوه کسه تېرېږي.
د عکس تشریح، راجېندر بروتیا د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوی و خو هلته یې ساه ورکړې.
    • Author, وېشنو کانت تیواري
    • دنده, بي‌بي‌سي هندي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

یادونه: د دغه خبر ځینې جزیات مو ښايي وځوروي.

۳۵ کلن راجېندر بروتیا ته خپل یوه ملګري رس‌ګوله ورکړې وه چې یو ډول خواږه یا ګرده میټايي ده، هغه چې څنګه خولې ته اچولې او ژوولې نو په خوله کې یې چاودنه شوې.

دا پېښه همدا روانه اوونۍ د هند د مدیه پردېش ایالت په ډنډوري نومي سیمه کې شوې ده.

د راجېندر ښځه وايي چې له چاودنې سره د هغه ژامه شکېدلې وه او مخ یې د پېژندو نه و.

دغه سړی په بېړه روغتون ته وړل شوی و خو هلته د درملنې پر مهال مړ شو.

پولیس وايي چې هغه ته یې د رام بګت سېنګ په نوم خپل یوه ګاونډي ملګري رس‌ګوله یا ګلاب‌جامن ورکړی و چې کوچنی بم پکې ایښی و.

دا ډول په کور دننه جوړ شوي واړه ماینونه یا بمونه په هند کې د خنځير او نورو ژوو د ښکارولو لپاره کارول کېږي.

د هند ځايي پولیسو اوس د راجېندر د وژنې په تور دوه تنه نیولي دي. په رس‌ګولې کې د بم اېښودونکي رام بګت سېنګ ترڅنګ یې هغه کس هم نیولی چې دا ماین یې په ځنګل کې موندلی و.

د ډنډوري سیمې د تاڼې مسؤل افسر دورګا پرساد ناګپورې بي‌بي‌سي هندي ته ویلي چې د پېښې پلټنه روانه ده.

د ویډیو تشریح، په خوږو کې بم؛ "له ژوولو سره یې په خوله کې چاودنه وشوه"

"زما مېړه ته یې د ځناورو د ښکار لپاره کارېدونکی بم ورکړی و"

یوه ښځه په غمجن انداز کې ناسته ده او له سترګو یې بهېدلې اوښکې هم ښکاري.
د عکس تشریح، د وژل شوي راجېندر ښځه سوشیلا بايي وايي چې رام بګت یې له مېړه سره د دیوالي په اړه خبرې کولې او وروسته یې یوه رس‌ګوله ورکړه چې ویې څکي. هغه چې څنګه خولې ته یووړه او ویې ژووله نو په خوله کې یې چاودنه وشوه".

د ښاغلي‌ پرساد په وینا، پېښه ماښام مهال په داسې وخت کې شوې چې راجېندر بروتیا له خپلې کورنۍ سره د نغري ترڅنګ ناست و. په همدې وخت کې یې ګاونډی بګت سېنګ ورغلی، ترڅنګ یې ناست دی او د ټوکو ټکالو په وخت کې یې له جېبه یو ګرد شی رایستلی، هغه ته یې ویلي چې دا رس‌ګوله ده او خوند یې وڅکه.

د راجېندر ښځه سوشیلا بايي بي‌بي‌سي هندي ته ویلي، "رام بګت زما مېړه سره د دیوالي جشن په اړه خبرې کولې او بیا یې ورته وویل چې د رس‌ګولې خوند وڅکي. هغه چې څنګه خولې ته کړه او ویې ژووله نو ناڅاپه درځ شو او په خوله کې یې چاودنه وشوه".

سوشیلا وايي‌ چې مېړه ته یې په خوږو کې د ځناورو د ښکارولو لپاره کارېدونکی بم ورکړل شوی و چې هغه یې وواژه.

دا څنګه بم دی؟

یو افسر چې خپل خړ یونیفورم یې اغوستی، ناست دی او مخ ته د رسنیو مایکونه ورته ايښي دي.
د عکس تشریح، پولیس وايي چې تر اوسه یې داسې شواهد نه دي‌ موندلي چې د دغو کسانو ترمنځ دې کومه بدي یا دوښمني وي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، له نیول شوو کسانو یې یوه دغه بم په ځنګل کې موندلی و. هغه رام بګت سېنګ ته ورکړی و چې وروسته یې راجېندر سېنګ ته د رس‌ګولې په نوم څکلو یا خوړلو ته ورکړی و.

په اصل کې دا کوچني بمونه د مرکزي هند په ځینو کلیوالو سیمو کې د ځنګلي خنځيرانو د وژلو لپاره کارول کېږي او د "خنځير وژونکي" یا "پګ بم" په نوم یادېږي.

دا ډول چاودېدونکي توکي په خوراکي توکو کې پټول کېږي او د ژوو د ښکار لپاره په ځنګل کې اېښودل کېږي.

کله چې کوم ژوی یا ځناور هغه خواړه تر خولې ورسوي او وژويي نو په خوله کې یې چاودنه وشي او ووژل شي.

په عکس کې ګڼې ښځې او څو نارینه ښکاري چې غمجن دي، ‌ځینې یې پر ځمکه ناست او ځینې ولاړ دي.

د هند د اېندور سیمې د چاودېدونکو توکو یو کارپوه شارد سروټې بي‌بي‌سي هندي ته ویلي چې په دغو کوچنیو بمونو کې داسې نرم توکي کارول کېږي چې له ژوولو یا پرې د غاښونو له ټینګولو سره په چټکۍ ګاز پيدا کوي او چې زور پرې راشي نو چوي.

د ده په وینا، دا ډول بمونه د غاښونو د کریمو غوندې نرم وي او غټوالی یې په ښادیو او جشنونو کې د کارېدونکو کوچنیو پټاکیو هومره وي.

ښاغلی پرساد وايي، "عموماً دا ډول چاودېدونکي توکي د یوې وړې چاودنې په موخه کارول کېږی. د ځنګلي ژوو د ښکارولو لپاره همدومره وړه چاودنه بس وي چې تر خولې پرته یې نور بدن او غوښه خرابه نه شي. نو که دا بم د هر چا خولې ته ورشي او غاښ پرې ټینګ شي، چاودنه کوي او خوله یې سخته ژوبلوي".

امنیتي چارواکي وايي چې د پېښې له ځایه د چاودلي بم نمونې راټولې کړای شوې دي چې معلومه کړي، څه ډول توکي پکې کارول شوې دي.

دوی همدراز ویلي چې په لومړنیو پلټنو کې تر اوسه دا نه ده ثابته شوې چې د دغو کسانو ترمنځ خو به کومه پخوانۍ بدي یا دوښمني‌ نه وي خو په وینا یې، په دې اړه لا ډېر تحقیق ته اړتیا ده.