د نارینه وو پرتله ښځې له پانګونې ښه ګټه ترلاسه کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ویل اسمیل، فیل لیک و جس کار
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
ځینې نړیوالې څېړنې ښيي، هغه مېرمنې چې په خپلو پیسو پانګونه کوي، په اوږدمهال کې د نارینه وو په پرتله لږ څه ډېره ګټه ترلاسه کوي.
خو، بل راپور ښيي، چې بریتانیا کې د پانګونې په برخه کې د نارینه وو په پرتله د ښځو شمېر کم دی.
موږ د دغو بهیرونو تر شا شته ارقام او معلومات څېړلي دي؛ هغه معلومات چې د ښځو او نارینه وو د پانګونې په طرز او دې برخه کې د هغوی د چلند په اړه په زړه پورې توپیرونه څرګندوي.
یوه انګرېزه مېرمنه تلري ایوانز وایي، ۲۵ کلنه وه چې د کور د پېرلو لپاره یې په یوه ځانګړي سپمايي بانکي حساب کې د پیسو سپمول پیل کړل.
څو کاله وروسته یې د اوږدمهاله پانګونې لپاره په بانک کې د پیسو د ساتلو او سپما لپاره بل حساب یا اکونټ جوړ کړ.
کله چې هغه ۳۳ کلنه شوه۴۰ زره پونډه یې سپما کړې وه، په دې کې اته زره پونډه هغه ګټه وه چې بانک ورته ورکړې وه.
هغه وايي: "ما په ډېرې سختۍ او سپما سره پیسې ټولولې او د دې مودې نیمايي برخه مې د خپلې مور په کور کې ژوند وکړ."
د کارډیف ښار دغې دولتي کارکوونکې د روان کال په لومړیو کې د ژوند له ملګري سره یوځای، له خپلو سپما شویو پیسو څخه د کور د پېرلو لپاره ګټه پورته کړه.
د یوې څېړنې له مخې، بریتانیا کې یوازې ۲۶ سلنه ښځې پانګونه کوي، او د ۴۵ کالو د کم عمره ښځو ترمنځ دا کچه ۲۳ سلنې ته راټیټېږي.
په مقابل کې له ټولو نارینه وو څخه ۴۱ سلنه یې پانګونه کوي، او د ۴۵ کالو د کم عمر لرونکو نارینه وو ترمنځ هم دا کچه نږدې ثابته، یعنې ۴۰ سلنه ده.
نو ولې د پانګونه کوونکو ښځو شمېر د نارینه وو په پرتله لږ دی؟
بریتانیا کې د ښځو له خوا د اداره کېدونکې پانګونې کمپنۍ مینټ ونچرز (Mint Ventures) بنستګره او اجرائیوي مشره ګیلین فلمینګ په وینا، د دې توپیر لامل تر ډېره کلتوري عوامل دي.
هغه زیات وي: "په تاریخي لحاظ، نارینه وو تر ډېره د کورنۍ د پانګونې د پرېکړو مسؤلیت لاره او ښځو هم عموماً د شتمنۍ لږه برخه په واک کې لرله، خو اوس دا وضعیت د بدلون په حال کې دی."
هغې زیاته کړه: "د پیسو او شتمنۍ د رامنځته کولو موضوعات هغه څه نه دي، چې ښځې یې معمولاً په اړه خبرې اترې وکړي، او موږ غواړو چې دا وضعیت بدل کړو."

د عکس سرچینه، Teleri Evans
هغه ښځې چې پانګونه کوي
تلري وايي، په دې وروستیو کې یې د دغه وضعیت د بدلون نښې لیدلې دي.
هغه وايي: "پانګونه بې له شکه هغه موضوع ده، چې ښځې اوس په اړه یې خبرې کوي. زما د ملګرو په ډله کې هم همداسې ده. "
کله چې ښځې د ونډو په بازار او نورو برخو کې پانګونه کوي، داسې ښکاري، چې د هغوی فعالیت د نارینه وو په پرتله لږ څه ښه دی.
د فېډلېټي انټرنېشنل (Fidelity International) شرکت یوې څېړنې ښودلې، چې د دغه شرکت ښځینه پېرودونکو د درېیو کلونو په موده کې ۵۰ سلنه مجموعي عاید ترلاسه کړی، په داسې حال کې چې د نارینه وو د عاید کچه ۴۷ سلنه وه.
دغه څېړنه د دې توپیر لامل نه دی روښانه کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
ولې ښځې ښې پانګوالې دي؟
- دا چې ښځې د نارینه وو په پرتله ښه پانګونه کولای شي او څه نا څه ډېره ګټه ترلاسه کولای شي نو یو احتمالي لامل یې د هغوی د پېر او پلور شمېر کېدای شي.
د بارکلیز بانک معلومات ښيي، چې ښځې د نارینو پرتله نږدې نیمایي راکړې ورکړې کوي.
- په لندن کې د ورک سایکالوجیسټس (Work Psychologists) مؤسسې سوداګریزه ارواپوهه، جوانا فلوېډ وايي، ښايي د دې لامل دا وي، چې ښځې ډېرې صبرناکې دي او له خطر سره لږه لېوالتیا لري.
هغه وايي: "څېړنې ښيي، چې نارینه پانګهوال د ښځو پرتله ډېرې راکړې ورکړې کوي او د لوړې ګټې په لټه کې وي، خو په حقیقت کې ښځې دي، چې ډېره ګټه ترلاسه کوي. "
- دا وایي، ښځې پر خپلو پرېکړو ډېر فکر کوي او د هرې موضوع څو اړخونو ته ګوري.
د هغې په وینا: "هغه ټکي چې پیل کې ښځې د پانګونې بازار ته له ننوتلو منع کوي، بازار ته له ننوتلو وروسته ورته ګټه رسوي. "
له خطر سره د ښځو دغه محتاط چلند یوازې د پانګونې په برخه کې نه لیدل کېږي، بلکې کله چې مېرمنې له یوه مالي خطر سره مخامخ کېږي، د نارینه وو پرتله ډېر احتمال شته، چې یو خوندي انتخاب غوره کړي.
- ګیلین فلمینګ د ښځو د پانګونې د طریقې په اړه وايي، چې هغوی په شعوري ډول ډېر احتیاط کوي.
هغه وايي: "ښځې ډېری وخت د خطر نه منلو په تور تورنېږي، خو موږ دې ته د خطر په اړه د ډېر پوهاوي نوم ورکوو. "
له نارینه پانګهوالو سره زموږ د خبرو اترو له مخې، د هغوی اصلي تمرکز بې له شکه د ګټې پر کچه وي نو کله وارې هر اړخیز فکر نه کوي او بیا له خطر یا تاوان سره مخامخ کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ګیلین فلمینګ همدارنګه وايي، داسې ښکاري چې ښځې خپلې پانګونې په بېلابېلو برخو وېشي او تنوع ته ډېر پام کوي.
هغه وايي: "نارینه د احتمالي لوړې ګټې له امله تر ډېره په ټکنالوژۍ شرکتونو کې پانګونه کوي خو ښځې غواړي په پراخو برخو کې پانګونه وکړي؛ له پرچون پلور، خوراکي توکو او څښاک څخه نیولې، د روغتیا، ښکلا او د ښځو لپاره د ځانګړو صنایعو پورې. "
د مالي خدمتونو د هارګریوز لېنډزډاون (Hargreaves Lansdown) شرکت د پانګونې د ستراتیژۍ مشره انا مکډونالډ، هم له دې نظر سره موافقه ده، چې ښځې هغه شرکتونه په ډېر دقت ټاکي، چې غواړي په کې پانګونه وکړي.
هغه وايي: "داسې ښکاري، چې ښځې د نارینه وو پرتله دې ته ډېر اهمیت ورکوي، چې پیسې یې په کومه برخه کې لګول کېږي او څه ډول اغېز لرلای شي. هغوی همدارنګه غواړي ډاډ ترلاسه کړي، چې ټاکل شوې پانګونه د دوی له اړتیاوو او شرایطو سره مناسبه ده. "
ګیلین فلمینګ وايي: زموږ موندنې ښيي، چې نارینه تر ډېره د مالي ګټې د ترلاسه کولو له امکاناتو اغېزمن کېږي او معمولاً د لوړې ګټې د ترلاسه کولو په موخه پانګونې ته مخه کوي.
د فېډلېټي انټرنېشنل شرکت د تقاعد او پانګونې متخصصه جېما اسلینګو وايي، داسې ښکاري، ښځینه پانګهوالې ډېر احتمال لري، چې پانګونه د خپل ژوند له واقعي موخو سره وتړي؛ له بېړنیو حالاتو لپاره د سپما له برابرولو نیولې، د خپلو ماشومانو تر پالنې پورې.
باید په یاد ولرو، چې بریتانیا کې ښځې معمولاً د نارینه وو پرتله د پانګونې لپاره لږې پیسې لري، ځکه چې د ښځو او نارینه وو ترمنځ د معاشونو دوامداره نابرابري د دې لامل شوې، چې ښځې په منځنۍ کچه لږ عاید ترلاسه کړي.
انا مکډونالډ وايي، د پانګونې صنعت باید په دې برخه کې لا ښه کار وکړي، چې پانګونه د خلکو لپاره د لاسرسي وړ، اړونده او د هغوی له شخصي موخو او ارزښتونو سره برابره وښيي.
هغه زیاتوي: "د دې موضوع حل کول به هم د ښځو د اوږدمهاله مالي ثبات لپاره ګټور وي او هم به د هېواد له اقتصاد سره مرسته وکړي."






















