BBC News, پښتو - کور پاڼه

امیر خان متقي

ژوندۍ پاڼه,
د طالبانو حکومت‌ پنځه کاله: متقي وایي" ښځې اوس هم په ځینو برخو کې کار کوي، سل په سله د ښځو پر زده کړو او کار بندیز نه دی‏"

په افغانستان کې د طالبانو له حکومته پنځه کاله تېرېږي. د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ مه ټېک په همدې ورځ کابل سقوط شو او واک د طالبانو حکومت ته پاتې شو. په دغو پنځو کلونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو پر زدکړو تر "امر ثاني" بندیز اعلان شو او د ښځو پر کار، ازاد تګ راتګ او ډېرو نورو بشري حقونو باندې محدودیتونه اعلان شول. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وایي، پر ښځو محدودیتونه سل په سلو کې نه دي، داسې برخې شته چې ښځې پکې د کار اجازه لري.

مهم خبرونه

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • افغان نجونې
  • کریسټینا مارکاس لاسن
  • سټینګرې
  • همېشه بهار
  • ژورې څاه ته غورځېدلې زمرۍ
  • پله سره د لارۍ ټکر
  • الوتکه
  • یوه ناوې د واده په سټایل کې برېښي.

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • بلوچستان کورنیو چارو وزیر

    د بلوچستان د کورنیو وزیر پر کاروان وسله‌وال برید؛ شپږ ساتونکي یې ټپيان شوي

    د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر میر ضیاء‌الله لانګو له یوه وسله‌وال بریده روغ وتلی، خو شپږ ساتونکي یې ټپیان شوي‌ دي. د هغه پر کاروان دا برید نن (جمعه) د بلوچستان په مسټونګ ولسوالۍ کې شوی. رسمي سرچینو ویلي، چې میرضیا‌ء الله لانګو په کلات کې د پاکستان د ازادۍ ورځې په مراسمو کې له ګډون وروسته بېرته کوټې ته روان و،‌ چې پر کاروان یې د مسټونګ ضلعې ګنډ عمراني‌ سیمې ته نږدې برید وشو.

  • امیر خان متقي سره مرکه

    ویډیو, امیر خان متقي: شاوخوا ۴۰ هېوادونو سره فعالې ډیپلوماټیکې اړیکې لرو, موده 19,42

    د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې ویلي، بلوڅان او ټي ټي پي د پاکستان لپاره د څو لسیزو پخوانۍ ستونزه ده او دا چې د دوی حکومت ته لا هم روښانه نه ده چې پاکستان له دوی څه غواړي. ښاغلي متقي له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې کې وویل، که څه هم دوی په رسمیت نه دي پېژندل شوي خو د نړۍ شاوخوا ۴۰ هېوادونو سره فعالې ډیپلوماټیکې اړیکې لري. د بي بي سي خبریال سید عبدالله نظامي ښاغلی متقي د مرکې په سرکې د هغوی د تېرو پنځو کلونو پر لاس ته راوړنو پوښتلی.

  • بدخشان

    جمعه خان فاتح: امارتی یم، ستونزه مو د 'ځانګړې قطعې' له ځواکونو سره ده

    د بدخشان ولایت د نُسي ولسوالۍ د نښتو په درېیمه ورځ، د سیمه ییز قوماندان جمعه خان فاتح اړوند کسانو او د طالبانو د استخباراتو ځواکونو ترمنځ نښتو دوام موندلی. په همدې حال کې، جمعه خان فاتح په یوه غږیز پیغام کې د شخړې د حل لپاره د خبرو غوښتنه کړې ده.

  • هوايي شرکت په یوه یادښت کې ویلي چې دا اقدام به مسافرو او ونډه والو ته ډاډ ورکړي

    ایر انډیا د ممنوع توکو کارولو په تړاو د ټولو پیلوټانو معاینات کوي

    ایر انډیا اعلان کړی چې له سملاسي اغېز سره به خپل ټول پیلوټان د ممنوع شویو موادو د کارولو لپاره معاینه کړي.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۵ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۵ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۴ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي