BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • شیرین او شریف

    د پاکستان ادعاو ته په ځواب کې د طالبانو حکومت وايي اړتیا نه لري بهرنیو جنګیالیو ته بلنه ورکړي

    د کندهار د ولایتي ادارې ویناپاڼه کې راغلي " پاکستاني نظامي حلقات هڅه کوي چې په داسې پوچو ادعاوو سره، په افغانستان کې د ملکي خلکو په شهادت رسول او خپل نور جنایاتونه توجیه کړي." ویناپاڼه کاږي " افغانستان اړتیا نه لري چې بهرنیو جنګیالیوته بلنه ورکړي او یا ناستې پاستې ورسره وکړي."

  • افغان مشر

    د عمر خوړلو نړيواله ورځ؛ بریتانيا کې افغانان په څه حال دي؟

    د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش سږکال د دې ورځې په مناسبت خپل پیغام کې ویلي چې د ډېر عمر کسان د نوښت او بدلون پیاوړې سرچینې دي.

  • د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند

    ملګري ملتونه: تېرو ۱۰ میاشتو کې د پاکستان بریدونو له ۱۱۰۰ ډېرو افغانانو ته مرګژوبله اړولې

    ملګري ملتونه وايي په روان (۲۰۲۶) زېږدیز کال کې تر دې دمه د ډیورنډ کرښې له بلې غاړې بریدونو یا "وسله‌وال تاوتریخوالي" کې له ۱۱۰۰ ډېرو ولسي افغانانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجارېک تېره ورځ (پنجشنبه) یوې خبري ناستې ته ویلي، چې په افغانستان کې د دغه سازمان مرستندویه پلاوي‌ (یوناما) دغه مرګژوبله مستنده کړې ده.

  • ریچرډ بېنېټ

    ریچرډ بېنېټ: پر افغانستان د پاکستان بریدونه د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده

    د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچرډ بېنېټ پر هلمند او کونړ ولایتونو د پاکستان هوايي بریدونه د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي "یوناما" تایید کړه چې په کونړ او هلمند ولایتونو کې د تېرې شپې په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

  • د افغانستان کرېکټ لوبغاړی محمد نبي او د پاکستان فخر زمان

    د کرېکټ نړيوال جام: افغانستان له هند، پاکستان او اسټراليا سره مخامخېږي

    د کرېکټ نړيوالې شورا د ۲۰۲۷ کال یو ورځنيو راتلونکي نړيوال جام لپاره خپل ګروپونه او لوبډلې په ډاګه کړې دي. د یادې شورا د معلوماتو له مخې لوبډلې په دوو ګروپونو کې وېشل شوې.

  • مدینه منوره

    سعودي ټلواله: حوثیانو په مدینه کې د نبوي جومات د برېښنا پر یوه مرکز برید کړی

    د سعودي عربستان په سپېڅلي ښار مدینه منوره کې د برېښنا د وېش پر یوه مرکز د ایران له ملاتړ برخمنو حوثیانو له برید وروسته، د سعودي په مشرۍ ټلوالې د پنجشنبې په ورځ دغه برید تایید کړی دی. دې پېښې د اسلامي نړۍ له لوري سخت غبرګونونه راوپارول. یوه لوړپوړي حوثي چارواکي دا تورونه رد کړل چې ګواکې دې غورځنګ اسلامي سپېڅلي ځایونه په نښه کړي دي.

  •  پر ټولنیزې وېرې برلاسي کېدل ښايي یو ګران کار وي، خو کارپوهانو ځینې داسې سپارښتنې کړې دي چې کېدای شي دا بهیر اسانه کړي.

    څنګه له هغو پټو عادتونو ځان وژغورو چې وېره او خپګان مو زیاتوي؟

    د ځوانۍ په کلونو کې، ماري په ټولنیزو حالاتو کې د وېرې او اندېښنې احساس پیل کړ. دا مسله تر دې کچې پورته شوه چې هغه له ژور خپګان (ډېپریشن) سره مخ شوه او اړه شوه چې د څه وخت لپاره له ښوونځي پاتې شي. کله چې هغې پوهنتون پیل کړ، له غونډو او ټولنیزو ناستو ولاړو به په بشپړ ډول تښتېده.

  • یو سړی ښکاري چې د ټوپ خوله یې مخامخ د غره پر لور نیولې ده.

    د طالبانو حکومت د نورستان د نښتو په تړاو د پاکستان چارسمبالي سفیر ته احتجاج کړی هلته څه روان دي؟

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت په نورستان کې د وروستیو نښتو په تړاو په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی دی. په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د خپلې تېرې ورځې (تله ۷/سپتمبر ۲۹) په خبرپاڼه کې ویلي، په کابل کې یې د پاکستان سفارت شارژدافیر "احضار او د نورستان په استقامت کې له ډیورنډ کرښې د مخربو وسله‌والو عناصرو د راوښتلو په تړاو یې قاطع اعتراض‌لیک ور وسپاره."

  • شبمن ګیل د اتو شپږیزو او ۲۶ څلوریزو په مرسته ۲۲۳ منډې جوړې کړې او تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو.

    کرېکټ: د ویسټ انډیز د ۴۰۶ منډو هدف او په لوی توپیر سره د هند بریا

    د لوبډلمشر شبمن ګیل د ۲۲۳ منډو په مټ هند د ویسټ انډیز لخوا ورکړل شوی د ۴۰۶ منډو ستر هدف یوازې په ۴۳.۳ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په دویمه لوبه کې یې د اته وېکټو په توپیر بریا خپله کړه. ویسټ انډیز په دې لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې د اوو وېکټو په زیان ۴۰۵ منډې جوړې کړې. دا د یو ورځنیو لوبو په تاریخ کې د دې لوبډلې تر ټولو زیاتې ټولټال منډې وې.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • د پښو پر تلو د پیازو ایښودل
  • اوږده نڅا
  • لاشخور 'کرګس' مرغه
  • Keyframe #1
  • رسیل
  • د ۴۰۶ منډو هدف او پینځه سلیزې، د یوې کمسارې یو ورځنۍ کرېکټ لوبې کیسه
  • د هلمند ګرمسېر کې هوايي برید
  • هملند کې د پاکستان هوايي برید
  • پر کونړ او هلمند بریدونه
  • هلمند کې بمبار

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

د منځني ختیځ کړکېچ

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۳ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي