BBC News, پښتو - کور پاڼه
ژوندۍ پاڼه, په افغانستان کې د ښځو په ژبه د طالبانو د حکومت پنځه کاله
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ پنځه کاله تېرېږي. د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ مه ټېک په همدې ورځ کابل سقوط شو او واک طالبانو ته پاتې شو. په دې پنځو کلونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو پر زده کړو تر "امر ثاني" بندیز اعلان شو او د ښځو پر کار، ازاد تګ راتګ او ډېرو نورو بشري حقونو باندې محدودیتونه اعلان شول. بي بي سي د افغانستان له بېلابېلو څنډو ښځې غږولي او پوښتلي یې دي چې په دې پنځو کلونو کې د دوی ژوند څنګه اغېزمن شوی او څه یې په ژوند کې بدل شوي دي.
مهم خبرونه
د طالبانو پنځه کلنه واکمني؛ دوی امنیت او ازادي خپله لاسته راوړنه ګڼي، منتقدان یې محدودیتونه غندي
په داسې حال کې چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د خپلې واکمنۍ پنځمه کلیزه لمانځي او چارواکي یې په هېواد کې امنیت ستایي، خو ګوتنیوونکي یې د ورځني ژوند په ټولو برخو کې د محدودیتونو لا سختېدل غندي.
متقي: نه پوهېږو پاکستان څه غواړي
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له بيبيسي سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، له پرلپسې هڅو سره سره نه دي توانېدلي چې وپوهېږي پاکستان افغانستان سره له روان کړکېچه څه غواړي. ښاغلی متقي وايي" حالت یو طرفه دې حد ته ورسېده زموږ له طرفه کوم مشکل نه دی پېښ شوی."
ویډیو, د طالبانو د حکومت پنځه کلنه واکمني، دې کلونو کې څه تېر شول؟, موده 8,08
د شنبې په ورځ، (اګست ۱۵مه)، پر افغانستان د طالبانو حکومت د واکمنۍ پنځه کاله پوره کېږي. طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې کابل ونیو.
د بلوچستان د کورنیو وزیر پر کاروان وسلهوال برید؛ شپږ ساتونکي یې ټپيان شوي
د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر میر ضیاءالله لانګو له یوه وسلهوال بریده روغ وتلی، خو شپږ ساتونکي یې ټپیان شوي دي. د هغه پر کاروان دا برید نن (جمعه) د بلوچستان په مسټونګ ولسوالۍ کې شوی. رسمي سرچینو ویلي، چې میرضیاء الله لانګو په کلات کې د پاکستان د ازادۍ ورځې په مراسمو کې له ګډون وروسته بېرته کوټې ته روان و، چې پر کاروان یې د مسټونګ ضلعې ګنډ عمراني سیمې ته نږدې برید وشو.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
ویډیو, امیر خان متقي: شاوخوا ۴۰ هېوادونو سره فعالې ډیپلوماټیکې اړیکې لرو, موده 19,42
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې ویلي، بلوڅان او ټي ټي پي د پاکستان لپاره د څو لسیزو پخوانۍ ستونزه ده او دا چې د دوی حکومت ته لا هم روښانه نه ده چې پاکستان له دوی څه غواړي. ښاغلي متقي له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې کې وویل، که څه هم دوی په رسمیت نه دي پېژندل شوي خو د نړۍ شاوخوا ۴۰ هېوادونو سره فعالې ډیپلوماټیکې اړیکې لري. د بي بي سي خبریال سید عبدالله نظامي ښاغلی متقي د مرکې په سرکې د هغوی د تېرو پنځو کلونو پر لاس ته راوړنو پوښتلی.
جمعه خان فاتح: امارتی یم، ستونزه مو د 'ځانګړې قطعې' له ځواکونو سره ده
د بدخشان ولایت د نُسي ولسوالۍ د نښتو په درېیمه ورځ، د سیمه ییز قوماندان جمعه خان فاتح اړوند کسانو او د طالبانو د استخباراتو ځواکونو ترمنځ نښتو دوام موندلی. په همدې حال کې، جمعه خان فاتح په یوه غږیز پیغام کې د شخړې د حل لپاره د خبرو غوښتنه کړې ده.
ایر انډیا د ممنوع توکو کارولو په تړاو د ټولو پیلوټانو معاینات کوي
ایر انډیا اعلان کړی چې له سملاسي اغېز سره به خپل ټول پیلوټان د ممنوع شویو موادو د کارولو لپاره معاینه کړي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۵ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۴ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۴ اګست ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۴ اګست ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.













































