BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د پاکستان ادعاو ته په ځواب کې د طالبانو حکومت وايي اړتیا نه لري بهرنیو جنګیالیو ته بلنه ورکړي
د کندهار د ولایتي ادارې ویناپاڼه کې راغلي " پاکستاني نظامي حلقات هڅه کوي چې په داسې پوچو ادعاوو سره، په افغانستان کې د ملکي خلکو په شهادت رسول او خپل نور جنایاتونه توجیه کړي." ویناپاڼه کاږي " افغانستان اړتیا نه لري چې بهرنیو جنګیالیوته بلنه ورکړي او یا ناستې پاستې ورسره وکړي."
د عمر خوړلو نړيواله ورځ؛ بریتانيا کې افغانان په څه حال دي؟
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش سږکال د دې ورځې په مناسبت خپل پیغام کې ویلي چې د ډېر عمر کسان د نوښت او بدلون پیاوړې سرچینې دي.
ملګري ملتونه: تېرو ۱۰ میاشتو کې د پاکستان بریدونو له ۱۱۰۰ ډېرو افغانانو ته مرګژوبله اړولې
ملګري ملتونه وايي په روان (۲۰۲۶) زېږدیز کال کې تر دې دمه د ډیورنډ کرښې له بلې غاړې بریدونو یا "وسلهوال تاوتریخوالي" کې له ۱۱۰۰ ډېرو ولسي افغانانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجارېک تېره ورځ (پنجشنبه) یوې خبري ناستې ته ویلي، چې په افغانستان کې د دغه سازمان مرستندویه پلاوي (یوناما) دغه مرګژوبله مستنده کړې ده.
ریچرډ بېنېټ: پر افغانستان د پاکستان بریدونه د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده
د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچرډ بېنېټ پر هلمند او کونړ ولایتونو د پاکستان هوايي بریدونه د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي "یوناما" تایید کړه چې په کونړ او هلمند ولایتونو کې د تېرې شپې په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
د کرېکټ نړيوال جام: افغانستان له هند، پاکستان او اسټراليا سره مخامخېږي
د کرېکټ نړيوالې شورا د ۲۰۲۷ کال یو ورځنيو راتلونکي نړيوال جام لپاره خپل ګروپونه او لوبډلې په ډاګه کړې دي. د یادې شورا د معلوماتو له مخې لوبډلې په دوو ګروپونو کې وېشل شوې.
سعودي ټلواله: حوثیانو په مدینه کې د نبوي جومات د برېښنا پر یوه مرکز برید کړی
د سعودي عربستان په سپېڅلي ښار مدینه منوره کې د برېښنا د وېش پر یوه مرکز د ایران له ملاتړ برخمنو حوثیانو له برید وروسته، د سعودي په مشرۍ ټلوالې د پنجشنبې په ورځ دغه برید تایید کړی دی. دې پېښې د اسلامي نړۍ له لوري سخت غبرګونونه راوپارول. یوه لوړپوړي حوثي چارواکي دا تورونه رد کړل چې ګواکې دې غورځنګ اسلامي سپېڅلي ځایونه په نښه کړي دي.
څنګه له هغو پټو عادتونو ځان وژغورو چې وېره او خپګان مو زیاتوي؟
د ځوانۍ په کلونو کې، ماري په ټولنیزو حالاتو کې د وېرې او اندېښنې احساس پیل کړ. دا مسله تر دې کچې پورته شوه چې هغه له ژور خپګان (ډېپریشن) سره مخ شوه او اړه شوه چې د څه وخت لپاره له ښوونځي پاتې شي. کله چې هغې پوهنتون پیل کړ، له غونډو او ټولنیزو ناستو ولاړو به په بشپړ ډول تښتېده.
د طالبانو حکومت د نورستان د نښتو په تړاو د پاکستان چارسمبالي سفیر ته احتجاج کړی هلته څه روان دي؟
په افغانستان کې د طالبانو حکومت په نورستان کې د وروستیو نښتو په تړاو په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی دی. په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د خپلې تېرې ورځې (تله ۷/سپتمبر ۲۹) په خبرپاڼه کې ویلي، په کابل کې یې د پاکستان سفارت شارژدافیر "احضار او د نورستان په استقامت کې له ډیورنډ کرښې د مخربو وسلهوالو عناصرو د راوښتلو په تړاو یې قاطع اعتراضلیک ور وسپاره."
کرېکټ: د ویسټ انډیز د ۴۰۶ منډو هدف او په لوی توپیر سره د هند بریا
د لوبډلمشر شبمن ګیل د ۲۲۳ منډو په مټ هند د ویسټ انډیز لخوا ورکړل شوی د ۴۰۶ منډو ستر هدف یوازې په ۴۳.۳ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په دویمه لوبه کې یې د اته وېکټو په توپیر بریا خپله کړه. ویسټ انډیز په دې لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې د اوو وېکټو په زیان ۴۰۵ منډې جوړې کړې. دا د یو ورځنیو لوبو په تاریخ کې د دې لوبډلې تر ټولو زیاتې ټولټال منډې وې.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
حوثیان څه ډول په (افریقاښکر) کې خپلې اړیکې پراخوي؟
د یمن د انصار الله حوثي ډله تر باب المندب تنګي لاندې د ستراتیژیکو سیمو له نیولو او د سعودي پر ژورو څنډو کې د بریدونو له ترسره کولو وروسته، ډېر پیاوړی او با نفوذه برېښي. دا پېښې په وروستیو کلونو کې د حوثیانو د پوځي وړتیاوو لوی پرمختګ ښیي.
بریتانیا افغان نجونو او ښځو ته څنګه بیا د کډوالۍ لار پرانیزي؟
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي چې د ملګرو ملتونو په ملتیا په بریتانیا کې د کډوالو د بیا مېشتولو پروګرام بېرته پرانیزي چې افغان ښځې او نجونې او فلسطینیان هم پکې شامل دي. اغلې محمود پرون دوشنبه (تله ۶/سپتمبر ۲۸) د کارګر ګوند د ۲۰۲۶ کال په کنفرانس کې وویل چې په دې بهیر کې به د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې "له پنډغالو له زیان سره مخ کډوال" بریتانیا ته راوستل شي او د "نوي او غوره ژوند" فرصت به ورکړل شي.
خيبرپښتونخوا کې د کم عمرۍ ودونه؛ "ماشومتوب مې له لاسه ورکړ"
د خيبرپښتونخوا د پېښور يوې کلي والي سيمې اوسېدونکې چې مستعار نوم یې صابره دی، په ۱۴ کلنۍ کې واده شوه، زده کړې يې نيمګړې پاتي شوې او د دې په وينا له واده يو کال پس ورسره د خواښي کور کې جنګ جګړي پېل شوي چي له دې امله د مور کره بېرته تګ ته مجبوره شوه.
ټرمپ د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د ایران وړاندیز رد کړ، تهران د امریکا رسمي ځواب ته انتظار کوي
ایران وايي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د سوداګریزو بېړیو پر مخ د اوو ورځو په موده کې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو وړاندیز تر ردولو وروسته به تهران د امریکایي مرکچیانو رسمي ځواب ته انتظار وکړي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۳ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲ اکتوبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲ اکتوبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲ اکتوبر ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































