BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
پولیسو د مشهورې ټیکټاکرې ګیلهمنې د وژنې په قضیه کې د هغې پلار او ورور تورن کړي
د پاکستان په راولپنډۍ کې پولیس وايي، د مشهورې ټیکټاکرې شمسو (ګیلهمنې) د وژلو قضیې په تړاو یې د هغې د خپل پلار او ورور په ګډون پنځه کسان نیولي دي. د پولیسو یوه چارواکي طارق محبوب یوې خبري غونډې ته په خپلو خبرو کې ادعا کړې چې، ګیلهمنه ظاهرآ خپل پلار او ورور د نورو خپلوانو په مرسته او ملتیا وژلې ده. د نوموړي په وینا په نیولو شویو مشکوکو کسانو کې د ګیلهمنې پلار، ورور، تره زوی، د پلار کاکا او د تره لمسی شامل دي.
افغان اېواک: تر هغې چې رسمي لارښوونې نه وي شوې، امریکا ته د سفر پلان مه جوړوئ
افغان ایواک وایي منهټن کې د یوې محکمې وروستۍ پرېکړه په دې معنی نه ده چې افغانانو لپاره امریکا ته د تګ لاره سملاسي بېرته پرانیستل شوې ده. د دغه بنسټ مشر شان ون ډایور پر خپله اېکس پاڼه یوه خپرې کړې ویډیو کې له افغانانو غوښتي تر هغې پورې چې رسمي لارښوونې نه وي شوې، امریکا ته د سفر له پلانولو یا د دغه هېواد سفارتونو ته له ورتګه دې ډډه وکړي.
فیلیپین کې له افغانستانه په تالک ډبرو کې د ۴،۶ میلیون ډالرو په ارزښت پټ 'شابو' نیول شوي
د فیلیپین د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې ګمرکي برخې ویلي چې شاوخوا ۴۳ کیلوګرامه د شابو مشکوک مواد، چې ارزښت یې ۲۹۲.۴ میلیونه پیزو '۴،۶ میلیونه ډالره' اټکل شوی، په مانیلا نړیوال کانټینري بندر کې ونیول. دغه مواد په یوه بار کې پټ شوي وو چې په رسمي اسنادو کې له افغانستانه د "تالک ډبرو" په توګه اعلان شوی و.
وسلهوالو نایجیریا کې پر څو کلیو بریدونو کې ۴۰ کسان وژلي او تر ۱۰۰ ډېر نور تښتولي دي
وسلهوالو کسانو نایجیریا کې پر څو کلیو باندې هممهاله بریدونو کې لږترلږه ۴۰ کسان وژلي او له ۱۰۰ ډېر نور یې تښتولي دي. د پولیسو په وینا دغه بریدونه د جمعې ورځې له لمانځه وروسته په مرکزي نایجر ولایت کې شوي دي.
څنګه له زنګ پرته له خوبه راویښ شو؟
زموږ د ډېرو لپاره، له خوبه د راویښېدو لپاره پر زنګ تکیه کول د ورځني ژوند یوه عادي برخه ده. پخوا به د ښوونځي تکراري او منظم مهالوېش زموږ په بدن کې یو باوري داخلي ساعت جوړاوه، خو کله چې د ژوند په وروستیو پړاوونو کې زموږ ورځنی مهالوېش لا بدل شي، موږ ښايي د ساعت یا موبایل د زنګ پر غږ لا ډېر متکي شو. خپل بدن داسې روزل چې په خپله په مناسب وخت کې له خوبه راویښ شي، د روغتیا او هوساینې ګڼې ګټې لرلی شي؛ له سهارني خوبولي حالت او سستۍ نه نیولې، د مزاج تر ښه کېدو پورې.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د خطر منلو روانپوهنه؛۵۰ زره نغد ډالر انتخابوئ، که د یو میلیون ډالرو د ګټلو ۵۰/۵۰ چانس؟
که تاسو ته دا غوراوی درکړل شي چې سملاسي ۵۰٬۰۰۰ ډالر ترلاسه کړئ، یا د ۱ میلیون ډالرو د ګټلو ۵۰ سلنه فرصت ولرئ، کوم یو به انتخاب کړئ؟ د نړیوالې څېړنې او د معلوماتو د تحلیل شرکت YouGov په یوه وروستۍ څېړنه کې ۴٬۶۰۰ بریتانوي لویانو ته ورته یوه معما وړاندې کړه.
د امریکا یوې قاضۍ د افغانستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو لپاره د ویزو ځنډول لغوه کړي
يوې امریکايۍ قاضۍ د جمعې په ورځ (۲۱ اګست) د ډونلډ ټرمپ د حکومت هغه تګلاره لغوه کړه چې له مخې یې د افغانستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو پر وګړو د ويزو ورکړه ځنډول شوې وه. قاضۍ ويلي، دغه تګلاره د امریکا د بهرنيو چارو د وزير مارکو روبيو له قانوني واکونو بهر ده.
په خټه افغانې عایشه وهاب د امریکا د کانګرس ټاکنې وګټلې
عایشه وهاب له کلیفورنیا څخه د امریکا د کانګرس ځانګړې ضمني ټاکنې وګټلې. هغه په دې توګه لومړنۍ افغانه-امریکایۍ شوه، چې د امریکا کانګرس ته لار مومي. دا ټاکنې د کانګرس د ۱۴مې انتخاباتي حوزې څوکۍ لپاره ترسره کېدې او عایشې پکې د خپل دېموکرات ګوند له ملیسه هېرناندز سره سیالي کوله.
د افغانستان ښځو ته د بریتانيا د چتم هاوس جایزه ورکړل شوه
د بریتانیا د نړیوالو چارو مخکښ څېړنیز بنسټ چتم هاوس د ۲۰۲۶ کال کلنۍ جایزه د افغانستان ښځو ته ډالۍ کړه. چتم هاوس ویلي، دا جایزه د افغانستان ښځو ته د هغوی د زړورتیا، کلکوالي او د جنسیت پر بنسټ د سیستماتیک دوه ګوني چلند او بندیزونو پر وړاندې د نه ستړې کېدونکې مبارزې په درناوي ورکړل شوې ده.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۴ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۳ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۳ اګست ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۳ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































