مولانا فضل الرحمان له خپلو پلویانو غوښتي چې په ټول هېواد کې احتجاجونه وکړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د پنجاب ایالت په سرګودا ښار کې د دوی د ګوند له پلان شوې غونډې سره هممهاله ادعا کړې چې حکومت یې د غونډې مخنیوي لپاره په بېلابېلو ښارونو کې د خلکو تګ راتګ محدود کړی او د ګوند کارکوونکي او مشران نیول کېږي.
هغه پر خپلو پلویانو غږ کړی چې د هېواد لروبر راووځي او لارې سړکونه وتړي.
مولانا فضل الرحمان پر اېکس یوه ویډیويي وینا کې وايي، د کنفرانس اعلان پر خپل ځای پاتې دی او د هېواد له بېلابېلو سیمو کاروانونه د سرګودې پر لور روان دي.
نوموړي ویلي چې د ګوند غړي د پنجاب په سرګودا، خوشاب او نورو ولسوالیو کې نیول کېږي. د هغه په خبره، د ګوند مرکزي عمومي ناظم مولانا عبدالغفور حیدري او د پنجاب ایالتي مشر مولانا امجد خان هم په کورونو کې نظر بند شوي دي.
مولانا فضل الرحمان له خپلو پلویانو او کارکوونکو غوښتي چې په ټول هېواد کې احتجاجونه وکړي او د دغو اقداماتو پر ضد غږ پورته کړي، کوم چې هغه یې د ولسواکۍ او سیاسي حقونو سرغړونه بولي.
هغه زیاته کړې چې ګوند د خپلې غونډې پر بندیز، د کارکوونکو د نیولو، د ادعا شوي تاوتریخوالي او د ګوندي مشرانو د نظر بندۍ پر ضد احتجاج کوي او په ټول هېواد کې به مظاهرې ترسره شي.
بل لور د بي بي سي اردو څانګې په رپوټ کې ویل شوي، په سرګودا ښار کې د جمعیت علمای اسلام (ف) د نننۍ اعلان شوې غونډې په مناسبت، موټروې او ښار ته غځېدلې مهمې لارې تړل شوې دي.
د ګوند مشرتابه وایي چې دا اقدامات د غونډې د مخنیوي هڅه ده او له همدې امله یې په ټول هېواد کې د احتجاجونو غوښتنه کړې ده.
جمعیت علمای اسلام (ف) مخکې اعلان کړی و چې د نومبر پر ۲۶مه به په سرګودا کې یوه لویه غونډه وکړي، چې ټاکل شوې وه د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان هم پکې وینا وکړي.
د پنجاب د دې ولسوالۍ ځايي چارواکو د مولانا فضل الرحمان په ګډون د نهو کسانو په ورتګ بندیز لګولی دی.
دغه راز، د شاوخوا ۱۹ کسانو، چې یو شمېر دیني عالمان هم پکې شامل دي، پر ویناوو د بندیز حکم صادر شوی دی.
د ګوند مشران وایي چې دا بندیزونه د سیاسي فعالیتونو او غونډو پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي، خو سیمه ییزې ادارې د امنیتي او اداري دلایلو له مخې دغه اقدامات توجیه کوي.
'مولانا فضل الرحمان نه نظر بند دی او نه هم د هغه پر تګ راتګ کوم بندیز لګول شوی'

د عکس سرچینه، JUIF
له دې مخکې وړمه ورځ د جمعيت علمای اسلام (ف) ګوند مسوولینو ادعا وکړه، چې ګوندې د پوليسو ګڼ شمېر ځواکونه د پنجاب مرکزي ښار لاهور کې د مولانا فضل الرحمان د استوګنځي مخې ته ځای پر ځای شوي او هېڅ چا ته اجازه نه ورکول کېږي چې ودانۍ ته دننه شي يا ترې ووځي.
د جمعيت علمای اسلام ګوند یوه مشر سناتور کامران مرتضیٰ بي بي سي ته ویلي و، مولانا فضل الرحمان پروګرام درلود، چې د نومبر پر ۲۴مه سهار ۱۱ بجې د لاهور عالي محکمې د وکیلانو ټولنې لخوا رابلل شوې ټولګوندې غونډې ته وينا وکړي.
د کامران مرتضیٰ په وينا، د پنجاب حکومت په لوی لاس مولانا فضل الرحمن "نظربند" کړی و، چې په دغه کنفرانس کې یې د ګډون مخه ونيسي.
خو د لاهور پولیسو د دغه ښار په عالي محکمه کې د جمعیت علمای اسلام (ف) لخوا د وړاندې شوې عریضې د اورېدنې پر مهال ویلي چې مولانا فضل الرحمان نه نظر بند دی او نه هم د هغه پر تګ راتګ کوم بندیز لګول شوی دی.
پولیسو محکمې ته زیاته کړې چې مولانا فضل الرحمان په هېڅ قضیه کې مطلوب نه دی، د هغه پر ضد کومه دوسیه نه ده ثبت شوې او د نیولو هېڅ امکان یې هم نشته.
د یادونې ده چې مولانا فضل الرحمان په دا وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر راج، بېړني حالت (ایمرجنسۍ)، او د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) ګوند پر ضد د مرکزي حکومت پر اقداماتو او پالیسیو په زغرده نیوکې کوي.
هممهاله د پاکستان فدرالي حکومت ځینو وزیرانو بیا د فضل الرحمان د دغه دریځ خلاف توند غبرګون ښودلی دی.
مولانا فضل الرحمان د نومبر لومړیو کې په اسلاماباد کې یوه ملي تعليمي کنفرانس ته وینا کې پر حکومت او اسټېبلشمنټ چې پاکستان کې د پوځي مشرتابه لپاره کارول کېدونکې اصطلاح ده، نيوکې وکړې.
نوموړي وويل، ''موږ ښه پوهېږو، چې پاليسۍ څوک جوړوي او پرېکړې څوک کوي.'' هغه زياته کړې وه، چې حکومت د خپل چلند له امله پخپله ځان ته ستونزې جوړوي.






















