بلوچستان کې چارواکي وايي، د ډبرو سکرو پر کاګرو برید کې 'د ۷ افغانانو په ګډون۱۱ تنه وژل شوي'

د عکس سرچینه، Getty Images
د بلوچستان په کوهلو ولسوالۍ کې "د ناپېژاندو وسله والو کسانو په ډزو ۱۱ ګارګر وژل شوي چې اووه تنه یې افغانان دي." د چارواکو په وینا، دا پېښه د دغې ولسوالۍ په اوسړي سیمه کې شوې ده.
د کوهلو سیمې یوه لوړپوړي دولتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي، چې دغه کاګر د چمالنګ له سیمې په دوو موټرو کې د دوکۍ پر لور روان وو، چې د اوسړي په سیمه کې ناپېژاندو وسله والو کسانو یې ګاډي ودرول.
د هغه په وینا، وسلهوالو د دواړو موټرو چلوونکي خوشې کړل، خو ۱۱ کاګر یې په ډزو ووژل.
چارواکي ویلي، وژل شوي کسان د سکرو کانونو کې کار کاوه. د هغه په وینا، په وژل شویو کې اووه افغان وګړي او څلور ځايي وګړي وو.
دولتي چارواکي ویلي، د وژل شویو کسانو مړي د عدلي طبي معایناتو لپاره روغتون ته لېږدول کېږي.
تر اوسه هېڅ کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
بل لور، د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزارت د رسنیو مرستیال بابر یوسفزي د دې پېښې په غندلو سره ویلي، چې په چمالنګ کې د ۱۱ بېګناه کاګرو وژل د انسانیت پر ضد یو ستر جنایت دی.
هغه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له اورپکو ډلو سره تړلو سخت دریځو کسانو هغه بېوزله کارګران په نښه کړي، چې د خوارۍ او مزدورۍ له لارې یې د خپلو کورنیو د ژوند اړتیاوې پوره کولې.
د هغه په وینا، د بلوچستان د زیارکښو خلکو په نښه کول "د سولې او پرمختګ د دښمنو عناصرو بزدلانه کړنه" ده.
بلخوا، د پاکستان د کورنیو چارو فدرالي وزیر محسن نقوي هم په کوهلو کې د کاګرو پر موټرو د ډزو پېښه غندلې او د هغوی پر وژل کېدو یې خواشیني څرګنده کړې ده.
هغه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، "د بېګناه کارګرو په نښه کول د وحشت تر ټولو بده بڼه ده".
د یادونې وړ ده، چې د چمالنګ او دوکۍ په سیمو کې تر دې وړاندې هم د سکرو په کانونو کې پر کارګرو بریدونه شوي دي.



















