بدخشان کې یوه "واورین پړانګ ۲۲ څاروي داړلي" دي

د عکس سرچینه، RTA
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بدخشان ولایت د کرنې رياست وايي، يوه واورین پړانګ د واخان ولسوالۍ په يوه کلي کې ۲۲ پسونه او وزې داړلې او وژلې دي.
د دغه رياست په وینا، پېښه د لړم مياشتې پر ۲۹مه هغه مهال رامنځته شوې چې یوه واورين پړانګ د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د ښکته ورګند کلي پر څارویو برید وکړ.
پړانګ ټول ۲۲ څاروي داړلي چې ۱۵ یې پسونه او اووه یې وزې دي.
یاد ریاست پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، واورين پړانګ ښايي په طبيعي چاپېريال کې د ښکار د کمښت او لوږې له کبله پر څارويو برید کړی وي.
د دغه رياست په وینا، په څړځايونو کې د څارويو ساتنې ته نه پاملرنه ښايي یو بل لامل وي چې دغه داړونکي پړانګ پر ژويو برید کړی دی.
د یاد رياست د معلوماتو له مخې، زيانمن شوي کس د دې موضوع د څېړلو او له حکومته د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د عکس سرچینه، DAIL Badakhshan
واورين پړانک او د مارکوپولو غرڅه په افغانستان کې کم پيدا کېږي او د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ دي چې ډېری یې په بدخشان او په ځانګړې توګه د واخان په لوړو سيمو کې ژوند کوي.
د دغو ژويو شمېر په تېرو کلونو کې په څرګند ډول کم شوی دی. د طالبانو حکومت د دغو ژویو د نسل د له منځه تللو د مخنيوي لپاره د هغوی پر ښکار بنديز لګولی دی.
د دغو حيواناتو پر وړاندې بله ستونزه په پامير کې د سړکونو جوړېدل دي. چارواکو تردې مخکې ويلي وو چې په واړه پامير کې د سړک د جوړولو له امله واورين پړانګان او د مارکوپولو هوسۍ لوی پامير ته تښتېدلې دي.
شاوخوا يو کال وړاندې هم د بدخشان ولایت په لوی پامير کې د سړک جوړولو د کار له پيل سره سم د چاپېريال ساتنې فعالانو د دغه کار د احتمالي پايلو په اړه د مارکوپولو غرڅه او واورین پړانګ د ژوند په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
هغو فعالانو چې په بدخشان کې د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ ژويو د ساتنې په برخه کې فعالیت کوي، بي بي سي ته ويلي وو چې دغه سړک د ژويو د ژوند چاپېريال په دوو برخو وېشي.
د طالبانو حکومت دفاع وزارت په دې وروستیو کې د واخان ولسوالۍ څخه تر لوی پامير پورې د ۱۲۰ کيلومتره سړک د جوړولو چارې پيل کړې وې. د چارواکو په وینا د دغه سړک د جوړلو چارې اوس د چين تر پولې پورې بشپړې شوې دي.
د چاپېريال ساتنې فعالان وايي، د هغو موټرو غږونه چې له دغه سړک تېرېږي، د ژويو لپاره "ځورونکي" دي خو ځايي چارواکي وايي. د دغو حيواناتو د پراخې جغرافيايي سيمې له امله د سړک جوړول د هغوی پر ژوند اغېز نه کوي.

د عکس سرچینه، DAIL Badakhshan
په افغانستان کې له خطر سره مخامخ ژوي
افغانستان کې د طالبانو حکومت د کرنې وزارت په تېرو کلونو ويلي وو چې په بدخشان ولایت کې د مارکوپولو غرڅه د ژوند د وضعيت په اړه د دغه وزارت څېړنې ښيي چې د دې حيواناتو شمېر کم شوی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې د ارزونې پايلو ښودلې چې د مارکوپولو غرڅه او واورينو پړانګانو شمېر د ۲۰۲۱ کال پرتله کم شوی دی. د دې کمښت اصلي لاملونه ناقانونه ښکار، د مالدارانو له خوا د دغو حيواناتو د ژوند د چاپېريال نيول او د څارويو د شمېر زياتوالی بلل شوي وو.
دغه وزارت ويلي وو چې د ورکېدو له خطر سره مخ حيواناتو د ژوند د وضعيت ارزونه په دې وروستيو کې د "وحشي ژويو د ساتنې" موسسې په همکارۍ، د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ په لوی پامير کې شوې وه.
د دې تخنیکي ډلې د ارزونې له مخې، د بدخشان د واخان په لوړو سيمو کې، د سمندر له کچې څه باندې څلور زره مترو په لوړوالي د مارکوپولو غرڅو او غرنيو وزو (ایبکس) ۲۰ رمې ليدل شوې وې.
د افغانستان پخواني حکومت ويلي وو چې د واخان په لوړو سيمو کې یې د واورين پړانګ او مارکوپولو هوسيو د ښکار مخه نيولې او دغه ژوي نور د ورکېدو له خطر سره مخامخ نه دي.
خو په وروستيو کلونو کې د دغو لږ پيداکېدونکو ژويو د وضعيت په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی.






















