د کونړ چاودنې ته غبرګونونه؛ ملګري ملتونه وايي د پېښې په اړه "پلټنه کوي"

د عکس سرچینه، EPA
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ (یونا) د کونړ ولایت يوه ښوونځي ته نژدې د چاودنې له کبله د ماشومانو په ګډون د څو تنو د وژل کېدو او لسګونو کسانو د ټپي کېدو له کبله خواشيني ښودلې او ويلي یې دي چې دا پېښه "څاري".
دغه ادارې پر ټولنيزه رسنۍ اېکس يوه خبرپاڼه کې پرته له دې چې د وژل شويو او ټپيانو شمېر یاد کړي، له قربانيانو، د هغوی له کورنيو او زيانمنو کسانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنيو چارو وزارت ويلي، د لومړنيو پلټنو له مخې دغه چاودنه د کان کيندنې شرکت اړوند د چاودېدونکو توکو په يوه زېرمتون کې "د غفلت او بې احتياطۍ" له کبله شوې ده.
د يوه سيمه ييز چارواکي په وینا، دغه چاودېدونکي توکي د کونړ ولایت په مرکز اسعد اباد ښار کې په يوه کور کې ساتل کېدل چې دېوال یې د ښوونځي له ودانۍ سره نژدې و.
چاودنه د شنبې (۲۸ نومبر) په سهار شوې وه.
د کونړ د عامې روغتيا رئیس قاري مظفر مخلص بي بي بي سي ته ويلي چې په دې پېښه کې شپږ تنه مړي او ۱۵۰ تنه ټپيان سيمه ييزو روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د نوموړي په وینا د ډېری ټپيانو ټپونه برسېرن وو او له درملنې وروسته له روغتونونو رخصت کړل شوي دي.
ښاغلی مخلص زياتوي، يوازې اته ټپيان په روغتون کې بستر شوي او پنځه تنه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
سره له دې چې بي بي سي څو ځله له طالب چارواکو سره اړيکه نيولې خو هغوی د دې پېښې په اړه د څېړنو د پرمختګ په اړه څه نه دي ویلي.
د خپلواکې او بې پرې څېړنې غوښتنه
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) د دې پېښې په غبرګون کې ويلي چې "ښوونځی بايد د ماشومانو لپاره یو خوندي ځای وي"
دغه ادارې له زيانمنو کسانو سره د خواخوږۍ په څرګندولو ويلي چې د خپلو همکارانو سره د پېښې له ژوندي پاتې شویو کسانو سره د روغتيايي مرستو او د ماشومانو او د هغوی د کورنيو د اړتياوو ارزونې لپاره په سيمه کې موجود دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پخواني حکومت استازي نصير احمد فايق، پر ټولنيزه رسنۍ اېکس يوه خپاره کړي پيغام کې ويلي، "ښوونځي ته څېرمه د چاودېدونکو توکو د زېرمه کولو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي".
ښاغلي فايق زياته کړې، "د مسوولينو ځواب ورکول، د چاودنې د لامل روښانول او له ترهګريزو فعاليتونو سره د هغې د احتمالي اړيکو معلومول، يوې رڼې څېړنې ته اړتيا لري".
د افغانستان د بهرنيو چارو پخواني وزير محمد حنيف اتمر هم پر اېکس لیکلي، دا ستر غم يوازې د کونړ د خلکو غم نه دی لکې د ټول افغانستان ګډ غم دی."
ښاغلي اتمر په افغانستان کې د بشري حقونو له بنسټونو په ځانګړې توګه له يوناما غوښتي چې "دا دردونکې پېښه په خپلواکه، ازاده، بې پرې او هر اړخيزه توګه وڅېړي او پايلې یې د افغانستان له خلکو او نړيوالې ټولنې سره شريکې کړي".
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر د دې پېښې په غبرګون کې ویلي، "ښوونځي باید د زدکړې لپاره خوندي ځایونه وي او په هر حالت کې باید د ماشومانو ساتنه وشي".
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او په پخواني نظام کې د اجرائیه ریاست مشر عبدالله عبدالله، چې اوس مهال په کابل کې دي، په جلا جلا پیغامونو کې د دې پېښې له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د عکس سرچینه، Reuters
د کانونو د استخراج لپاره کارېدونکي چاودېدونکي توکي څنګه باید په خوندي ډول وساتل شي؟
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي، د شنبې ورځې چاودنه "د هغو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې چې د کانونو د استخراج لپاره کارول کېږي".
د افغانستان په ډېرو سیمو کې د کانونو د استخراج لپاره له دودیزو او په لاس جوړو شویو چاودېدونکو توکو کار اخیستل کېږي، چې وخت ناوخت د ملکي وګړو ژوند اخلي.
د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې په کونړ کې یې د کانونو استخراج کوونکو شرکتونو ته سپارښتنه کړې چې "د کانونو د استخراج خوندیتوب، تخنیکي او مسلکي اړخونو ته لا زیاته پاملرنه وکړي." خو ځینې کارپوهان وايي د څارنې نشتوالي وضعیت پېچلی کړی دی.
د ماینونو او چاودېدونکو توکو د خطرونو د مخنیوي او مدیریت کارپوه، شهاب حکیمي، بيبيسي ته ویلي، "که د هوا جریان، تودوخه، د ساتنې ځای، د توکو ترمنځ واټن او د هغو د پوښښ څرنګوالی په پام کې ونه نیول شي او د دې کار لپاره یو مسؤل کس ونه ټاکل شي، نو طبیعي ده چې دا ډول پېښې رامنځته کېږي."
ښاغلي حکیمي زیاته کړې. "په استوګنیزو سیمو او په ځانګړې توګه په هغو ځایونو کې چې ماشومان تګ راتګ کوي، د چاودېدونکو توکو ساتل یوه تېروتنه ده. دا توکي له ثانیهسوزونو او فیوزونو سره یوځای وي او ان د تودوخې د درجې بدلون هم د چاودنې لامل کېدای شي. دغه توکي باید د خلکو له استوګنځایونو څخه لږ تر لږه یو کیلومتر لرې وساتل شي."
ښاغلی حکیمي وړاندیز کوي چې د کانونو د استخراج شرکتونو اړوند چاودېدونکي توکي باید په هېڅ صورت په استوګنیزو سیمو کې ونه ساتل شي او پولیس باید د دغو توکو د ساتنې او لېږد بهیر وڅاري.



















