د کونړ یوه ښوونځي کې چاودنې ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

بېړنی خبر
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د افغانستان ختیځ کونړ ولایت مرکز اسد اباد په یوه ښوونځي کې چاودنه شوې ده چې د امنیتي چارواکو په وینا ماشومانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

چاودنه د کونړ ولایت د مرکز اړوند اندرسیر سیمه کې شوې ده. که څه هم د چاودنې د څرنګوالي په اړه دقیق معلومات نه شته، خو ځینو سرچینو ویلي چې د سیمې په یوه منځني ښوونځي کې چاودنه د ماین د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.

د پېښي ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

پر خواله رسنیو د پېښې وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې ټپي ماشومانو خلک په غېږو کې روغتون ته لېږدوي.

ځايي خلک وايي د چاودنې ځای ته غځېدلې لارې ځايي چارواکو تړلې دي.

د پېښې په اړه به نور جزییات لږ وروسته خپاره شي.