پر سعودي عرب پنځو میاشتو کې ۲۷۴ بریدونه؛ بي بي سي د ریاض په کوڅو کې څه ولیدل؟

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
- Author, نوال المغافي
- دنده, د نړیوالو چارو څېړنیز خبریال، ریاض
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۸ دقیقې
ابو خلیل له یمنه تر تښتېدلو لس ورځې وروسته د سعودي عرب د پلازمېنې ریاض په کوڅو کې جرابې پلوري.
دی وايي: "زه له صنعا څخه پلی راووتلم او د جګړې له کرښې راواوښتم." نوموړی زیاتوي چې وروسته یې د لارویانو په موټرو کې سفر وکړ او سعودي ته ورسېد.
ابو خلیل وايي چې په یمن کې ډېرې کورنۍ خپلو ماشومانو ته د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې له سختو ستونزو سره مخامخ دي. دی هڅه کوي دومره پیسې وګټي چې خپلې کورنۍ ته یې هم ولېږي.
هغه رانه غواړي چې بشپړ نوم یې خپور نه کړو، ځکه مېرمن او څلور ماشومان یې لا هم په صنعا کې دي.
دی وېره لري که وپېژندل شي او معلومه شي چې د حوثیانو خلاف خبرې کوي، نو کورنۍ ته به یې زیان ورسېږي.
نوموړی وايي: "زه له حوثیانو راوتښتېدم، خو خپله کورنۍ مې راونه شوه ایستی. خدای دې یې وساتي."
د ایران له ملاتړ برخمن حوثیان څه باندې لس کاله وړاندې په یمن کې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې د دغه هېواد د شمال پراخې سیمې تر خپل کنټرول لاندې لري.
دغه ډله د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت پېژندل شوي حکومت خلاف جګړه کوي. ګاونډی سعودي عرب هم د دغه حکومت ملاتړ کوي.
اوس دغه ډله، چې ابو خلیل ترې راتښتېدلی، د ریاض په ګډون د سعودي پر ښارونو د ډرون او توغندیو پرلهپسې بریدونو کوي.
یمن کې غیررسمي اوربند په جولای میاشت کې پای ته ورسېد او حوثیانو د جګړو له سختېدو سره پر سعودي عرب بریدونه هم زیات کړي دي.
دوی ادعا کوي چې دا بریدونه په یمن کې د سعودي د خونړیو هوايي بریدونو او د دوی تر واک لاندې سیمو کې د بندرونو او هوايي ډګرونو د کلابندۍ په ځواب کې کوي.
د اکتوبر لسمه د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر د حوثیانو په یوه برید کې لږترلږه ۱۳ کسان ووژل او له ۳۰۰ ډېر نور ټپیان شول. دا په وروستیو کلونو کې د سعودي پر خاوره تر ټولو خونړی برید بلل شوی.

د عکس سرچینه، Saudi Ministry of Media/Reuters
تر هغې وروسته چې بيبيسي ته له ریاض څخه د رپوټ ورکولو کمسارې اجازه ورکړل شوه، موږ دلته له ځايي خلکو سره غږېدلي یو. په دوی کې یو ۲۵ کلن انجنیر ماجد هم دی، چې د سعودي د نفتو له دولتي شرکت ارامکو سره کار کوي.
هغه د برید پر ورځ هوايي ډګر ته روان و او غوښتل یې چې د دیني مناسکو لپاره جدې ته ولاړ شي.
دی وایي یوه مور یې لیده چې خپل ماشومان یې په ګاډۍ کې لېږدول، چې ناڅاپه برید وشو.
ماجد زیاتوي یو سړی مې ولید چې په وینو کې لتپت و؛ "په لړځېدلو قدمونو یې خوا ته ورغلم او ومې پوښت چې 'ښه یې؟'"
دی وايي، ټپیان او بېهوښه مساپر یې لیدل چې د هوايي ډګر د لومړنیو مرستو مرکز ته لېږدول کېدل.
نوموړی زیاتوي: "تر اوسه نه پوهېږم چې ځینې به یې ژوندي وو که نه."
دې تجربې پر هغه ژوره اغېزه کړې ده. نوموړي راته وویل: "ګواښ واقعي دی، خو زه به حوثیانو ته اجازه ورنه کړم چې په خپل هېواد کې راته د ناامنۍ احساس پیدا کړي."
په پنځو میاشتو کې ۲۷۴ بریدونه

د ریاض په هوایی ډګر کې دا برید یوازینۍ پېښه نه وه.
بيبيسي لهخوا د یوې امریکا مېشتې ادارې اکلېډ (Acled) له اړخه د وړاندې شویو شمېرو شننه ښيي چې پر سعودي عرب د جولای له لومړۍ نېټې د نومبر تر ۲۵مې پورې، یعنې په نږدې پنځو میاشتو کې ۲۷۴ بریدونه شوي دي.
د اکلېډ یا "د وسلهوالو شخړو د ځای او پېښو اړوند د معلوماتو پروژې'، پر ویبپاڼه لیکلي چې دا یو خپلواک او بېطرفه نړیوال څارونکی بنسټ دی او د دې لپاره د شخړو او اعتراضونو په اړه معلومات راټولوي چې د کړکېچونو پر مهال د بېلګو او تمایلاتو په پېژندلو، درک کولو او تعقیبولو کې مرسته وکړي.
د دې ادارې په وینا، پر سعودي د حوثیانو د ډېرو بریدونو مخه نیول شوې، خو لږ تر لږه ۴۱ بریدونه بریالي شوي یا یې بشپړ مخنیوی نه دی شوی. په ځینو مواردو کې د دفاعي سیستمونو له خوا ویشتل شویو پاتېشونو هم زیان اړولی دی.
د شمېرو له مخې، نږدې دوه پر درېیمه بریدونه د ډرونونو له لارې شوي او له نیمایي په ډېرو بریدونو کې بالستیک توغندي کارول شوي دي.
تر دې په ورمخکې پنځو میاشتو کې د حوثیانو یوازې یو برید ثبت شوی و.
خو د ایران له ملاتړه دې برخمنې ډلې کرار کرار لا پرمختللو وسلو ته لاسرسی موندلی، چې پایله کې یې د سعودي په زړه کې د پرلهپسې بریدونو وړتیا لوړه شوې ده.
پخوا د دوی ډېری بریدونه د یمن پولې ته په نږدې سیمو پورې محدود وو، خو اوس ریاض هم، چې له ګډې پولې تر ۷۰۰ کیلومترو لېرې پروت دی، پرلهپسې ډول په نښه کېږي.
ریاض د بریدونو تر سیوري لاندې
پر هوايي ډګر سربېره په ریاض کې د نفتو تاسیسات او مهمې ودانۍ هم د بریدونو له ګواښ سره مخامخ دي.
سعودي د خپلو ښارونو پر پراختیا، د نړیوالو پانګو پر ور ماتېدو او د ژوند، کار او سیاحت لپاره د یوه خوندي ځای په توګه د خپل انځور پر وړاندې کولو میلیاردونه ډالر لګولي دي، خو دغو بریدونو اوس دا ټولې هڅې له جدي ازموینې سره مخامخ کړې.
همدا راونه میاشت د ریاض په مالي ناحیه کې دوه اسمانڅکې ودانۍ په نښه شوې.
د عامه پانګونې صندوف (پيایاېف) پر ودانۍ برید کې ۱۱ کسان ټپیان شول. دا د سعودي تر ټولو لوړه ودانۍ او د دغه هېواد د دولتي پانګونې صندوق مرکز دی.
بله په نښه شوې وداني ارامکو ټاور و، چې د نفتو د دولتي شرکت دفترونه پکې پراته دي.
موږ چې کله د دې ودانۍ له څنګه په موټر کې تېرېدو، نو ښکارېدل چې اوښتی زیان دغه هېواد ته د پېښ ګواښ څرګنده نښه ده.

د عکس سرچینه، Saudi Press Agency/Reuters
خو یوازې په څو ورځو کې دننه دننه د ودانۍ بهرنۍ برخې بېرته په بشپړ ډول ورغول شوه او د برید ټول ښکاره نښې له منځه یوړل شوې.
داسې ښکاري چې سعودي عرب په دې توګه غواړي وښيي چې ثبات او عادي اقتصادي فعالیتونه له دغو بریدونو سره سره دوام لري.
د سعودي حکومت هغه "ترهګریز بریدونه چې ملکي او اقتصادي تاسیسات په نښه کوي" غندلي او ویلي یې دي چې د خپلې دفاع لپاره به "ټولې اړینې لارې چارې" وکاروي.
خو د دغو بریدونو له کبله پلازمېنې ریاض ته الوتنې په جدي ډول ګډوډې شوې او پر دې سربېره د مدینې او په ختیځ کې د "دمام" ښار د هوایي ډګر په څېر نور ځایونه هم پکې په نښه شوي دي.
ریاض ته ډېری تلونکي مساپر د هېواد په نورو هوایي ډګرونو کې کښته او بیا د سفر وروستۍ برخه په ځمکني ترانسپورت کې بشپړوي.
ارام که په وېره کې ژوند؟
هغه الوتکه چې موږ پکې دمام ته لاړو، نږدې تشه وه. خو د ریاض په کوڅو کې کیسه بل ډول ښکاري.
رستورانتونه ډک دي، کورنۍ په سوداګریزو مرکزونو کې ګرځي او خلک ظاهرآ د هوايي بریدونو ګواښونو ته له پام پرته خپل ورځنی ژوند کوي.
خو په یوه داسې هېواد کې چې د سانسور سخت قوانین پکې پلي او د بیان پر ازادۍ محدودیتونه وي، د شخړې په اړه په زغرده غږېدل ستونزمن دي؛ دا شرایط ډېر خلک له رسنیو سره په خبرو کې محتاطوي.
له هغو له منځه ډېرو کسانو چې له موږ سره یې خبرې وکړې، د خپل هېواد پر وړتیا باور څرګند کړ چې کولای شي دوی وساتي.
په یوه بوخت بازار کې بدر راته وویل، پر هوايي ډګر برید د اندېښنې وړ دی، خو ژوند ژر بېرته عادي حالت ته راستون شوی.
دی د خپل هېواد د امنیتي ځواکونو د ستاینې ترڅنګ وايي، "زه چې وېده کېږم، اندېښنه راسره نه وي."

د عکس سرچینه، BBC/Liam Weir
د راشد په نوم یو بل کس د شاوخوا هټیو ته په اشارې سره وایي: "بازار ښه روان دی. خلک سودا پېرې او پلوري، په خپلو کارونو بوخت دي. هر څه سم دي."
خو دغه عادي ژوند کله ناکله د هغو خبرداریو له کبله ګډوډېږي چې د موبایل ټیلیفونونو له لارې د را روان برید خبر ورکوي.
او وروسته د هوايي دفاعي سیستمونو له خوا د توغندیو او ډرونونو د ویشتلو لوړ غږونه اورېدل کېږي.
موږ د یوه سهار پر ۴:۰۰ بجو د همداسې خبرداري شاهدان وو او پر دې پوهېدل چې ټول بریدونه هم نه شنډېږي، خلک وېرولی شي.
برتانوی کډوال الیکس مالوف، چې له ۲۰۰۶ کال راهیسې په بېلابېلو پړاوونو کې په سعودي عربستان کې اوسېدلی، وایي د خپلې ۱۱ کلنې لور پر رواني حالت د دغه وضعیت اغېزو ته اندېښمن دی.
د هغه لور څو ځله په ښوونځي کې امنیتي خبرداري تجربه کړي دي.
نوموړی وايي: "لور مې وخت نا وخت راته وایي: پلاره، زه وېرېږم. دا هغه څه دي چې زموږ د ژوند حقیقت یې رابدل کړی دی."

د عکس سرچینه، BBC/Liam Weir
خو له دغو بریدونو سره سره، ابو خلیل وایي چې لا هم ځان په سعودي کې د یمن پرتله، چې جګړې پکې بیا زور اخیستی، ډېر خوندي احساسوي.
د یمن په لوېدیځ کې د حوثیانو وروستیو پرمختګونو دوی ته د سره سمندرګي پر ساحلي سیمو لا زیات کنټرول ورکړی او د حکومت د لنډمهاله مرکز عدن پر لور مهمې لارې یې له ګواښ سره مخامخ کړې دي.
د حکومت تر کنټرول لاندې تعز ښار په شاوخوا کې هم جګړې سختې شوې دي.
دغه ښار کلونه کلونه کلابندي او نښتې تجربه کړې دي.
د یونیسف په وینا د حوثیانو لخوا وروستیو کلابندیو لارې تړلې او له ۸۰۰ زرو څخه ډېر کسان یې له بشري مرستو محروم کړي دي.
بازار کې د خوراکتوکو او سونګ بیې لوړې شوې دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي یمن کې له اګست میاشتې راهیسې له ۳۶۰ زرو ډېر کسان بېځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په دې موده کې ۳۲۳ ملکیانو ته د مرګژوبلې اوښتلو پخلی کړی. دا اداره ويي، له دې ډلې ۷۶ تنه وژل شوي چې نیمايي یې ماشومان دي.
د سعودي په مشرۍ د عربي هېوادونو اېتلاف د حوثیانو د پرمختګونو او پر سعودي د بریدونو په ځواب کې په یمن کې خپلو هوايي بریدونو ته زور ورکړی، چې ملکي وګړو ته یې خطرونه هم زیات کړي دي.

د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock
د حوثي چارواکو په وینا، د روانې میاشتې پیل کې په صنعا کې همداسې یوه برید ۴۴ کسان ووژل.
ریاض وايي چې دغه عملیات یې د حوثیانو له خطره د یمن د خلکو او نړیوال سوداګرۍ د ساتنې لپاره کړي.
د یمن د کورنۍ جګړې په لومړیو کلونو کې د سعودي په مشرۍ د اېتلاف بمباریو زرګونه ملکي وګړي ووژل او ګڼ شمېر کورونه، روغتونونه او ښوونځي یې ویجاړ کړل.
حوثیانو هم د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو باندې د توغندیو، هاوانونو، ځمکنیو بریدونو او همدارنګه تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې له ظلمونو او زیاتیو سره ملکي وګړي له لوی کړاو سره مخامخ کړي دي.
ابو خلیل هیله لري چې ژر به خپله مېرمن او ماشومان له صنعا څخه سعودي عربستان ته راولي.
دی وایي: "تر هغه وخته به بېرته یمن ته ستون نه شم، چې حوثیان له منځه نه وي تللي."
اضافي راپور: جیسمین ډایر او احمد نور






















