د امریکا، چین او روسیې د ولسمشرانو تاریخي ناسته؛ ډونلډ ترمپ پوتین خپل ملګری وباله

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن (پنجشنبه د نومبر ۱۹مه) د چین په شنژېن ښار کې د اسیا-پاسفیک اقتصادي همکاریو سازمان (اپېک) تر غونډې مخکې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره لیدلي دي.
ټرمپ د دې کتنې پر مهال وویل چې دی او پوتین له کلونو راهیسې سره پېژني او ښه اړیکي لري.
نوموړي زیاته کړه چې د دوی دا لیدنه ښه پایله لرلی او یا لږترلږه راتلونکې لپاره ښه بنسټ ګرځېدای شي.
سپینه ماڼۍ وروسته وویل، چې دواړو مشرانو شاوخوا ۴۰ دقیقې خبرې وکړې.
د پوتین یوه سلاکار یوري یوشاکوف هم ویلي، چې له ټرمپ سره د پویتن دوه اړخیزه لیدنه "ښه" وه.
د هغه په وینا د اوکرایین جګړه د بحث عمده موضوع وه او ترڅنګ یې پر دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې وشوې.
د امریکا ولسمشر لا تر دې لیدنې مخکې ویلي وو چې له پوتین سره به د اوکرایین د جګړې په ګډون پر ځینو موضوعاتو خبرې وکړي.
دوی تېر کال په الاسکا کې هم د اوکرایین جګړې د پای ته رسېدو په تړاو ناسته کړې وه، خو کومې هوکړې ته نه وو رسېدلي.
ټرمپ تر دې مخکې هم په وار وار ویلي چې له ولادیمیر پوتین سره ښه اړیکي لري.
هغه څو ځله په اوکرایین کې د جګړې له اوږدېدو له کبله د دغه هېواد پر ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي نیوکې هم کړې دي.
د امریکا ولسمشر وروسته له خپل چیني کوربه سره هم دوه اړخیزه کتنه درلوده.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه له شي جینپېنګ سره تر لیدنې وروسته وویل چې متحد ایالتونه او چین دواړه غواړي د اوکرایین جګړه پای ته ورسېږي.
ټرمپ وویل، په دې جګړه کې هره میاشت ۲۵ زره کسان، چې لوی شمېر یې یې سرتېري دي، وژل کېږي.
هغه زیاته کړه، چې له پوتین سره یې "یوازې د مقدماتي چمتووالي لپاره" ولیدل، چې نننۍ درې اړخیزې غونډې لپاره زمینه برابره شي.
د امریکا ولسمشر هیله وښوده چې "ښايي یوه بریالۍ غونډه" ولري.
د اسیا-پاسفیک اقتصادي همکاریو سازمان (اپېک) د ارام سمندر غاړو ته د پرتو هېوادونو یوه اقتصادي ټولنه ده چې غړي هېوادونه یې د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو له بل سره غونډې او لیدنې کوي.



















