افغانستان کې د کان کیندنې لپاره کوم ډول چاودېدونکي کارول کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د کونړ ولایتي مرکز اسداباد کې وروستۍ چاودنه چې د ماشومانو په ګډون یې له لسو ډېر کسان مړه او له سلو زیات ټپیان کړل دا پوښتنه رادبره کوي چې، ښوونځي ته څېرمه په یوه کور کې دومره چاودېدونکو توکو ته څه اړتیا وه او چا کارول؟
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي" چاودنه د هغو چاودېدونکو توکو له امله شوې چې د کانونو د استخراج لپاره استعمالېږي."
د افغانستان په ډېرو کانیزو سیمو کې د کان کیندنې لپاره دودیز او پر کور جوړ چاودېدونکي توکي کارول کېږي.
دا کیماوي توکي چې ځايي خلک یې (سره باروت) بولي تر ډېره له ډیورنډ کرښې پورې د پاکستان له بېلابېلو سیمو راوړل کېږي. یو کان کیندونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي" یو ډول رنګ دی، له کیماوي سرې سره ګډېږي، بیا په پلاستیکي کڅوړو کې اچول کېږي او د برېښنايي برمې په وسیله د غره تشې شوې برخه کې ځای پر ځای کېږي چې وروسته چاودنه کوي او کان ته لاس رسی اسانېږي." دی وايي په ځینو سیمو کې د ( ۸۲توپ) له ګولۍ هم باروت ایستل کېږي او بیا په کانونو کې د چاودنو لپاره کارول کېږي.
د باروتو ترلاسه کولو لپاره روسۍ توپ ګولۍ هم یو مهال کارول کېدې خو د کیماوي سرې او ځانګړي رنګ کارول ځکه ډېر دي چې لېږد او کورونو کې ساتل یې اسانه برېښي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر راهیسې چې پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لارې بندې دي، خو د ناقانونه لېږد لپاره د کرښې په اوږدو کې ډېرې وړې او فرعي لارې شته چې"قاچاقچیان" یې د توکو د لېږدل لپاره کاروي.
که څه هم اوسمهال د طالبانو حکومت د کان کیندنې چارې ځانګړو شرکتونو ته سپاري او وايي چې هر څه په مسلکي ډول تر سره کېږي خو په ځینو سیمو کې ځايي خلکو بي بي سي ته ویلي چې لا هم د ناقانونه کان کیندونې چارې لیدل کېږي او په دودیزه بڼه چاودېدونکي توکي په کې کارول کېږي.
دا ناقانونه کان کیندنې له څو لسیزو په دغو سیمو کې روانې دي او په تېرو کلونوکې د افغانستان پخوانيو حکومتي چارواکو ادعا کړې وه چې یو شمېر وسله والې ډلې او ځواکمنې څېرې له دغو کانونو د خپلو مالي سرچینو لپاره کار اخلي.
د کونړ په چپه دره کې د بېروچو قیمتي ډبرې موندل کېږي او په ډېرو غرنیو سیمو کې یې کانونه شته چې ځايي خلک یې په کیندونو پسې وي. رپوټونه وايي چې اوس هم د دغو ډبرو موندنې لپاره د "ګلسلک او ګړنګل سیمو غرنۍ ډډې څېرل کېږي" چې دغه قیمتي ډبرې ترې وایستل شي.
د کونړ په خاص کونړ ولسوالۍ کې بیا د نیمه قیمتي ډبرو ګڼ کانونه شته چې دې وروستیو کلونو کې یې کیندنې چټکې شوې دي. دغه نیمه قیمتي ډبرې (نفرایټ) نومې ډېره موندل کېږي چې په ګاڼو او ښکلاییز توکو کې کارول کېږي.
د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي د خاص کونړ په سپینکۍ، چیڼچڼ ناو، ادرو تنګی او یو شمېر نورې سیمې یې په نښه کړي دي چې د نفرایټ کانونه لري.
دغه وزارت په یوه ویناپاڼه کې ویلي، پلاوی یې سیمې ته د ارزونې لپاره تللی او کیندونکو شرکتونو ته یې سپارښتنه کړې ده چې د کارکوونکو خوندیتوب او کیندونو مسلکي اړخ ته پام ډېر کړي.
که څه هم دا قیمتي ډبرې د حکومت یا د شتمنو سوداګرو له لوري کیندل کېږي او ډېره ګټه یې هغوی ته رسېږي خو د کونړ او نورستان په کلیوالو سیمو کې د کانونو پر مرګوني کاروبار ځايي خلک ښه اشنا دي ځکه د بې وزلو کورنیو لپاره دا د ګټېوټې مهم درک دی.
ما چې د کونړ په څو سیمو کې له کانونو لیدنه کړې یو ځای مې هم د خوندیتوب کوم سپارښتنه نه ده تر غوږو شوې او نه هم کومه لیکلې خبره مې تر سترګو شوې. ځینو سیمو کې د بېوزلو کارګرو یادګاري لیکل په لویو ډبرو ښکاري چې د دوی د خوارۍ نښې پرېږدي.
په ټوله کې د وسایلو کمی، خپلسرې کیندنې او پر کانیزو کیندونو کمزوری څار د دې لامل کېږي چې هم غر ښویدنې د کیندونکي ژوند وتروړي او هم د کونړ د وروستۍ چاودنې په څېر د بې احتیاطۍ په ټس کې د سیمې ګڼ خلک ژوند وبایلي.



















