څنګه د میرابال خویندو وحشیانه وژنې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیوالې ورځې د نومولو لامل شوې؟

په یوه انځور کې د میرابال خویندې
د عکس تشریح، د میرابال خویندو د وژنې وحشیانه بڼه هغوی د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې په یوه نړیوال سمبول بدلې کړې
    • Author, تحریریه بی‌بی‌سی موندو
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، هره ورځ په ټوله نړۍ کې ۱۲۹ ښځې او نجونې خپل ژوند له لاسه ورکوي. د دې وضعیت د بدلون په موخه، ملګرو ملتونو په ۱۹۹۹ کال کې د نومبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ ونوموله.

ملګرو ملتونو دا ورځ دې واقعیت ته په اشارې سره، چې "ښځې لا هم له خپلو ټولو بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو څخه په بشپړه توګه برخمنې نه دي." ونمانځله او دا مناسبت لاتینې امریکا او په ځانګړې توګه د ډومینیکن جمهوریت کې ځانګړی سمبولیک ارزښت لري.

د دې ورځې لپاره د نومبر ۲۵مه نېټه په تصادفي توګه نه ده ټاکل شوې.

دا ورځ د ډومینیکن جمهوریت د درېیو خویندو، مینروا، پاتریا او ماریا تېرېسا میرابال، د یاد په درناوي نومول شوې ده.

د ۱۹۶۰ کال د نومبر په ۲۵مه ووژل شوې، مړي یې ټوټه ټوټه د یوه موټر دننه، د لا کومبرې په سیمه کې د یوې درې په تل کې وموندل شول.

دا سیمه د کارابین په حوزه کې د ډومینیکن جمهوریت یوه غرنۍ سیمه ده.

دغه ښځې د " پتنګانو" په نوم هم پېژندل کېدې. د رافایل لېونیداس تروخییو د رژیم د امنیتي مامورینو له خوا ووژل شوې.

تروخییو له ۱۹۳۰ څخه تر ۱۹۶۱ کال پورې د دغه هېواد واکمن دیکتاتور و.

دغو خویندو په ښکاره توګه د هغه د واکمنۍ پر وړاندې مبارزه کوله.

په ډومینیکن جمهوریت کې د میرابال د درېیو خویندو مجسمې
د عکس تشریح، په ډومینیکن جمهوریت کې د میرابال د درېیو خویندو مجسمې

د "پتنګانو " د نوم ریښه

دا ښځې چې په حقیقت کې څلور خویندې وې، د ډومینیکن جمهوریت د سالسیدو ولایت په یوه شتمنه کورنۍ کې زېږېدلې وې.

دغه ولایت اوس د میرابال خویندو د ولایت په نوم یادېږي.

د دوی کورنۍ په کرنه او سوداګرۍ بوخته وه.

د میرابال خویندو لوړې زده‌ کړې کړې وې، ودونه یې کړي وو او اولادونه یې لرل.

د وژل کېدو پر مهال یې نږدې لس کاله د سیاسي مبارزو او فعالیتونو مخینه لرله.

مینروا او ماریا تېرېسا د " جون د ۱۴مې غورځنګ" په فعالیتونو کې د ګډون له امله څو ځله زنداني شوې وې.

دغه غورځنګ یوه پټه شبکه وه، چې سیاسي اعلامیې یې وېشلې او د مقاومت ډلې یې جوړولې.

د دې غورځنګ نوم د یوې ناکامې وسله والې هڅې په یاد کې اېښودل شوی و، چې د ۱۹۵۹ کال د جون په ۱۴مه یې له کیوبا څخه پیل شوې وه.

د ډومینیکن د مقاومت د یادګاري موزیم مشرې لویسا دې پینیا دیاز تر دې مخکې له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي وو:

"هغوی د پټو فعالیتونو او مقاومت اوږده مخینه لرله او ګڼ شمېر خلکو پېژندلې."

په وینزویلا کې د بشري حقونو پخوانۍ مدافعې، ګابریلا رامیرېز، هم ورته نظر څرګند کړی و.

نوموړې د هغې ډلې مشري کوله چې "له تاوتریخوالي څخه د پاک ژوند د لرلو په برخه کې د ښځو د حق بنسټیز قانون " یې تدوین و.

د همدې قانون له مخې، په ونزویلا کې د ښځو وژنه "فیمیسایډ" د جزایي قانون په چوکاټ کې جرم وپېژندل شو.

هغې په ډاګه کړې وه:

"هغوی له خپلو مېړونو څخه د غچ اخیستلو لپاره ونه وژل شوې، بلکې ځکه ووژل شوې، چې د تروخییو د دیکتاتورۍ پر وړاندې د مبارزې مخکښې مشرانې او فعالې مبارزې وې."

تروخییو د کمرې مخې ته د انځور اخیستو لپاره ځانګړی اکټ کړی
د عکس تشریح، ویل کېږي، چې د ډومینیکن جمهوریت دیکتاتور تروخییو له مینروا میرابال سره مینه لرله، خو د هغې رد ځواب د هغه غوسه راوپاروله

د بلخیکا اډېلا میرابال په وینا، چې د "دېدې" په نوم مشهوره وه، د کورنۍ تر ټولو کشره غړې او له څلورو خویندو څخه یوازینۍ ژوندۍ پاتې شوې وه، د دویمې خور، مینروا، سیاسي فعالیتونه هغه مهال پیل شول، چې نوموړې له خپلې یوې ټولګیوالې واورېدل چې پلار یې د تروخییو په امر وژل شوی و او هغه پخپله د دې پېښې شاهدې وه.

دېدې دا کیسه په خپلو خاطرو کې " ژوندۍ د هغوی په باغ کې " تر سرلیک لاندې کتاب کې لیکلې ده.

نوموړې په ۲۰۱۴ کال کې مړه شوه.

د مینروا د ژوندلیک لیکونکو په وینا، له پریکلېس فرانکو سره د هغې ملګرتیا، چې د کیڼ اړخي غورځنګ له مشرانو څخه و او څه موده یې په چیلي کې په جلاوطنۍ کې تېره کړې وه، هم ښايي د دیکتاتورۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د مینروا پر پرېکړې اغېز کړی وي.

د بښنې نړیوال سازمان د هسپانوي ژبې څانګې په یوه مقاله کې لیکلي، چې مینروا به د حکومت پر ضد خپل سیاسي پیغامونه او اعلامیې د "پروانې" په مستعار نوم لاسلیکولې.

ډېر ژر دا نوم د هغې پر دوو نورو خویندو، پاتریا او ماریا تېرېسا، هم کېښودل شو.


د پلاکاردیانو لاریونکوونکو انځور چې د میرابال خویندو انځور ځان سره لېږدوي
د عکس تشریح، درې خویندې چې نړۍ کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د مبارزې په سمبول بدلې شو

هغه مېلمستیا چې هر څه یې بدل کړل

د میرابال کورنۍ ټولنیز او اقتصادي وضعیت دوی ته دا زمینه برابره کړې وه، چې د ۱۹۴۹ کال په جون میاشت کې په هغې مېلمستیا کې ګډون وکړي چې تروخییو هم پکې حضور درلود.

د دې مېلمستیا پر مهال د دیکتاتور پام مینروا ته واوښت، چې د ښکلا شهرت یې هر لوري ته خپور و.

څو اوونۍ وروسته، دولتي چارواکو دغه کورنۍ ته بلنه ورکړه، چې د اکتوبر د ۱۲مې په مناسبت جوړېدونکي د نڅا په مراسمو کې ګډون وکړي.

د مینروا د ژوندلیک لیکوال ویلیم ګالوان په وینا، تروخییو څو ځله له مینروا سره نڅا وکړه او خبرې یې ورسره وکړې خو مینروا نه یوازې د هغه د مینې څرګندونې رد کړې، بلکې ترې یې وغوښتل چې" هغه او لوستی ځوان پریکلېس فرانکو نور په خپل حال پرېږدي."

د ځینو نورو سرچینو په وینا، کله چې مینروا تروخییو ته خپله لېوالتیا څرګنده نه کړه، هغه ترې وپوښتل: " ایا زما له سیاسي نظریاتو سره لېوالتیا نه لرې، که دې نه خوښېږي؟"

مینروا په ځواب کې وویل: " نه، نه مې خوښېږي."

د برېټانیکا د لیکنې له مخې، تروخییو په ځواب کې ورته وویل: " که خپل پلویان درولېږم چې ستا زړه نرم کړي، نو څه به وي؟"

لاریونوال او په لومړي کتار کې یو کس چې ټوکرین شعار یې نیولی دی
د عکس تشریح، ملګرو ملتونو د لاتینې امریکا د ځینو ډلو په غوښتنه، د نومبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ ونوموله

له دې پېښې سملاسي وروسته د میرابال کورنۍ مېلمستیا پرېښوده.

د دوی دغه چلند د دې لامل شو چې مینروا او کورنۍ یې د حکومت د غچ اخیستنې او ځورونې هدف وګرځي.

له مېلمستیا څو ورځې وروسته، د کورنۍ پلار، انریکې میرابال، ونیول شول، په داسې حال کې چې یوه والي ورته سپارښتنه کړې وه چې د پېښې له امله بښنه وغواړي. لږه موده وروسته، مینروا هم ونیول شوه.

د کورنۍ د پلار پرله‌ پسې ځورونې، تعقیب او نیونو په راتلونکو کلونو کې د هغه پر روغتیا ناوړه اغېز وکړ او په ۱۹۵۳ کال کې ومړ.

مینروا یو ځل په مبارزانه لهجه ویلي وو:

"که ما ووژني، نو لاسونه به مې له قبره راوباسم او لا به پیاوړې شم."

له یوې "پېښې" څخه تر یادغونډې پورې

تر ۱۹۶۰ کال پورې د ډومینیکن جمهوریت چارواکو د میرابال خویندې د هغو مخالفانو په توګه په ښه توګه پېژندلې وې چې د حکومت پر وړاندې یې په پټه مبارزه کوله.

له همدې امله، هغوی څو ځله نیول شوې او بېرته خوشې شوې وې او له ګڼو ګواښونو سره هم مخامخ وې.

ماریا تېرېسا میرابال ویلي وو:

"ښايي تر ټولو نږدې برخلیک چې زموږ په تمه دی، مرګ وي؛ خو دا فکر ما نه وېروي. موږ به د عدالت لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوو."

د هغوی اندېښنې د ۱۹۶۰ کال د نومبر په ۲۵مه پر حقیقت بدلې شوې.

په دغه ورځ امنیتي مامورینو درې خویندې او د هغوی موټرچلوونکی، روفینو دې لا کروز، هغه مهال ودرول چې دوی د خپلو زنداني مېړونو له لیدنې څخه بېرته راګرځېدل.

مامورینو دغه درې ښځې او د هغوی مل کسان یې ووژل او هڅه یې وکړه، چې د پېښې د صحنې په بدلولو سره دا جنایت یوه ترافیکي پېښه وښيي.

د ښځې د اوږدې تلي لروونکي سور رنګه بوټ نږدې انځور، چې څو نور بوټان هم په بېلابېلو ځایونو کې پر ځمکه پراته دي
د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په لاتینې امریکا کې هره ورځ د ښځو د وژنې ۱۱ پېښې ثبت شوې دي

خو له هماغه پیله د پېښې رسمي روایت له شکونو سره مخ شو او څو کاله وروسته د وژنې یوه عامل په خپله د ترسره شوي جنایت اعتراف وکړ.

سیریاکو دې لا روسا په خپلو اعترافاتو کې څرګنده کړه چې د میرابال خویندې له نیول کېدو وروسته وژل شوې وې.

هغه دغه راز د درېیو خویندو او د هغوی د موټرچلوونکي په وژنه کې د روخاس لورا، الفونسو کروز والېریو، مایتا او خپل ګډون هم یاد کړ.

د میرابال خویندو وژنې سملاسي د حکومت پر وړاندې د مقاومت په پیاوړتیا او یووالي کې مرسته وکړه؛ دغه مقاومت هم د هېواد دننه او هم له هېواده بهر پراخ شو.

تروخییو چې له بېلابېلو لورو د زیاتېدونکي فشار له امله له ستونزو سره مخ شوی و، د پوځ ملاتړ یې هم له لاسه ورکړ او د ۱۹۶۱ کال د مې په ۳۰مه ووژل شو.

دا پېښه د میرابال خویندو له وژل کېدو څه کم اووه میاشتې وروسته رامنځته شوه.

د دغو درېیو خویندو کیسه په ۱۹۹۴ کال کې د جولیا الوارېز د "د پتنګانو په زمانه کې" تر سرلیک لاندې ناول په خپرېدو سره یو ځل بیا د خلکو پام ځان ته واړاوه.

الوارېز په امریکا کې د ډومینیکن جمهوریت د جلاوطنو په کورنۍ کې زېږېدلې وه.

پلار یې د مقاومت د غورځنګ غړی و.

ګابریلا رامیرېز له بي بي سي سره په خبرو کې یادونه کړې وه:

" په ۱۹۸۱ کال کې، د لاتینې امریکا یوې ډلې فیمینستو فعالانو چې په بوګوتا کې سره راټولې شوې وې، وړاندیز وکړ چې د دغو خویندو د یاد په درناوي دې د نومبر ۲۵مه د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د قربانیانو د یاد ورځې په توګه ونومول شي. "

هغې زیاته کړې وه:

"زما په اند، د نومبر ۲۵مه ان د ښځو له نړیوالې ورځې هم ډېره مهمه ده؛ ځکه د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، په ځانګړې توګه په لاتینې امریکا کې، دومره پراخ او عام دی."

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۵۰ زره ښځې او نجونې د خپلو ژوندملګرو یا د کورنۍ د نورو غړو له خوا وژل شوې دي.