پاپ فرانسېس په خپلو خاطرو کې: "ما شیطان درې ځله لیدلی دی"

د واتیکان پخوانی پاپ، پاپ فرانسېس، اسمان ته ګوري.
    • Author, ايما هاريسن
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د واتیکان پخواني پاپ پاپ فرانسېس د خپلو شخصي خاطرو په تازه خپرو شویو برخو کې ویلي، چې د خپل ژوند په اوږدو کې یې شیطان درې ځله لیدلی او د "دوزخ دروازې" یې هم لیدلې دي.

دغه کتاب چې "د پاپ فرانسېس شخصي خاطرې" نومېږي، د سې‌شنبې په ورځ خپور شوی دی. په کتاب کې د ۲۰۲۱ کال یوه لیکنه ده، چې له مخې یې مړ شوي پاپ فرانسېس د خپل ژوند په اوږدو کې درې ځله شیطان لیدلی و.

د نوموړي په وینا، لومړی ځل کله چې دی موټر کې و بهر یو شیطان ولید، دویم ځل یې د مذهبي مراسمو پر مهال "د سندرو ویلو د ډلې پر بالکن لیدلی و او درېیم ځل یې په واتیکان کې له یو شمېر چارواکو سره د یوې غونډې پر مهال لیدلی و.

پاپ فرانسېس د دغو لیدنو له ډلې د یوې په یادولو سره لیکلي دي: "زه د هغه د غږ سختوالی او ناوړه اواز هېڅکله نه شم هېرولای."

پاپ په خپلو خاطرو کې، چې د ۱۹۹۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ یې لیکلې دي، په ۲۰۱۸ کال کې چیلي ته د خپل سفر په اړه هم پښېماني څرګنده کړې ده. هغه مهال نوموړی د یوه اسقف د ملاتړ له امله له نیوکو سره مخ شوی و. پر دغه اسقف تور پورې شوی و، چې د یوه کشیش له لوري د ترسره شوي جنسي تېري د پټولو هڅه یې کړې وه.

پاپ فرانسېس، چې د ۱۲ کلونو لپاره یې د کاتولیکې کلیسا مشري کړې او په ۲۰۲۵ کال کې وفات شو، وروسته له دې پېښې بښنه وغوښته او د چیلي ټول اسقفان یې روم ته راوبلل. هغوی هلته په ګډه خپلې استعفاوې وړاندې کړې.

هغه د خپلو خاطرو د ۲۰۲۱ کال په یوه لیکنه کې لیکلي دي:

"ما په چیلي کې د وضعیت له امله داسې احساس کاوه، لکه له دننه چې مات شوی یم."

نوموړي زیاته کړې: "په چیلي کې د پېښې منل راته سخت وو، ځکه ما فکر نه کاوه چې موضوع به تر دې کچې جدي وي."

پاپ د هغو لیدنو په اړه، چې د ده په باور له شیطان سره مخامخ کېدل وو، ویلي چې د هغه "له ګواښ ډکو سترګو" لیدل یې هېڅکله له یاده نه دي وتلي.

د پاپ فرانسېس د شخصي خاطرو د کتاب یوه ټولګه.

پاپ فرانسېس د خپلې دویمې لیدنې په اړه، چې د ده په وینا د کارملیانو مذهبي ډلې اړوند یوې کوچنۍ کلیسا کې هغه مهال رامنځته شوې وه چې نوموړی د ارجنټاین د پلازمېنې بوینس آیرس د اسقفانو مشر و، لیکلي دي:

"هغه په خپلو دوو لمبو ته ورته ځلېدونکو سترګو راته وکتل. سترګې یې تر پخوا ډېرې تېزې او د اور د لمبو د ځلا په څېر وې."

نوموړي څرګنده کړې، چې د شیطان حضور به یې په سفرونو کې هم ورسره و؛ په دې کې چیلي ته سفر هم شامل و، چې هغه مهال د مذهبي پوهانو د جنسي تېریو د رسوایۍ موضوع راپورته شوې وه. همدارنګه، له روم د بېرته ستنېدو څو ورځې وروسته په یوه غونډه کې هم له ورته حالت سره مخ شوی و.

هغه لیکلي دي: "ما هغه ولید او غږ مې یې واورېد. هغه د خپلې بریا له امله ډېر خوښ و، داسې ښکارېده لکه پر هر څه چې واکمن وي."

نوموړي زیاته کړې، چې "خدای ماته له دغو لیدنو د خلاصون فرصت راکړ."

مرحوم پاپ همدارنګه څرګنده کړې، چې د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کې یې د خوب کولو لپاره د چمتووالي پر مهال د "دوزخ دروازې" لیدلې وې.

هغه ویلي: "ما د دې صحنې په اړه لږ فکر وکړ، خو ناڅاپه وېره راباندې غالبه شوه."

نوموړي زیاته کړې، چې د دې حالت پر وړاندې یې "د تسبېح دانو ته د یوې وسلې په سترګه وکتل."

هغه لیکلي دي: "د دوزخ دروازو ته نږدې کېدل خطرناک دي؛ ځکه له هغو څخه د اور لمبې راوتلی شي او هر هغه څوک سوځولی شي چې ورنږدې شي."

د دغو خاطرو د سمون او تدوین چارې د واتیکان د عقیدې د اصولو د ادارې مشر او د پاپ فرانسېس ملګري کارډینال ویکتور فرنانډېز ترسره کړې دي. دغه اثر د شلمې پېړۍ له شپېتمې لسیزې راهیسې د یوه پاپ لومړنی یادښتونه دي چې په عامه توګه خپرېږي.

پاپ فرانسېس په ۲۰۱۳ کال کې د کاتولیکې کلیسا د مشر په توګه وټاکل شو او د ۲۰۲۵ کال په اپرېل میاشت کې د ۸۸ کلونو په عمر وفات شو.