د بن ناستې ۲۵مه کالیزه؛ اخضر ابراهیمي:"د یوه پښتون مشر پر ټاکلو اجماع شوې وه"

پنځه ویشت کاله وړاندې څلور ډلې افغانان د جرمني د بن ښار په یوه هوټل کې، چې د ښار په یوه تر ټولو خوندي سیمه کې و، سره راټول شوي و. دوی غوښتل د جګړه ځپلي افغانستان لپاره د یوه نوي نظام پر سر هوکړې ته ورسېږي.
د عکس تشریح، د بن د غوندې د څلورو ډلو استازي د بن هوکړې د لاسلیک پر مهال.
    • Author, علي حسیني
    • دنده, بي‌ بي‌ سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۱۰ دقیقې

پنځه ویشت کاله وړاندې څلور ډلې افغانان د جرمني د بن ښار په یوه هوټل کې، چې د ښار په یوه تر ټولو خوندي سیمه کې سره راټول شوي و. دوی غوښتل د جګړه ځپلي افغانستان لپاره د یوه نوي نظام پر سر هوکړې ته ورسېږي.

شاوخوا پنځه، شپږ سوه نړیوال خبریالان د راین سیند په یوه کښتۍ کې چې له هوټله په پنځلس دقیقې واټن کې وه، په دې تمه نهه ورخې تیري کړې، چې پوه شي د "افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د کنفرانس" پایله به څه وي.

دا غونډه د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له نسکورېدو وروسته، د ۲۰۰۱ کال د نومبر پر ۲۷مه، د شمال ټلوالې، پېښور، قبرس او روم په نومونو د مشهورو څلورو ډلو د غړو او د ۲۲ هېوادونو د استازو په ګډون پیل شوه. یاده غونډه د هماغه کال د نومبر په وروستیو او د ډسمبر په لومړیو کې د نړۍ تر ټولو مهمه خبري پېښه وه.

د دغه کنفرانس د مشر، اخضر ابراهیمي ویاند احمد فوزي و چې هلته یې یوه تر ټولو مهمه دنده د خبریالانو د پوښتنو ځوابول و. هغه هره ورځ د ماسپښین په دوو بجو د "رسنیو په کښتۍ" کې خبري غونډه جوړوله.

د ماسپښین د دوو بجو د وخت ټاکلو موخه دا وه چې اروپايي رسنۍ د ورځي په جریان کې خپلو خپرونو کې، د افغانستان او سیمې رسنۍ د ماښام او شپې په خبري ساعتونو کې، او د امریکا په ختیځ کې د سهار په اتو بجو د بن د غونډې موضوعاتو ته پوښښ ورکړي.

خو د بن ښار د پیټرزبرګ هوټل دننه، د بېلو سیاسي بهیرونه ۲۳ افغانانو به تر ډېره خپلې خبرې له روژه ماتي وروسته پیلولې او تر پیشلمي به یې دوام کاوه.

دا چې هغه مهال روژه وه نو، جرمني کوربنو هم د خپل خوراک او څښاک وخت ورسره برابر کړی و.

له روژه ماتي تر پېشلمي خبرې اترې

ملګرو ملتونو هرې ډلې ته یوه جلا خونه ځانګړې کړې وه، چې غړو به یې په هغې کې بحثونه او خبرې اترې کولې. وروسته به ټول په عمومي تالار کې سره راټولېدل، څو د بن هوکړه ‌لیک وروستی کړي.

په پیل کې ټاکل شوې وه چې د اوو ورځو په ترڅ کې به هوکړه لیک وروستی شي، خو د واک پر وېش او د لنډمهالې ادارې د غړو پر ټاکلو د افغان پلاوو ترمنځ د نظر اختلافاتو له امله، خبرې اترې د ډسمبر تر پنځمې نېټې وغځېدې.

د نهمې ورځې په سهار، د نهو بجو پر مهال، افغان پلاوو د لنډمهالې ادارې د جوړښت، د واک د تدریجي لېږد، د بېړنۍ لویې جرګې د جوړېدو او د اساسي قانون د تدوین پر چوکاټ هوکړه وکړه.

هغوی همدارنګه د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړولو، د ښځو پر وندې، د بشري حقونو په پام کې نیولو او د خپلواکو ټاکنو پر ترسره کولو هم هوکړې ته ورسېدل.

خو د هغه کس له هڅو پرته به هوکړې ته رسېدل ګران و، چې له یوې خونې به بلې ته د پلاوو ترمنځ د خبرو لپاره ورتللو او د شپې تر دوو او دریو بجو به یې له هغوی سره خبرې کولې او قانع کول به یې.

دا کس افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی اخضر ابراهیمي و.

هغه د الجزایر یو تجربه ‌لرونکی ډیپلومات او د ملګرو ملتونو له "مخکښو څېرو" یو و، چې د نړۍ په کړکېچنو سیمو کې په دندو پاتې شوې و.

د شمالي اتحاد شاوخوا لس غړي د یادګاري عکس اخیستلو لپاره د یوې امریکایي الوتکې مخې ته ولاړ دي. دوی ټاکل شوې ده چې د «بون په کنفرانس» کې د ګډون لپاره جرمني ته سفر وکړي.
د عکس تشریح، د شمالي ټلوالې غړي جرمني ته له تګ وړاندې د یوه ګډ انځور لپاره ولاړ دي.

"مهمه وه چې ولسمشر باید پښتون وای"

د بن د غونډې د ۲۵مې کلیزې په درشل کې مو چې، له منځه یې راوتلې هوکړې د افغانستان سیاسي تاریخ بدل کړ، له اخضر ابراهیمي سره مرکه کړې ده.

هغه په دې مرکه کې وايي چې د بن له غونډې یو څه موده وروسته باید دا پوښتنه راپورته شوې وای چې طالبان چېرته ولاړل او څه ورپېښ شول؟

له ښاغلي ابراهیمي مې لومړۍ پوښتنه دا وه چې حامد کرزی یې له کوم وخت راهیسې پېژانده؟

ما دا پوښتنه ځکه ترې وکړه چې ډېر افغانان هغه مهال، چې حامد کرزی د لنډمهالې ادارې د مشر په توګه وټاکل شو، د نورو سیاسي څېرو په څېر له هغه سره بلد نه وو. داسې حال کې چې نوموړی د بن د غونډې په مخکنیو کلونو کې فعال و او د سیمې هېوادونو ته یې سفرونه کول.

ښاغلي ابراهیمي په ځواب کې وویل: "د بن له کنفرانس درې که څلور کاله مخکې مې له هغه سره لیدلي وو. اوږدې خبرې مې ورسره کړې وې او پوهېدم چې څوک دی او کورنۍ مخینه یې څه ده."

د ښاغلي ابراهیمي په خبره، حامد کرزي هغه مهال هڅه کوله چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره یوه لویه جرګه جوړه کړي.

د هغه په حواله د بن په غونډه کې د شمال ټلوالې چې د طالبانو غیر پښتانه مخالفین و ګډون کړی و او افغانستان او جرمني کې یې هم سیاسي وضعیت په ګته و. دې خبرې ته په دوام مې له ښاغلي ابراهیمي وپوښتل چې د لنډ مهالې ادارې لپاره څنګه یو پښتون مشر وټاکل شو؟

هغه په ځواب کې وویل:

"زما په اند، ټول افغانان په دې اړه یوه خوله وه، چې افغانستان کې پښتانه تر نورو قامونو ډېر دي. خپله پښتانه په دې باور وو چې د هېواد مطلق اکثریت جوړوي. نورو ویل چې هغوی تر ټولو ډېر نفوس لرونکې خلک دي، خو مطلق اکثریت نه دي.

په هر صورت، ټولو دا منله چې پښتانه د افغانستان د خلکو یوه مهمه برخه جوړوي. په داسې حال کې چې تاجکانو، هزاره‌ګانو او نورو لږکیو وسلې، پیسې او هر څه په واک کې لرل، پښتنو هېڅ هم نه لرل.

سربېره پر دې، افغانستان په دودیز ډول د پښتنو له خوا اداره شوی دی. له همدې امله، دا موضوع یوازې مهمه نه، بلکې اړینه وه چې د ولسمشر په توګه باید یو پښتون وټاکل شي."

در عکس محمد یونس قانونی، سیدحسین انوری و آمنه افضلی از شرکت‌کنندگان نشست بن دیده می‌شوند
د عکس تشریح، محمد یونس قانوني د "شمالي ټلوالې" مشري کوله.

د ښاغلي ابراهیمي په وینا، د بن د غونډې د ګډونوالو تر منځ (آن په پښتنو کې هم) داسې کسان وو چې غوښتل یې یو"ازبک نوماند" دې وټاکل شي.

د ښاغلي ابراهیمي موخه عبدالستار سیرت و، چې د روم په نوم یادېدونکې ډلې غړی او د افغانستان د وروستي پاچا محمدظاهرشاه ته نږدې کس و. محمدظاهرشاه هغه مهال په جلاوطنۍ کې په روم کې اوسېده.

ښاغلي سیرت د محمدظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال د عدلیې وزیر و.

نوموړي څو میاشتې مخکې له "رسالت" کانال سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې پرېکړه شوې وه د روم ډلې خپل منځۍ ټاکنې به د حامد کرزي، هدایت امین ارسلا او عبدالستار سیرت د نوماندۍ په ګډون ترسره شي.

عبدالستار سیرت زیاته کړې وه:

"د رایې اچونې له پیل یو ساعت وروسته یې راته وویل چې راشه، کار خلاص شو. کله چې پیټرزبرګ هوټل کې له خپلې خونې ښکته شوم، ومې لیدل چې په دهلېزونو کې انګرېزان او امریکایان داسې ښکارېدل لکه قیامت چې پرې راغلی وي. حالت یې ډېر خراب و. ناڅاپه یو کس زما خوا ته په منډه راغی او ویې ویل: کنګرېچولېشن (مبارک دې وي)، تاسو ټاکل شوي یاست."

هغه "رسالت" کانال سره خبرو کې دا هم ویلي و چې کله د پلاوي غړو ته ورغی، هغوی ورته وویل: "ټاکنې وشوې، تاسو ۱۱ رایې وګټلې، کرزي دوه رایې او هدایت امین ارسلا یوه رایه ترلاسه کړه."

د ښاغلي سیرت د "ټاکنې" په اړه مې له اخضر ابراهیمي وپوښتل چې اصلي کیسه څه وه؟

هغه په ځواب کې وویل:

«هغه نوماند ډېر محترم سړی و او د روم ډلې ډېرو غړو غوښتل چې نوموړی مشر شي. زه یوازینی کس نه وم چې د راتلونکي مشر په توګه مې د ډاکټر سیرت مخالفت کاوه. زما په اند، زما غږ هم د مخالفو غږونو له ډلې یو غږ و.

پوهېږئ، ډابینز هلته د امریکایانو یوازینی استازی نه و. ښاغلی زلمی خلیلزاد، چې په خټه افغان هم و، هغه هم د امریکا د ولسمشر استازی و.

زما په اند، اجماع په رښتیا هم د حامد کرزي په ګټه وه. لکه څنګه چې مي څو ځله ویلي، له بده مرغه، په هغه وخت کې د افغانستان وضعیت همداسې و.

د افغانستان ټولو ګاونډیو هېوادونو د احتمالي افغان مشرانو نوملړونه لرل. ایران، پاکستان، روسیې، چین او د شمال د منځنۍ آسیا هېوادونو هر یوه په خپل نوملړ کې حامد کرزی د یوه احتمالي نوماند په توګه شامل کړی و. هغه یوازینی کس و چې د ټولو هېوادونو په نوملړونو کې یې نوم موجود و. له همدې امله، زما په اند، په هغه وخت کې د هغه ټاکل کېدل په بشپړه توګه روښانه وو."

د ښاغلي ابراهیمي په وینا، رایه اچونه ترسره نه شوه، بلکې د افغانانو او د بېلابېلو هېوادونو د استازو ترمنځ د حامد کرزي د ټاکلو په اړه اجماع موجوده وه.

ما ترې وپوښتل: نو کله چې ښاغلي سیرت ادعا کړې چې د اکثریت رایې یې ترلاسه کړې وې، ایا ستاسو په اند د هغه ادعا سمه نه وه؟

هغه ځواب راکړ:

"نه، نه، نه. هغوی اکثریت نه درلود. هغه د روم ډلې له خوا نوماند شوی و (چې په همدې نوم یادېده). موخه مې د پاچا پلاوی دی. خو ډېر ژر د ټولو ګډونوالو ترمنځ بشپړه اجماع رامنځته شوه، پرته له دې چې ښايي پروفیسور سیرت ورسره موافق نه و.

وروسته د افغانستان د خلکو د اکثریت ترمنځ هم د حامد کرزي په ګټه اجماع رامنځته شوه.

زه پوهېږم چې پروفیسور سیرت د ناهیلۍ لپاره ډېر دلایل لرل. خو ډاډه یم چې د هغه به هم دې خبرې ته پام شوی وي چې، په هغه پړاو کې افغانستان ته په مطلق ډول یو پښتون ولسمشر اړین و."

هغه همدارنګه وویل چې ښاغلی سیرت پرې ډېر سخت غوسه و او ښايي تر یوه حده خلیلزاد ته هم غوسه و. خو زما په اند، نوموړي په پای کې دا حقیقت ومانه چې د بن په غونډه کې هماغه ۳۶ حاضر کسان وو چې حامد کرزی یې د ده پر ځای ومانه.

مصطفی ظاهر، نواسه محمد ظاهر، آخرین شاه افغانستان در حال صحبت با عبدالستار سیرت
د عکس تشریح، عبدالستار سیرت د "روم ډلې" مشر و.

یوه بله مسله چې ښاغلي سیرت په دې مرکه کې ورته اشاره وکړه،د طالبانو له پامه غورځول و.

هغه وویل:

«یوه مهمه خبره چې امریکایانو یې په اړه د فکر کولو اجازه ورنه کړه دا وه چې، طالبانو د هېواد پر ۹۵ سلنه خاوره واک درلود. هغوی د امریکا د الوتکو په وسیله مات شول. خو چېرته ولاړل؟ څه ورپېښ شول؟ چېرته وو؟ د څه په اړه یې فکر کاوه؟ څه یې کول؟ بې له شکه، هغوی ډېر ملاتړي لرل. لږ تر لږه یې یو څه ملاتړ درلود، که څه هم د شمال ټلوالې ویل چې هغوی ډېر ملاتړ نه لري. دا او دې ته ورته خبرې یې کولې."

د طالبانو ډلې ته د نه پاملرنې له امله اخضر ابراهیمي د "دویم بن" کنفرانس جوړېدو وړاندیز وکړ.

هغه د دغه کنفرانس د موخې په اړه وویل:

"د دویم کنفرانس له جوړېدو مې موخه دا وه چې د هغو ۳۶ کسانو د ګډون پرتله پکې لا نور کسان هم وي چې د پراخې استازولۍ تضیمن پکې وشي.

موږ ډېرو نورو کسانو ته اړتیا لرله؛ داسې کسانو ته که خپله طالبان نه وي، لږ تر لږه له طالبانو سره نږدې اړیکې ولري.

همدارنګه، پر موږ ډېره نیوکه شوې وه چې یوازې مو له هغو کسانو سره خبرې وکړې چې وسلې یې لرلې. ډېر داسې کسان هم وو چې وسلې یې نه لرلې، خو په خپل هېواد کې یې د سولې لپاره فعالیت کاوه. هغوی په بن کې نه وو او په هغه کنفرانس کې یې ګډون نه درلود.

نو راځئ، هغوی هم سره راټول کړو، څو داسې نظام ولرو چې د خلکو پراخ استازیتوب وکړي."

خو د ښاغلي ابراهیمي په وینا (امریکایانو دغه وړاندیز ونه مانه.)

د ایرانیانو وړاندیزونه: ټاکنې او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه

جیمز ډابینز، چې هغه مهال د افغان مخالفینو په چارو کې د امریکا استازی و، له دې غونډې وروسته یې د "له طالبانو وروسته افغانستان" تر سرلیک لاندې یو کتاب ولیکه.

هغه په خپل کتاب کې ویلي چې کله د بن په کنفرانس کې د هوکړه‌لیک مسوده د ارزونې لپاره ووېشل شوه، نو ایرانیانو وړاندیز وکړ چې په هوکړه ‌لیک کې داسې مادې ورزیاتې شي چې له مخې یې د افغانستان راتلونکی حکومت د ولسواکو ټاکنو ترسره کولو او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته ژمن وي.

ما له ښاغلي ابراهیمي وپوښتل چې ایا دا خبره سمه ده او ایا دا وړاندیز واقعاً د ایرانیانو و؟

هغه په ځواب کې وویل:

"له یوه پلوه خوښ یم چې ډابینز د ایرانیانو تر اغېز لاندې راغلی و. په حقیقت کې، د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر، هغه کس چې موږ به تر ټولو ډېر ورسره لیدل، هغه مهال لا د بهرنیو چارو وزیر نه و. جواد ظریف...

ډاکټر جواد ظریف یو پېژندل شوی کس و؛ بې له شکه، د خپل نسل په کچه د نړۍ له غوره ډیپلوماتانو یو و.

له همدې امله، ډابینز تر دې ډېر چې د یوه هېواد په توګه د ایران تر اغېز لاندې راغلی وي، د جواد ظریف تر اغېز لاندې راغلی و.

هغوی (ایرانیانو) تر یوه حده رغنده چلند وکړ. خو پاکستان، له بده مرغه، په لومړي سر کې خپګان او ناخوښي ښودله، چندان یې ګډون نه کاوه او لېوالتیا یې هم نه لرله. خو وروسته یې بېرته لېوالتیا پیدا کړه."

آیا طالبان په "لومړنۍ ګناه" اخته شوي دي؟

څو کاله وړاندې مې لوستي وو چې اخضر ابراهیمي د بن په غونډه کې د طالبانو د ډلې د استازو نه ګډون "لومړنۍ ګناه" بللې وه. ما ترې وپوښتل چې په هغه وخت کې د طالبانو د بلنې شونتیا نږدې صفر وه، خو له دې سره سره تاسو د هغوی نه شتون "لومړنۍ ګناه" بللی وه؟

هغه په ځواب کې وویل:

«نه، نه. زما موخه دا نه ده چې د بن کنفرانس دې ملامت وي. دا د درک وړ وه چې هغوی د بن په کنفرانس کې ګډون نه و کړی.

خو له هغه وروسته، دا د ټولو هغو کسانو ناکامي وه چې افغانستان سره یې لېوالتیا لرله؛ خو دا ډېره ساده پوښتنه یې مطرح نه کړه: هغه ټول کسان، چې شمېر یې ښايي له ۱۰۰ زرو تر ۲۰۰ زرو رسېده او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یې د هېواد چارې اداره کولې، چېرته ولاړل؟ څه فکر یې کاوه؟ څه یې کول؟

همدا لامل و چې ما د بن دویمې غونډې وړاندیز وکړ."

له اخضر ابراهیمي سره د مرکې پر مهال له هغه ځایه د امبولانس غږ اورېدل کېده. په پاریس کې د محصلینو لاریونونو وضعیت کړکېچن کړی و او غږ یې ما ان دلته په لندن کې هم اورېده.

خو ما د ۲۵ کاله مخکې وخت په اړه فکر کاوه؛ هغې غونډې ته چې افغانانو ته یې دوه لسیزې بې‌ساري تجربې په برخه کړې، خو عمر یې تر دوو لسیزو زیات نه شو. د دې لنډ عمر یو له اصلي لاملونو هماغه "لومړنۍ ګناه" وه چې طالبان یې له پامه غورځولي و.

له ځانه پوښتم چې ایا طالبان هم د "لومړنۍ ګناه" د تکرار په حال کې دي؟

فکر کوم که دا پوښتنه پخپله له هغوی هم وکړو نو ښايي ځواب یې منفي وي. کټ مټ هماغسې لکه څنګه چې د بن د غونډې د ګډونوالو ځواب منفي و.