د سعودي'ډلټا' شرکت له پاکستان سره د نژدې ۳۰ میلیارد ډالرو پانګونې هوکړه لاسلیک کړه

د عکس سرچینه، saudideltaenergy
د سعودي عربستان د انرژۍ شرکت "ډیلټا انرژي" د پاکستان له دولتي شرکت "انټر سټېټ ګاز سیسټم" سره یوه هوکړه لاسلیک کړې، چې له مخې به یې د سوېلي اسیايي په دې هېواد کې د انرژۍ د زېربناوو د پراختیا امکانات وڅېړل شي. د دواړو شرکتونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې پروګرام کې د شاوخوا ۳۰ میلیارد ډالرو پانګونې وړاندیز شوی دی.
د اعلامیې له مخې، په دې پروګرام کې به د طبیعي ګاز د یوې نللیکې د جوړولو امکان وڅېړل شي، چې د پاکستان له لوېدیځې پولې دغه هېواد ته ننوځي او د سوېل لوېدیځ په برخه کې د عرب سمندرګي پر غاړه د ګوادر بندر پر لور وغځېږي.
په اعلامیه کې زیاته شوې، چې دغه پروګرام به د نللیکې د احتمالي غځولو موضوع د پاکستان تر ختیځې پولې پورې هم وڅېړي. سربېره پر دې، د مایع طبیعي ګاز (LNG) د تاسیساتو، د ګازو د پروسس او زېرمه کولو مرکزونو او د صادراتو د ترمینلونو جوړول به هم تر ارزونې لاندې ونیول شي.
په دې پروګرام کې د یوې بلې نللیکې جوړول هم شامل دي، چې د افغانستان او پاکستان پر فرضي پوله د چمن له سیمې پیلېږي، د پاکستان له لارې تېرېږي او د فاضلکا ښار ته نژدې د هند پولې پورې رسېږي. ډیلټا انرژي دغه مسیر "بنسټیزه ستراتیژیکه ژمنتیا" بللې او ویلي یې دي، چې د دې پروژې د عملي کېدو لپاره به د پاکستان او هند له چارواکو سره رسمي خبرې او هوکړې اړینې وي.

د عکس سرچینه، saudideltaenergy

د عکس سرچینه، saudideltaenergy
پاکستان ته د ګازو د لېږد لپاره د نورو نللیکو د جوړولو پلانونه له کلونو راهیسې له ځنډ سره مخ دي.
ډیلټا انرژي د افغانستان د کشک (Kashk) ګازي ساحې امتیاز او د دغه هېواد نورې طبیعي سرچینې د احتمالي ګازو برابرونکو سرچینو په توګه یادې کړې دي. دغه شرکت ویلي، چې دا پروګرام د ترکمنستان ـ افغانستان ـ پاکستان ـ هند (TAPI) له پروژې جلا دی او پر ترکمنستان پورې تړاو نه لري.
د دواړو شرکتونو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړه یوازې د یادو پروژو د ارزونې لپاره یو چوکاټ برابروي؛ دا نه د وروستۍ پانګونې پرېکړه ده او نه هم د پروژو د تمویل یا جوړولو قطعي ژمنه ګڼل کېږي.














