کابل او مسکو د ۱۰۳ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

پلاوی
د روسیې مرستیال لومړی وزیر کابل ته تللی
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د طالبانو حکومت اعلان کړی چې کابل ته د روسیې د فدراسیون د لوړپوړي پلاوي د سفر په ترڅ کې، چې مشري یې د دغه هیواد لومړي مرستیال الکسی اووچوک کوله، د کابل او مسکو ترمنځ د ۱۰۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې "دغه تفاهم‌لیکونه د پنجشنبې پر ماښام (د نومبر ۱۲مه) د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغنی برادر اخوند او د روسیې د فدراسیون د لومړي مرستیال الکسی اووچوک په حضور کې لاسلیک شول."

د دغو هوکړه‌لیکونو بشپړ جزئیات نه دي خپاره شوي، خو ښاغلي فطرت لیکلي چې د همکارۍ موافقت‌لیکونه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د دواړو هیوادونو د یو شمېر خصوصي شرکتونو ترمنځ لاسلیک شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د افغان او روسي شرکتونو یو شمېر مسؤلینو د درملو، انرژۍ، غنمو، غوړیو، اوړو، غیرالکولي څښاک، تازه میوو، لمرګلي غوړیو او نورو توکو د وارداتو او صادراتو په برخو کې د همکارۍ تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړي دي. د دغو تفاهم‌لیکونو پر بنسټ، دواړه هیوادونه به د توکو د صادراتو او وارداتو په برخه کې له یو بل سره همکاري وکړي.

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د پنجشنبې پر ورځ کابل ته ورسېده. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او نور لوړ پوړي چارواکي یې هوايي ډګر کې هرکلي ته ورغلي وو. له هغه وروسته چې مسکو افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده دا د خپل ډول لوړ پوړی پلاوی بلل کېږي چې افغانستان ته سفر کوي.

دغه لوړپوړي روسي چارواکي د طالبانو حکومت د لومړي وزیر له مرستیال ملا عبدالغني برادر او نورو لوړ پوړو چارواکو سره لیده کاته کړي.

له روسي پلاوي سره په لیدنه کې د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي "روسیې ته د افغان کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول د جلغوزیو، انځرو، زعفرانو، انګورو، انارو او پنبې د صادراتو په پراختیا او په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د روسي لوري پانګونې ته زمینه برابره ده."

ښاغلي برادر د کونړ، نغلو او سروبي د برېښنا بندونو د جوړونې په برخه کې له روسیې د مرستې غوښتنه وکړه.

‏د ښاغلي برادر له قوله ویل شوي" په افغانستان کې د ګډو صنعتي پانګونو د پراختیا، له نړیوالو معیارونو سره سم د صنعتي پارکونو، مشترک ځانګړو اقتصادي زونونو او وچو بندرونو د جوړولو او فعالولو او د سوداګریزو زېربناوو د جوړولو او پراختیا په برخو کې د روسي لوري لپاره د پانګونې فرصتونه موجود دي."

کابل

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، دې کتنو کې د کابل او مسکو پر اړیکو په ځانګړې ډول د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو په برخو کې خبرې شوي.

ښاغلي فطرت ویلي چې په ارګ کې د روسیې له دغه لوړپوړي پلاوي سره د طالبانو حکومت ریس الوزرا ملا محمد حسن اخند هم جلا کتنه درلوده چې پر سیمه ییزو همکاریو خبرې وشوې.

چارواکو ویلي، دې پلاوي کې یو شمېر روسي پانګوال او سوداګر هم شته چې له افغان سوداګریزو بنسټونو سره به ځینې هوکړې او د همکاریو ژمنې هم وکړي. د هوکړه‌لیکونو په تړاو تر اوسه روښانه څه نه دي ویلي شوي چې کومو برخو کې به توافق وشي. کابل دا مهال تر ډېره پر روسیې او منځنۍ اسیا د سوداګرۍ او اقتصاد غوړېدا په لاره کې تکیه لري. له امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو په تشه کې د طالبانو حکومت دا مهال د سیمې هېوادونو ته لاس غځولی چې له سیاسي او اقتصادي ګوښیتوبه پرې ځان وباسي.

وړاندې تر دې، د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر هم کابل ته په یوه ناڅاپي سفر تللی و. د طالبانو حکومت دفاع وزیر هم تېره جولای میاشت کې مسکو ته سفر کړی و او هلته یې له روسي پوځي چارواکو سره د امنیتي همکاریو یو سند لاسلیک کړ.