BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
بریتانیا د اسرائیلو پر اتو شرکتونو بندیزونه ولګاوه
بریتانیا پر هغو شرکتونو بندیزونه لګولي چې د دغه هېواد د حکومت په وینا، د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د مېشتځایونو په جوړولو کې ښکېل دي. دا له هغې وروسته د بندیزونو لومړنی اعلان دی چې حکومت په دې سیمه کې د اسرائیلو د کړنو پر وړاندې د سخت دریځ خپلولو اعلان کړی و. د بریتانیا حکومت ویلي، د ودانیزو چارو او ملکیتونو د پراختیا پر اتو شرکتونو لګول شوي بندیزونه به د هغوی د مالي سرچینو بهیر ګډوډ کړي او په لوېدیځه غاړه کې به د ودانیزو فعالیتونو د ملاتړ وړتیا محدوده کړي.
پر قشم د امریکا له برید سره هممهاله پر کویت او بحرین هوايي بریدونه شوي
د قشم ټاپو پر ځینو سیمو د امریکا له بریدونو څو ګړۍ وروسته چې واشنګټن هغه "دفاعي بریدونه" بللي، په بحرین او کویت کې د هوايي بریدونو خطر زنګونه وغږېدل. په ورته وخت کې، سپاه پاسداران ادعا کړې، چې یو ځل بیا یې په بحرین کې د امریکا پوځي اډه په نښه کړې ده. بله خوا، روسیې امریکا د "نویو نښتو پیلوونکې" بللې او د فارس خلیج په سیمه کې یې د جګړې د سملاسي درولو غوښتنه کړې ده.
ویډیو, د ارګ ارشیف څه حالت کې دی؟, موده 14,16
له څو کلونو اندېښنو او پوښتنو وروسته چې ارګ ته د (افغان فلم) د ارشیف له لېږد سره راولاړې شوې وې، بيبيسي توانېدلې چې د ارګ ارشیف ته ورشي او ورته معلومه شوې چې د افغان فلم زرګونه انځوریز کسټونه د طالبانو حکومت له لوري ډیجیټلي بڼې ته اړول شوي دي.
مولوي هبت الله اخوندزاده: په بهرنيو هېوادونو کې مېشت افغانان دې راشي او په خپل هېواد کې دې ژوند وکړي
د طالبانو حکومت مشر مولوي هبت الله اخوندزاده کابل ته تللی او هلته یې د عالمانو يوې غونډې ته وینا هم وکړه. د طالبانو حکومت د مشر وینا تر ډېره پر دیني سپارښتنو او اطاعت راټوله وه، او يو ځل بيا یې پر ټولو غږ وکړ چې د ده په وینا د "اسلامي امارت" او د "امیر" اطاعت دې وکړي. نوموړي د خپلو خبرو پر مهال بهرمېشو افغانانو ته وويل چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي او په امن کې ژوند وکړي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت نړیوال مشروعیت نه لري او له روسیې پرته نړۍ د طالبانو حکومت تر دې دمه په رسمیت نه دی پېژندلی. ځینې شنوونکي وایي، د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د ځان او د خپل حکومت مشروعیت تر ډېره د دیني عالمانو د ملاتړ پر بنسټ ښيي.
سعودي'ډلټا' شرکت د پاکستان انرژۍ زېربناوو پراختیا کې د پانګونې ارزونه کوي
د سعودي عربستان د انرژۍ شرکت "ډیلټا انرژي" د پاکستان له دولتي شرکت "انټر سټېټ ګاز سیسټم" سره یوه هوکړه لاسلیک کړې، چې له مخې به یې د سوېلي اسیايي په دې هېواد کې د انرژۍ د زېربناوو د پراختیا امکانات وڅېړل شي. د دواړو شرکتونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې پروګرام کې د شاوخوا ۳۰ میلیارد ډالرو پانګونې وړاندیز شوی دی.
عمران خان د بېړنۍ درملنې غوښتنه وکړه: "ښايي ژوندی بېرته راستون نه شم"
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان چې د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې بندي دی، د بېړنۍ طبي درملنې غوښتنه کړې او په خبره یې د ده او د مېرمنې روغتیايي وضعیت یې مخ په خرابېدو دی. د کرېکټ پخواني ستوري او سیاستوال عمران خان په هغه لیک کې چې د ده وکیل سلمان صفدر خپور کړی، لیکلي: "په ۷۴ کلنۍ کې دې پرلپسې وضعیت زه داسې پړاو ته رسولی یم چې ښايي له هغه ځایه ژوندی بېرته راونه ګرځم." عمران خان، چې له ۱۰۰ په زیاتو قضیو کې تورن دی، د ۲۰۲۳ کال له اګست راهیسې په زندان کې دی.
پنځه اروپايي هېوادونه پلان لري چې راتلونکی کال رونډا ته کډوال واستوي
پنځه اروپايي هېوادونه غواړي چې راتلونکی کال په رونډا کې د ايستل کېدونکو کډوالو لپاره يو مرکز جوړ کړي او هغه کډوال چې غوښتنې یې رد شوې وي او په اروپا کې د پاتې کېدو اجازه ونه لري دغه مرکز ته به استول کېږي.
کرېکټ: زېمبابوې له افغانستانه ټېسټ لوبه وګټله
د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د دویمې ټېسټ لوبې پنځمه یا وروستۍ ورځ روانه ده. دغه ټېسټ سیالي چې د افغانستان په کوربتوب د متحده عرب په شارجه کې کېږي، پچه یې زېمبابوې ګټلې او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه کړې وه.
د طالبانو حکومت وایي، د هېچا مداخله نه مني
د طالبانو حکومت لوړو زدکړو وزارت په کابل کې د خپل مشرتابه د فرمانونو اغېزو په اړه څلور ورځنی "علمي ـ څېړنیز کنفرانس" جوړ کړی دی. کابل پوهنتون کې د دغه جوړ شوي کنفراس پر لومړۍ ورځ د طالبانو حکومت بېلابېلو مشرانو د مولوي هبتالله اخندزاده د فرمانونو پر شرعي، ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اغېزو ویناوې او همدا راز د اسلامي نظام پر پیاوړتیا او د شرعي احکامو پر پلي کېدو ټینګار وکړ. د طالبانو حکومت وايي، په دغه کنفرانس کې زرګونو علماوو، د پوهنتونونو استادانو، څېړونکو او چارواکو برخه اخیستې ده.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د نارینه وو پرتله ښځې له پانګونې ښه ګټه ترلاسه کوي
ځینې نړیوالې څېړنې ښيي، هغه مېرمنې چې په خپلو پیسو پانګونه کوي، په اوږدمهال کې د نارینه وو په پرتله لږ څه ډېره ګټه ترلاسه کوي. خو، بل راپور ښيي، چې بریتانیا کې د پانګونې په برخه کې د نارینه وو په پرتله د ښځو شمېر کم دی. موږ د دغو بهیرونو تر شا شته ارقام او معلومات څېړلي دي؛ هغه معلومات چې د ښځو او نارینه وو د پانګونې په طرز او دې برخه کې د هغوی د چلند په اړه په زړه پورې توپیرونه څرګندوي.
ولې یمني ځواکونه په یوه مهمه سیمه کې شاتګ ته اړ شوي؟
د سعودي عرب په ملاتړ د یمن حکومت پلوه ځواکونو ویلي، له هغې سیمې خپل ځواکونه باسي چې پر ستراتیژیک اهمیت لرونکي باب المندب تنګي برلاسی لري، او دا سیمه د ایران ملاتړ لرونکي حوثي غورځنګ تر کنټرول لاندې پرېږدي.
ولې یوه ښځه د بنګله دېش او هند پر پوله ایساره پاتې ده؟
یوه ښځه د بنګله دېش او هند ترمنځ د پولې په صفري نقطه سیمه کې تر شنه اسمان لاندې، پر وچو وښو له یوې نرۍ کمپلې سره ناسته لیدل کېږي. په همدې حال کې، د پولې دواړو غاړو ته د بنګلهدېش سرحدي ځواک (بي جي بي) او د هند سرحدي امنیتي ځواک (بي اېس ایف) د دې موضوع په تړاو سخت دریځونه خپل کړي دي. دا وضعیت له تېرو څلورو ورځو راهیسې د جمشېدپور د دیوان ګنج ولسوالۍ یا ضلعې اړوند پاتارار چار سرحدي سیمه کې، چې د بنګله دېش او هند له پولې سره نږدې ده، دوام لري.
'مېوې او سبزي له پوستکي او ډنډر سره وخورئ'
په بریتانیا کې ځینې څېړونکي وایي، د مېوو او سبزیو د ځینو هغو برخو خوړل، لکه: پوستکي او ډنډرونه چې موږ یې معمولاً لرې غورځوو، روغتیا ته ډېرې ګټې لري خو ډېر خلک له دې ګټو بې خبره دي. دوی وايي، د مېوو او سبزیو دغه پاتې شوني د فایبر غوره سرچینې دي او خلک هڅوي چې "له ریښې تر څوکې" پورې هر څه وخوري؛ د اناناس له کلکې منځنۍ برخې نیولې، د کدو تر زړو او ان د هندواڼې تر پوستکي پورې. ډېر لویان په کافي اندازه فایبر نه خوري.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبر و نظر ۱۸ نومبر ۲۰۲۶, ۱۳:۰۰, ۱۴،۳۰ موده
برنامه نظر و تحلیل شنوندگان
واورئ, غرمني خبرونه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶, ۰۹:۳۰, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر ۱۷ نومبر ۲۰۲۶, ۱۵:۳۰, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶, ۱۵:۰۰, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































