''د نوې جګړې لوګی به د ډېرو خلکو سترګو ته ورسېږي''

قالیباف
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف وايي، که امریکا د ایران پر ضد کوم نوی پوځي اقدام وکړي، د جګړې د پراخېدو ساحه او ځای به د ایران وسله وال ځواکونه ټاکي.

هغه د ایران په پارلمان کې د وینا پر مهال وویل: ''موږ ته دا مهمه نه ده چې امریکا خبرې غواړي که جګړه. که امریکایان دا ځل کومه تېروتنه وکړي، د جګړې جغرافیه به د ایران د وسله والو ځواکونو د وړتیا او ارادې له مخې ټاکل کېږي.''

قالیباف زیاته کړه، ''د نوې جګړې لوګی به د ډېرو خلکو سترګو ته ورسېږي.''

په دې وروستیو کې د مجتبی خامنه‌يي په رسمي وېبپاڼه کې په خپاره شوي راپور کې ویل شوي وو چې نوموړي د ایران د وسله والو ځواکونو له قوماندانانو سره په لیدنه کې سپارښتنه کړې چې د هر ډول دښمنانه ګواښ پر وړاندې ''سملاسي او له جغرافیایي محدودیتونو پرته'' ځواب ورکړل شي.

دغه راز، د ایران د یوې ځمکې لاندې توغندیزې اډې د لیدنې پر مهال د وسله والو ځواکونو لوی درستیز علي عبداللهي خبرداری ورکړی و چې که پر ایران نوی برید وشي، د ایران اسلامي جمهوریت غبرګون به له منځني ختیځه هم بهر وغځېږي.

دا څرګندونې هم د مجتبی خامنه‌يي له هغو لارښوونو وروسته شوې چې پکې د دښمن پر وړاندې پر چټک او بې جغرافیایي محدودیت غبرګون ټینګار شوی و.

تر دې مخکې د سپاه پاسداران د ځواک ویاند حسین محبي ویلي وو چې ایران د خپلو توغندیو د واټن په اړه محدودیتونه لېرې کړي او د توغندیو او ډرونونو د تولید تأسیسات یې تر ځمکې لاندې انتقال کړي دي.

د ایراني چارواکو په وینا، د ایران د توغندیو اغېزمن واټن اوس مهال شاوخوا له ۲۰۰۰ تر ۲۵۰۰ کیلومترو پورې اټکل کېږي.

د ایران سپاه پاسداران ځواک ادعا کوي، په بحرین کې یې د امریکا د پوځي اډې دفاعي رادار په نښه کړی

ارشیف تصویر
د عکس تشریح، ارشیف تصویر

بل لور د ایران سپاه پاسداران ځواک وايي، په بحرین کې یې د امریکا د هوايي دفاع یو رادار، چې د الرفاع د چورلکو په اډه کې موقعیت لري، د شپږو ډرونونو په وسیله په نښه کړی دی.

سپاه پاسداران وايي، د یکشنبې په سهار یې د امریکا د بریدونو په ځواب کې د عملیاتو په ''دویم پړاو'' کې د بحرین د الرفاع چورلکو اډې د امریکا د هوايي دفاع رادار په نښه کړی دی.

په بحرین کې له سپټمبر میاشتې راهیسې د لومړي ځل لپاره دوه ځله د هوايي برید خبرتیايي سایرنونه وغږېدل.

سپاه ادعا کوي چې برید ''په دقت او بریالیتوب'' ترسره شوی، خو تر اوسه د بحرین او امریکا چارواکو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د بحرین د کورنیو چارو وزارت، چې د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ مرکزي قرارګاه په دغه هېواد کې موقعیت لري، له اوسېدونکو غوښتي چې ارام پاتې شي او نږدې خوندي ځایونو ته ولاړ شي.

وزارت د احتمالي ګواښونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

د یادونې وړ ده چې سپاه پاسداران دوه ورځې وړاندې هم ادعا کړې وه چې په بحرین کې یې د امریکا د وختي خبرداري یو رادار په نښه کړی، خو د امریکا پوځ دا ادعا رد کړې وه او ویلي یې وو چې دوه ایراني ډرونونه یې شنډ کړي دي.

ځینو عربي رسنیو هم په بحرین کې د څو چاودنو د غږونو د اورېدل کېدو خبر ورکړی دی.

د بحرین دولتي ټلوېزیون په خپلو خبرونو کې ویلي چې ''د بحرین هوايي دفاعي سیسټم یوه ایراني بې‌ پیلوټه الوتکه (ډرون) شنډه او له منځه وړې ده.''

دا اعلان وروسته له هغې وشو چې د بحرین د کورنیو چارو وزارت دوه ځله د احتمالي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ او له هېوادوالو او بهرنیو اوسېدونکو یې وغوښتل چې ارام پاتې شي او نږدې خوندي ځایونو ته ولاړ شي.

د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په سهار په یوه لنډه اعلامیه کې د ''خطر خبرداری'' خپور کړ او له خلکو یې وغوښتل چې ارام پاتې شي، نږدې خوندي ځای ته پناه یوسي او د وروستیو معلوماتو لپاره رسمي رسنۍ تعقیب کړي، چې د عامه خوندیتوب ډاډ ترلاسه شي.

وال‌ سټریټ ژورنال: ایران لا هم تر ۲۵۰۰ پورې توغندي لري

په ورته مهال د وال‌ سټریټ ژورنال خبري شبکې په رپوټ کې ویل شوي، د امریکا استخباراتي ادارې اټکل کوي چې ایران په خپل توغندیز زېرمتون کې د ۱۵۰۰ او ۲۵۰۰ ترمنځ توغندي لري.

راپور د امریکايي چارواکو له قوله وايي، که یوه پراخه جګړه بیا پیل شي، ایران د دغو توغندیو په مټ لا هم د امریکا او د هغې د متحدانو پر اهدافو د برید پاموړ وړتیا لري.

د راپور له مخې، دغو چارواکو منلې چې د ایران د هغو توغندیو دقیق شمېر معلومول ستونزمن دي چې د توغولو لپاره چمتو دي یا په ګودامونو کې ساتل کېږي. له همدې امله دا ارزونې له ''ټیټې کچې باور'' سره مل دي.

سره له دې، امریکايي چارواکي باور لري چې ایران لا هم د پام وړ توغندیزې زېرمې لري.