BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
پر سعودي عرب پنځو میاشتو کې ۲۷۴ بریدونه؛ بيبيسي د ریاض په کوڅو کې څه ولیدل؟
ابو خلیل له یمنه تر تښتېدلو لس ورځې وروسته د سعودي عرب د پلازمېنې ریاض په کوڅو کې جرابې پلوري. دی وايي: "زه له صنعا څخه پلی راووتلم او د جګړې له کرښې راواوښتم." نوموړی زیاتوي چې وروسته یې د لارویانو په موټرو کې سفر وکړ او سعودي ته ورسېد. ابو خلیل وايي چې په یمن کې ډېرې کورنۍ خپلو ماشومانو ته د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې له سختو ستونزو سره مخامخ دي. دی هڅه کوي دومره پیسې وګټي چې خپلې کورنۍ ته یې هم ولېږي.
ترکیې اسلام اباد کې له درې اړخیزې غونډې مخکې د مکې ګډ دفاعي تړون تصویب کړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په رسمي ډول د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د مکې ګډ دفاعي تړون تصویب کړ. دا ګام د جمعې او شنبې پر ورځو د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د دغو درېیو هېوادونو له راتلونکو ناستو سره هممهاله شوی دی.
بدخشان کې یوه "واورین پړانګ ۲۲ څاروي داړلي" دي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بدخشان ولایت د کرنې رياست وايي، يوه واورین پړانګ د واخان ولسوالۍ په يوه کلي کې ۲۲ پسونه او وزې داړلې او وژلې دي.
"ارمانونه پوره کېږي"؛ ۲۴ روپيو سره له کوره وتلي ځوان څنګه لس میلیونه وګټلې؟
بوشن ټاکرې ۲۸ کلن او د هند د مهاراشټر ایالت اوسېدونکی دی چې تازه یې د هند د وتلي فلمي ستوري امیتاب بچن په تلویزوني خپرونه "کون بنې ګا کروړ پتي" یا (څوک به میلیونر شي) کې لس میلیونه روپۍ انعام ګټلی دی. دی د یوې داسې کورنۍ اولاد دی چې پلار یې مزدوري کوي او مور یې له ګڼو ناروغیو کړېږي.
د بن ناستې ۲۵مه کالیزه؛ اخضر ابراهیمي:"د یوه پښتون مشر پر ټاکلو اجماع شوې وه"
پنځه ویشت کاله وړاندې څلور ډلې افغانان د جرمني د بن ښار په یوه هوټل کې، چې د ښار په یوه تر ټولو خوندي سیمه کې و، سره راټول شوي و. دوی غوښتل د جګړه ځپلي افغانستان لپاره د یوه نوي نظام پر سر هوکړې ته ورسېږي.
د طالبانو حکومت وایي ډېر ژر به د امو سیند اوبه د قوشتېپې کانال ته ورخوشې شي
د طالبانو حکومت تر ادارې لاندې د ملي پراختیا شرکت اعلان کړی چې "د قوشتېپې ستر او ملي کانال د جوړولو چارې وروستي پړاو ته رسېدلي او ټاکل شوې ده، چې په نږدې راتلونکې کې د آمو سیند اوبه د دغه کانال سربند ته راخوشې شي." د طالبانو حکومت چارواکي وايي د دغه کانال د دویم فاز د کېندنې چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوې او د پلونو، بندونو او د اوبو د کنټرول تاسیساتو چارې هم د بشپړېدو په حال کې دي.
مهران خان؛ هغه ځوان چې پر روان موټرسایکل یې په یوه لاس د شپږیزې کېچ ونیو
"موټرسایکل چلوونکي ملګري ته مې وویل چې سر ټيټ کړه، زه یې رانیسم"، دا د خیبر پښتونخوا د سوات سیمې د مهران خان خبرې دي چې پر روان موټرسایکل یې د کرېکټ له لوبغالي د شپږیزې په نیت وهل شوی توپ په یوه لاس کېچ یا نیولی دی.
ماهرنګ بلوڅ ته د بشري حقونو یوه نړیواله جایزه ورکړل شوې؛ له زندانه یې په تازه لیک کې څه لیکلي؟
د بلوڅانو یووالي کمېټې مشرې ماهرنګ بلوڅ له زندانه په یوه خپاره کړي لیک کې ادعا کړې چې په پاکستان کې لا هم د "بلوڅانو د وژلو او جبري ورکولو" لړۍ روانه ده او له نړیوالو یې غوښتي چې پر سیاستونو دې د بشري حقونو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.
مولانا فضل الرحمان له خپلو پلویانو غوښتي چې په ټول هېواد کې احتجاجونه وکړي
د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د پنجاب ایالت په سرګودا ښار کې د دوی د ګوند له پلان شوې غونډې سره هممهاله ادعا کړې چې حکومت یې د غونډې مخنیوي لپاره په بېلابېلو ښارونو کې د خلکو تګ راتګ محدود کړی او د ګوند کارکوونکي او مشران نیول کېږي. هغه پر خپلو پلویانو غږ کړی چې د هېواد لروبر راووځي او لارې سړکونه وتړي.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
فرانسه وايي افغان ښځو ته تحصيلي بورسونه ورکوي
د فرانسې د بهرنيو چارو وزير ژان نويل باروټ د سې شنبې په ورځ (۲۴ نومبر) د فرانسې په ولسي جرګه کې د پوښتنو او ځوابونو پر مهال وويل، د "افغان ښځو وضعيت ورځ تر بلې خرابېږي" او په وینا یې له همدې امله غواړي د دوی لپاره ډېر څه وکړي.
د خامنهيي له 'جفر او رمل' نیولې د اطلاعاتو وزیر تر 'جادو ماتونکې' ګوتمۍ؛ د ایران نظام کې د خفیه علومو ځای
دا د ایران اسلامي جمهوریت د چارواکو ترمنځ د "پټو یا خفیه علومو" د نقش او ځای په اړه له هغو غیر معمولي کیسو یوازې یوه ده، چې د دا وړ باورونو له یوې پراخې لړۍ پرده پورته کوي. له جفر، رمل او وړاندوینو سره له لېوالتیا رانیولې، له پېریانو سره د اړیکو تر تورونو، د کوډو او جادو او یا د هغو مخنیوي لپاره د تعویذونو تر هڅو پورې د ایراني چارواکو ګڼې کیسې موجودې دي.
تاجکستان د جرمونو نړیوالې محکمې له غړیتوبه لاس اخلي
تاجکستان د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د جرمونو له نړیوالې محکمې (ICC) له غړیتوبه لاس اخلي. دا له هغه وروسته څلورم هېواد شو چې متحده ایالاتو په دې اوړي کې د دغه نړیوال قضايي بنسټ د منحلولو غوښتنه وکړه. د روم اساسنامې د غړو هېوادونو د غونډې (Assembly of States Parties) مشرانو په یوه ویناپاڼه کې وویل چې دوی د تاجکستان پر وتلو "خواشیني" څرګندوي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه ۲۸ نومبر ۲۰۲۶, ۰۹:۳۰, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر ۲۷ نومبر ۲۰۲۶, ۱۵:۳۰, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه ۲۷ نومبر ۲۰۲۶, ۱۵:۰۰, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون ۲۷ نومبر ۲۰۲۶, ۱۳:۳۰, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

















































