فرانسه وايي افغان ښځو ته تحصيلي بورسونه ورکوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د فرانسې حکومت اعلان کړی چې افغان ښځو او نجونو ته د تحصيلي بورسونو د ورکولو تر څنګ د هغوی ملاتړ زياتوي چې په وینا یې د طالبانو حکومت تر واکمنۍ لاندې د "جنسيت له مخې له توپيري چلند" سره مخامخ دي.
د فرانسې د بهرنيو چارو وزير ژان نويل بارو د سې شنبې په ورځ (۲۴ نومبر) د فرانسې په ولسي جرګه کې د پوښتنو او ځوابونو پر مهال وويل، د "افغان ښځو وضعيت ورځ تر بلې خرابېږي" او په وینا یې له همدې امله غواړي د دوی لپاره ډېر څه وکړي.
د فرانسې حکومت د نویو اقداماتو له مخې، به راتلونکی ميلادي کال لږترلږه ټولې ۸۵ افغان مېرمنې د فرانسې په پوهنتونونو کې ومنل شي او له دې وروسته بل کال به ۲۰۰ نورې افغان مېرمنې د زدکړو بورسونه ترلاسه کړي.
ښاغلي بارو وويل، "د جنورۍ میاشتې د داخلې له دورې به ۵۰ افغانې نجونې د فرانسې په پوهنتونونو کې ومنل شي. همدارنګه، د سپټمبر میاشتې داخله کې به د فرانسې ۳۵ معتبر دولتي بورسونه ورکړل شي... له راتلونکي کال به ۲۰۰ نورې افغانې ښځې هم په فرانسه کې ومنل شي، چې دا د ۵۰ سلنه زیاتوالي ښکارندویي کوي."
خو په همدې مهال د فرانسې د بهرنيو چارو وزير د کډوالۍ او امنيت په اړه د دغه هېواد پر دریځ هم ټينګار وکړ او ویې ويل، فرانسه به هغه افغان وګړي چې په ناقانونه توګه په دغه هېواد کې اوسېږي، "خطرناک دي او عامه نظم ته ګواښ پېښوي ډېر ژر" له خپل هېواده وباسي.
نوموړي همدا راز وويل چې د طالبانو له حکومت سره د فرانسې وروستي تخنيکي تماسمونه بايد د دوی د حکومت په رسميت پېژندلو يا ملاتړ په معنی ونه ګڼل شي.
د اکټوبر په لومړیو کې فرانس پرېس خبري اژانس راپور ورکړی و چې پاریس د طالبانو حکومت له استازو سره تخنیکي خبرې پیل کړې دي. خو یوې ډیپلوماتیکې سرچینې وروسته روښانه کړه چې دغه خبرې د افغانستان په اړه د فرانسې په دریځ کې د بدلون په معنی نه دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د هغو راپورونو په اړه څه ونه ویل چې ګواکې د طالبانو د حکومت دوه استازي ښايي فرانسې ته سفر وکړي. دغه موضوع د ولسي جرګې د غونډې پر مهال د یوه وکیل له خوا مطرح شوې وه.
د افغان ښځو د ملاتړ دا اعلان په داسې وخت کې کېږي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په نړيواله کچه د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د لګول شویو محدودیتونو په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي. افغان ښځې نشي کولی له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتون ته ولاړې شي او د کار تر څنګ په عامه ژوند کې هم له محدوديتونو سره مخامخ دي.
د طالبانو حکومت د افغان ښځو پر لوړو زدکړو بنديز لنډمهالی اود دوی په وینا تر امرثاني پورې تړلی بولي او زياتوي چې په نورو برخو کې یې د اسلام په رڼا کې هغوی ته حقونه ورکړي دي.
د فرانسې وروستۍ ژمنې ښيي چې دغه هېواد غواړي د افغان ښځو لپاره د زدهکړو او بشري مرستو د ملاتړ زمینه پراخه کړي، په داسې حال کې چې لا هم د طالبانو د حکومت له رسميت پېژندلو ډډه کوي.





















