د خامنهيي له 'جفر او رمل' نیولې د اطلاعاتو وزیر تر 'جادو ماتونکې' ګوتمۍ؛ د ایران نظام کې د خفیه علومو ځای

د عکس سرچینه، Tasnim News
- Author, رضا ثابتي
- دنده, ژورنالیست
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۲۰ دقیقې
د ایران د پخوانی ولسمشر محمود احمدي نژاد د حکومت پر مهال د اطلاعاتو وزیر حیدر مصلحي د هغه د وزارت د دورې له پای ته رسېدو څو کاله وروسته له ولسمشر احمدي نژاد او د هغه د دفتر له رییس اسفندیار رحیممشایي سره د خپلې یوې کتنې کیسه کوي، چې د ده په وینا، پرته له دې چې څوک پکې خبرې وکړي، پای ته رسېدلې وه.
له ولسمشر احمدي نژاد سره د ښاغلي مصلحي اختلافات د هغه وخت پر یوه لویه سیاسي ډنډوره اوښتي وو.
نوموړی وايي، احمدي نژاد دی په هغه غونډه کې له مشايي سره یوازې پرېښی و چې قناعت ورکړي. خو د حیدر مصلحي په وینا "مشايي هم څو شېبې وروسته پرته له دې چې څه ووایي، له غونډې ووت."
رحیم مشايي ولسمشر ته د نږدې کړۍ یوه لانجمنه څېره ګڼل کېده.
حیدر مصلحي باوري دی چې د دې پېښې لامل هغه ګوتمۍ وه چې ده د هغې کتنې پر مهال په ګوته کړې وه او "حرز امیرالمؤمنین" پرې کښل شوي وو.
د هغه په باور دې ګوتمۍ جادو او کوډې له منځه وړلې او دا چې د رحیم مشايي د خبرو خنډ شوې وه.
ښاغلي مصلحي وايي: "غوښتل مې دا جادو ضد ګوتمۍ احمدي نژاد ته ورکړم، خو د ځینو باورونو له کبله پر دغه کار بریالی نه شوم."
دا د ایران اسلامي جمهوریت د چارواکو ترمنځ د "پټو یا خفیه علومو" د نقش او ځای په اړه له هغو غیر معمولي کیسو یوازې یوه ده، چې د دا وړ باورونو له یوې پراخې لړۍ پرده پورته کوي.
له جفر، رمل او وړاندوینو سره له لېوالتیا رانیولې، له پېریانو سره د اړیکو تر تورونو، د کوډو او جادو او یا د هغو مخنیوي لپاره د تعویذونو تر هڅو پورې د ایراني چارواکو ګڼې کیسې موجودې دي.
په دې لړ کې تازه د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون یوه غړي ادعا وکړه چې د اسلامي جمهوریت د مشر مجتبی خامنهيي تازه عکسونه او ویډیوګانې د دیني عالمانو د سپارښتنې او د امنیتي چارواکو د پرېکړې له مخې د دې لپاره نه خپرېږي، چې دښمنان هغه ته د "پټو او ماورايي علومو" په وسیله زیان ونه رسوي.
ایران کې په تېرو نږدې پنځو لسیزو کې د حکومت دننه د شخړو، د کورنیو اعتراضونو د ځپلو او بهرنیو جګړو پر مهال پر ماورايي ځواک د باور او د پټو علومو د کارېدو د هڅې بېلابېلې بېلګې راڅرګند شوي دي.
په دې کې ولسمشر ته پر نږدې کسانو د کوډو او جادو له تورونو رانیولې، د اسرائيل عملیاتي اطلاعاتو ته له پېریانو او جادو سره تر تړاو ورکولو پورې بېلابېل موارد شاملېږي.
دا باورونه وخت ناوخت د سیاسي سیالانو پر ضد د وسلې په توګه کارول شوي، کله ناکله د دښمن د اصلي وړتیاوو د روښانتیا لپاره کارېدلي او ځینې وختونه یې ان د حکومت تر ټولو د لوړې کچې امنیتي مسایلو ته هم لاره موندلې ده.
علي خامنهيي او د جفر او رمل د رازونو لټون

د عکس سرچینه، khamenei.ir
"جفر یو واقعیت دی، رمل یو واقعیت دی. دا سپېڅلي علوم دي او ډېر ارزښتمن دي."
دا علي خامنهيي ته د منسوبو شویو خبرو یوه برخه ده، تسنیم خبري اژانس د هغه تر وژل کېدو څو میاشتې وروسته، "د خفیه علومو مطالعې په اړه د شهید مشر د خاطرې" تر سرلیک لاندې خپرې کړې دي.
خامنهيي په دغو خاطرو کې د ځوانۍ پر مهال له جفر او رمل سره د خپلې لېوالتیا، د پټو علومو له استادانو سره د ناستې ولاړې او د دغو علومو د رازونو زدکړې لپاره د خپلو کلونو هڅو په اړه غږېدلی دی.
د دې متن له مخې له خفیه علومو سره د هغه اشنايي تصادفي وه. نوموړی وايي، هغه مهال چې په مشهد کې اوسېده، له یوه داسې کس سره بلد شو چې په دې برخه کې یې فعالیت کاوه.
په دغو خاطرو کې د علي خامنهيي له خولې راغلي چې دغه کس د ملا احمد نراقي د "خزاین" کتاب یوه برخه ورښودلې وه، چې کلماتو پر مانا یې نه پوهېده.
خامنهيي وايي: "هغه [کس] راته وویل چې دې ته یوه ځانګړې لاره شته او زه به دې پرې وپوهوم. راته ویې ښودله چې که غواړئ د دغو تورو او شمېرو په راز پوه شئ، باید څه وکړئ. وروسته به پوه شئ چې د بېلګې په توګه، دا لیکنه د خلکو د زړونو د خپلولو، د درناوي او هیبت د ترلاسه کولو، د پور د ادا کولو او نورو موخو لپاره ده. له همدې ځایه مو د خفیه علومو زدکړه پیل کړه او همدغه کس زموږ استاد شو."
پټ یا خفیه علوم د یو لړ باطني او ماورايي زدکړو او لارو چارو لپاره کارول کېدونکی نوم دی. پیروان یا لارویان یې پر دې باور دي چې ګوندې د دغو علومو په مرسته کېدای شي چې پر نهايي چارو خبر، راتلونکې اټکل او یا پر خلکو او پېښو اغېزه وکړئ.
جفر د دغو لارو چارو، تر ټولو پېژندل شوی ډول دی. دا د تورو او شمېرو پر محاسبو ولاړ دی او د پټو مسایلو موندلو او وړاندوینوو لپاره کارول کېږي. په رمل کې بیا د ټکو او کرښو په مرسته جوړ شوي شکلونه کارول کېږي، چې پوښتنو ته ځوابونه ورکړي او یا د راتلونکي وړاندوینه وکړي.
په دغو "خاطرو" کې د علي خامنهيي له خولې ویل شوي چې ده له داسې نورو هغو کسانو سره هم ناسته ولاړه درلوده چې په دغو علومو کې یې لاس درلود.
د نوموړي په وینا په دې تړاو یې ګڼ کتابونه او رسالې هم ترلاسه کړې او د ځینو لیکنو له مخې یې ځان لپاره نوټونه اخیستي وو.
خو هغه وايي له ډېرو هڅو سره سره ونه توانېد چې د جفر بشپړ اصول زده کړي. نوموړی وايي: "دا چې له دغو چارو مې کومه پایله ترلاسه کړې که نه، باید ووایم چې پایله څه ته وایو؟ یوه پایله دا وه چې ښه ده، خلک د دې کار په لټه کې نه شي. دا یوه له هغو پایلو وه چې ما ترلاسه کړه."
نوموړی زیاتوي: "دا چارې په اسانه نه ترلاسه کېږي. البته جفر یو واقعیت دی، رمل یو واقعیت دی. دا سپېڅلي او ډېر ارزښتناک علوم دي، خو تر اوسه یې د دغو واقعیتونو بشري او مادي پوهه نه ده کشف کړي."

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
له خفیه یا غریبه علومو سره د علي خامنهيي اړیکه تر دې مخکې هم د هغه پر ژوند د "شرح اسم" په نوم لیکل شوي کتاب کې یاده شوې وه. د هدایتالله بهبودي دا کتاب په ۱۳۹۱ لمریز کال کې خپور شوی او د ۱۳۵۷ کال تر انقلاب پورې د خامنهيي د ژوند په اړه خبرې کوي. په کتاب کې د هغه د دیني زدکړو د دورې یوه برخه دغو علومو ته ځانګړې شوې ده.
بهبودي په خپل کتاب کې لیکي: "ښاغلی خامنهيي له پټو او خفیه علومو بې برخې نه و. هغه له جفر، رمل، کیمیا، شمېرو، تورو او مربعو سره بلد و - ان له هغه څه سره هم چې "کُله سر" ورته وايي: کیمیا، لیمیا، هیمیا، سیمیا او ریمیا."
هغه زیاتوي، چې علي خامنه يي قم ته تر تګ مخکې، په مشهد کې له یوه تن څخه د څه مودې لپاره دغه علوم زده کړي وو، "خو ډېر ژر دې پایلې ته رسېدلی و چې ښه ده نور یې ونه څاري".
له دغو علومو سره د علي خامنه يي د بلدتیا بله کیسه د عظیم الیاسي په "حضرت ماه" نومي کتاب کې راغلې ده.
په دغه کتاب کې د هغه او د دیني مدرسې د استاد او د فلسفې، ریاضیاتو او ستورپوهنې د څېړونکي حسن حسن زاده آملي د لیدنې کیسه د یوه حاضر کس له خولې ویل شوې ده.
د کتاب د روایت له مخې: "آیت الله حسن زاده اسطرلاب راوړ او په اړه یې معلومات وړاندې کړل. ستر رهبر هم کله ناکله خبرې کولې او آیت الله حسن زاده به یې خبرې منلې. موږ چې د اسطرلاب له علم سره بلد نه وو، نه پرې پوهېدو. له دې څرګندېده چې هغه له خفیه علومو سره هم بلدتیا لري."
اسطرلاب یوه پخوانۍ وسیله ده چې د ستورپوهنې شمېرو او په اسمان کې د اجرامو د ځای ځایګي معلومولو لپاره کارېده. دا وسیله په پخوا وختونو کې پر علمي ډګر سربېره، د پال لیدو په ځینو لارو چارو کې هم کارېده.
علي خامنهيي د "تقلید مرجع" په توګه د خفیه علومو د زدکړې او کارولو په اړه هم فتوا ورکړې وه. د بېلګې په توګه، هغه ویلي وو: "د جفر او رمل په څېر علومو په سمه توګه زده کول کومه ستونزه نه لري، په دې شرط فساد ترې رامنځ ته نه شي."
نوموړي د هغو کسانو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د ارواح او پېریانو د تسخیرولو له لارې د درملنې هڅه کوي، ویلي وو: "دا کار په خپل نفس ستونزه نه لري، په دې شرط چې هغه لارې وکارول شي چې شرعآ حلالې دي."
د رڼا کړۍ او "۴۰۰ کلن زاهد"

د عکس سرچینه، Tasnim News
پر خفیه علومو، کراماتو او ماورايي وړتیاوو باور د دیني عالمانو، روحانیونو او د عرفان او اخلاقو د استادانو منځ کې اوږد تاریخ لري. د ایران په اسلامي جمهوریت کې هم، چې یو دیني او شیعه نظام دی، ډېر دود شوي دي.
خو په ۱۳۸۴ لمریز کال کې واک ته د محمود احمدي نژاد له راتګ سره، دغه کیسې او باورونه د خفیه علومو له کتابونو او د کراماتو او مکاشفو د خاطرو له روایتونو څخه د سیاست، ګوندي سیالیو او ورځنیو شخړو ډګر ته راووتل.
په پیل کې د هغه د بریا په اړه ماورايي کیسې خپرېدې او وروسته یې د نږدې ملګرو خلاف تورونه مطرح شول.
محمود احمدي نژاد په ۲۰۰۵ کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته تر خپلې لومړۍ وینا وروسته، د قم له دیني مرجع عبدالله جوادي املي سره په لیدنه کې ویلي وو، چې یوه نږدې ملګري یې د وینا پر مهال د ده شاوخوا یوه رڼا لیدلې وه او ده پخپله هم هغه احساس کړې وه.
هغه ویلي، " ټولې شاوخوا اووه ویشت، اته ویشت دقیقې دغو مشرانو سترګې ونه رپولې. کله چې وایم سترګې یې نه رپولې، مبالغه نه کوم. اغراق نه دی، ځکه ما ورته کتل، ټول مشران حیران پاتې وو. داسې لکه یوه لاس چې ټول نیولي او هلته کښېنولي وي. سترګې او غوږونه یې ورته پرانیستي وو، چې وګوري د اسلامي جمهوریت پیغام څه دی."
تر دې پېښې ورمخکې هم، محمدتقي مصباح یزدي چې په لومړیو کې د محمود احمدي نژاد له مهمو ملاتړو و، د ۱۳۸۴ کال په ټاکنو کې د هغه بریا "له کراماتو او معجزو ډکه" بللې وه.
مصباح یزدي د ۱۳۸۴ کال له ټاکنو پنځه ورځې وروسته د یوه کس کیسه نقل کړه، چې ویلي یې وو: "د ټاکنو د لومړي پړاو له ترسره کېدو مخکې، د اهواز یوه دیني عالم ته ورغلم. هغه راته وویل، اندېښنه مه کوئ، احمدي نژاد به ولسمشر شي. هغه کس ویلي وو چې د روژې میاشتې د درویشتمې پر شپه، یو سړی له نیمې شپې مخکې د عبادت په حال کې ویده شو.
په خوب کې پرې غږ وشو چې پاڅه او د احمدي نژاد لپاره دعا وکړه. پخپله ولي عصر احمدي نژاد لپاره دعا کوي. هغه کس وايي، ما ان د احمدي نژاد نوم هم نه و اورېدلی او هېڅ مې نه پېژانده."
د ۱۳۸۸ لمریز کال په ټاکنو کې د "رڼا کړۍ" موضوع هم مطرح شوه. مهدي کروبي په یوه ټلوېزیوني مناظره کې له محمود احمدي نژاد د دې کیسې په اړه پوښتنه وکړه، خو احمدي نژاد د پېښې ریښتنولي رد کړ. د آیت الله جوادي آملي دفتر بیا د دغه فلم او خبرو اترو کره والی تایید کړ.
میرحسین موسوي هم د محمود احمدي نژاد پر حکومت د نیوکې په توګه وویلي و چې راتلونکی حکومت به "د پالګرو او د ورغوو د لوستونکو حکومت'' نه وي.
علي خامنهيي د ۱۳۸۸ کال د غبرګولي پر ۲۹مه د جمعې د لمانځه خطبه کې له دغو تورونو شکایت وکړ او ویې ویل چې د وخت ولسمشر ته "خرافاتي" او "پالګر" ویل شوي دي.
له هغې وروسته له شپږو اوونیو کمه موده کې د احمدي نژاد پر نږدې ملګري اسفندیار رحیم مشايي هم ورته تور پورې شو.
د ۱۳۸۸ کال د زمري پر څلورمه، له هغې څو ورځې وروسته چې علي خامنهيي د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه د رحیم مشايي له ټاکل کېدو سره مخالفت وکړ، د جهان نیوز په نوم یوې اصولپالې رسنۍ ادعا وکړه چې "د هېواد یوه جګپوړي چارواکي" هند ته د څو سفرونو پر مهال له یوه "۴۰۰ کلن زاهد" سره لیدلي او له هغه یې د "نړۍ او یو څه د ایران د راتلونکو بدلونونو" په اړه لارښوونې ترلاسه کړې دي.
که څه هم جهان نیوز د دغه چارواکي نوم نه و یاد کړی، خو یوه ورځ وروسته، خبرآنلاین د "ښاغلی مشايي! له زردشتي زاهد سره مو لیدنه رښتیا ده؟" تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې له هغه وپوښتل چې ایا په دغو ادعا شویو لیدنو کې خو به یې د حکومت معلومات له دغه "زاهد" سره نه وي شریک کړي؟
اسفندیار رحیم مشايي شاوخوا یو کال وروسته دا ادعا رد کړه او ویې ویل چې یوازې دوه ځله هند ته تللی دی. هغه وویل: "ما خو له کوم ۴۰۰ کلن زاهد سره نه دي لیدلي. فکر کوم ۴۰۰ کلن زاهد یوه خیالي او درواغجنه کیسه ده."
مشايي دا هم وویل چې ګوندې یو کس د وخت ولسمشر ته ورغلی او ورته ویلي یې وو: "ویل کېږي مشايي پر احمدي نژاد جادو کړی دی."
هغه د دې تور په غبرګون کې وپوښتل چې مخالفین یې ولې پر خبرو د نیوکې پر ځای ادعا کوي چې دی له جادو او کوډو کار اخلي؟
د ۱۳۹۰ لمریز کال پسرلي کې د محمود احمدي نژاد او علي خامنهيي ترمنځ د اطلاعاتو وزارت پر سر د اختلافاتو له زیاتېدو سره، د "پېریانو د دمګرو حکومت" پېښه د سیاسي شخړې پر یوې مهمې مسئالې بدله شوه.
حکومت کې د "پېریانو دمګري" او د واک جګړه

د عکس سرچینه، BEHROUZ MEHRI/AFP via Getty Images
د ۱۳۹۰ کال د وري/حمل پر ۲۸مه، د اطلاعاتو وزیر حیدر مصلحي د استعفا او د ولسمشر له خوا یې د منل کېدو خبر خپور شو. علي خامنهيي د مصلحي له ګوښه کېدو سره مخالفت او امر وکړ چې نوموړی دې پر خپله دنده پاتې شي.
محمود احمدي نژاد د دې پرېکړې په اعتراض کې د حکومت غونډو او نورو رسمي مراسمو ته ورنغی. دغه اقدام پر "یوولس ورځني کورناستي" مشهور شو.
د دغو اختلافاتو په پایله کې، د احمدي نژاد د دفتر پر مشر اسفندیار رحیم مشايي د اصولپالو بریدونه ډېر شول. مخالفینو هغه او د نوموړي نږدې ملګري "انحرافي جریان" باله او باور یې درلود چې ګوندې مشايي پر ولسمشر دومره نفوذ پیدا کړی چې ان د اسلامي جمهوریت د مشر امر هم له پامه غورځوي.
دا ځل خبره پر دې وه چې احمدي نژاد د خپلو نږدې کسانو تر "کوډو او جادو" لاندې راغلی او د پرېکړې کولو واک یې له لاسه وتلی دی.
محمد تقي مصباح یزدي، چې د ۱۳۸۴ او ۱۳۸۸ کلونو په ټاکنو کې د احمدي نژاد له مهمو مذهبي ملاتړو و، د ۱۳۹۰ کال په غويي/ثور میاشت کې په هغو خبرو کې چې د اسلامي مؤتلفه ګوند اړوندې «شما» اوونیزې خپرې کړې، وویل: "یو وخت مې خپلو ځینو نږدې ملګرو ته وویل چې تر ۹۰ سلنې ډېر باور لرم چې هغه [محمود احمدي نژاد] باندې جادو شوی دی!"
دغه سخت دریځي روحاني د رحیم مشايي د نفوذ په اړه وویل: "زه نه پوهېدم چې دا هیپنوتېزم دی، جادو دی، که له ریاضت کوونکو سره اړیکه ده؟"
هغه همدا راز د جادو د اغېز احتمال هم مطرح کړ او ادعا یې وکړه چې مشايي احمدي نژاد په خپله "ولکه" کې راوستی دی.
په دې سیاسي چاپېریال کې، د عباس غفاري نوم د یوه داسې کس په توګه یادیده چې ویل کېدل په پټو یا خفیه علومو کې بر لاس او د ولسمشر له نږدې کسانو سره اړیکې لري.
د آینده په نوم ویبپاڼې، چې د حکومت منتقده وه، غفاري داسې کس باله چې په "په میتافیزيکي چارو کې ځانګړی مهارت" او له "ناپېژندل شویو مخلوقاتو" سره اړیکې لري.
په نورو راپورونو کې ادعا شوې وه چې هغه د پېریانو د احضارولو، کوډو او تعویذ لیکلو له لارې د حکومت پر ځینو چارواکو اغېزه او ولکه کوله. د هغه د نیول کېدو خبر هم همدغو اټکلونو ته اشاره رسوله.
د عباس غفاري په اړه خپرې شوې کیسې ورو ورو لا عجیبې شوې. ځینو رسنیو ولیکل چې پلټونکي یې د هغه د ماورايي ځواکونو پر وړاندې بې وسه دي او ځینو نورو بیا ادعا کوله چې یو مستنطق یې د جادو له کبله زیانمن شوی دی.
د ارشاد پخواني وزیر او سپاه پاسداران ته نږدې څېرې حسین صفارهرندي، هم په یوه وینا کې ویلي وو چې نیول شویو کسانو مستنطقین په "سرخوږي" اخته کړي.
هغه ادعا وکړه چې د محمد خاتمي د حکومت پر مهال هم ځینو کسانو د پېریانو له احضاروونکو سره اړېکې درلودې او د هغوی ځینې وړاندوینې سمې ختلې وې. صفارهرندي پر دې ټینګار کاوه چې "نه غواړم د پېریانو او د هغوی احضارولو منکر شم، او دا چې رښتیا هم داسې شیان شته."
هغه ادعا کوله چې د احمدي نژاد یوه نږدې کس هم همداسې خلکو ته ورغلی و.
هغه په همدې وینا کې ویلي و، چې د وخت د ولسمشر ځینو نږدې کسانو، د امام زمان د ظهور د نږدېوالي په دلیل، د ولي فقیه اطاعت اړین نه باله. نوموړي پر احمدي نژاد د دغو کسانو نفوذ له "خپسې" سره تشبیه کړ.
عباس غفاري د تهران په انقلابي محکمه کې چې مشري یې ابوالقاسم صلواتي کوله، محاکمه شو. ایراني رسنیو د ۱۳۹۱ کال په چنګاښ/سرطان کې راپور ورکړ چې هغه پر اته کاله بند او ۹۹ دورو محکوم شوی دی.
که څه هم د هغه دوسیه د "پېریانو د احضارونې" په نوم مشهوره شوې وه، خو د محکمې په راپور کې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي، روحالله خمیني او علي خامنهيي ته د سپکاوي، د نظام پر ضد د تبلیغ او نامشروع اړیکو تورونه یاد شوي وو.
په همدې موده کې، عباس امیریفر هم ونیول شو. هغه د اسفندیار رحیم مشايي نږدې روحاني او د حکومت د فرهنګي کمېسیون منشي و. د هغه د نیولو لامل د "ظهور ډېر نږدې دی" په نوم د فلم په جوړولو او وېشلو کې ګډون یاد شوی و. په دغه فلم کې د اوسني پېر ځینې سیاسي څېرې او شخصیتونه د امام زمان د ظهور له روایتونو سره پرتله شوي وو، چې یو شمېر روحانیونو یې په غوسه کړل.
د محمود احمدي نژاد حکومت دا تورونه ردول چې ګواکې له رمالانو او د پیریانو له دمګرو دې مرسته غوښتې وي.
د هغه لومړي مرستیال محمدرضا رحیمي د ۱۳۹۰ کال په غويي/ثور میاشت کې ویلي و، چې حکومت پر پوهې او علم تکیه کوي، نه پر رمالۍ.
پخپله احمدي نژاد هم وروسته، د پېریانو دمګرو سره د حکومت د اړیکو په تړاو د ادعاوو ځواب کې کې د طعنې په ډول پوښتي وو: "که دغو پالګرو او د پېریانو دمګرو څه کولای شوای، نو د ځان د نیول کېدو مخه به یې نیولای شوه."
د حکومت پر ضد اعتراضونو کې "شیطاني پېریان"

د عکس سرچینه، Mehdi Nasiri/ILNA
دغو قضیو او پایلو یې د محمود احمدي نژاد د حکومت له پای ته رسېدو وروسته هم دوام وموند.
په راتلونکو کلونو کې د پخوانیو حکومتي چارواکو د څېړنو په اړه په روایتونو کې یو ځل بیا د پېریانو او جادو موضوع مطرح شوه او وروسته د سړکونو د اعتراضونو د لامل په تشریح کې هم د "شیطاني پېریانو" نوم واخیستل شو.
د محمود احمدي نژاد اجرائیوي مرستیال حمید بقايي د ۱۳۹۶ کال په وږي/سنبله کې ادعا وکړه چې د سپاه پاسداران د استخباراتو اړوند څېړونکو په ۱۳۹۴ کال کې د ده د نیولو پر مهال پرې ځینې تورونه او "عجیبې غریبې مسئالې" ور وتپلې. د نوموړي په وینا په دغو تورونو کې "د پېریانو د لښکر په مرسته د نظام د نسکورولو هڅه"، "د پېریانو احضارونې" او "رمالۍ" تورنه شامل وو، خو محکمې ته وړاندې نه شول.
درې کاله وروسته، د ۱۳۹۹ کال په وري/حمل کې، د هغو خبرونو او ګنګوسیو خپرېدو جنجال جوړ کړ چې ګواکې د اطلاعاتو په وزارت کې د "پېریانو د فعالیتونو مخنیوي" لپاره یوه ځانګړې څانګه جوړه شوې ده.
دا اټکلونه د کرونا وبا پر مهال د علي خامنهيي د نوي کال یا نوروز له وینا څو ورځې وروسته خپاره شول.
هغه په خپله دې وینا کې د یوه قراني تعبیر په کارولو سره د "دښمنو پېریانو" او "انساني دښمنانو" د همکارۍ خبره کړې او د ځینو هېوادونو استخباراتي ادارې تورنې کړې وې چې ګوندې له یو بل سره د ایران اسلامي جمهوریت خلاف "همکاري کوي."
د هغه وخت د اطلاعاتو وزیر محمود علوي په دفتر کې یوې "باخبرې سرچینې" د وري/حمل په شپږمه اعلان وکړ چې د پېریانو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره د یوې څانګې د جوړېدو خبر "ناسم او جعلي" دی.
خو د ۱۴۰۲ کال په وري/حمل کې د "دیګربان" په نوم وېبپاڼه کې یو غږیز فایل خپور شو چې په یوه برخه کې د اطلاعاتو وزارت پورې منسوب کس د ۱۴۰۱ کال په پراخو اعتراضونو کې د پېریانو د رول په اړه خبرې کولې.
د ویناوال هویت په خپلواکه توګه تایید نه شو، خو هغه د اعتراضونو په تنظیم کې د امریکا او بهرنیو هېوادونو د رول په اړه له ادعاوو وروسته وویل: "موږ په دې فتنه کې د شیطاني پېریانو د راڅرګندېدو شاهدان وو."
هغه ادعا وکړه چې د اعتراضونو ځینې نیول شوي کسان هم د پېریانو تر اغېز لاندې په تاوتریخوالي لاس پورې کړی و او تر نیول کېدو وروسته یې د خپلو کړنو په اړه ناخبري څرګندوله.
دغه کس دا هم وویل چې د "شیطاني پېریانو" د مخنیوي لپاره له یو شمېر پېژندل شویو روحانیونو سره غونډې شوې او لارښوونې چمتو شوې دي. هغه په دې لړ کې وویل چې "د اذان، قران، روضې او د شپې لمانځه غږ ډېر اغېزناک دی، پېریان تښتوي او باید په کورونو کې د روضې مراسم دود شي."
دغه کس د سپوږمکۍ د انتنونو د راټولولو غوښتنه هم وکړه، ځکه د ده د ادعا له مخې، د سپوږمکۍ د خپرونو د ترلاسه کولو وسایل د "شیطاني پېریانو د تګ راتګ" لامل کېږي.
د ایران اسلامي جمهوریت د هغه وخت د مشر د نوروز له وینا ۱۲ ورځې وروسته، د نوموړي دفتر وېبپاڼې په دې تړاو په ځینو رسنیو کې د راپورته شويو "بېلابېلو غبرګونونو" په اړه د علمیه حوزې د استاد احمد عابدي یوه مرکه بیا خپره کړه.
هغه په دې مرکه کې د قران کریم د آیتونو، روایتونو او دیني سرچینو په یادولو سره وايي: "پیریان شته دی او د انسان پر ژوند اغېزه کولای شي، خو دغه اغېزه ډېره محدوده او ډېره لږه ده. دا چې پېریان پر انسان اغېزه کولای او هغه ته الهام وربښلی شي، دا هماغه ټکی دی چې حضرت آقا [خامنهيي] ورته فرمایلی دی."
ښاغلي عابدي په همدې مرکه کې ادعا وکړه چې "یهودیان، په ځانګړې توګه صهیونیستان ماورايي مسایل ډېر تعقیبوي او د هغوی استخباراتي ادارې، لکه موساد، دغه کارونه کوي. په دې کې هېڅ شک نشته."
اسرائیل او تهران کې "د تعویذ کاغذونه"

د عکس سرچینه، Sahar Seyfi/ILNA
په اسلامي جمهوریت کې د پېریانو، جادو او کوډو په اړه په روایتونو او ادعاوو کې اسرائیل ځانګړی ځای لري. یو شمېر روحانیونو او له حکومت سره نږدې څېرو څو ځله ادعا کړې چې اسرائیل او د دغه هېواد استخباراتي اداره موساد، د پوځي او استخباراتي وسایلو ترڅنګ، له پټو او ماورايي علومو هم ګټه اخلي.
د ۱۴۰۳ کال په تله/میزان میاشت کې، لبنان کې د حزب الله پر وړاندې د اسرائیلو د بریدونو پر مهال، د دیني مدرسې یوه استاد مصطفی کرمي په یوه ټلوېزیوني خپرونه کې ادعا وکړه چې اسرائیلیان له "پېریانو او شیطاني ځواکونو" د اجرائیوي او استخباراتي ځواک په توګه کار اخلي. هغه ټینګار وکړ چې دا خبره "تحقیقآ او یقینآ" سمه ده.
علي اکبر رائفي پور، چې د لانجمنو نظرونو له کبله مشهور دی، ادعا وکړه چې موساد د مقابل لوري د افکارو د لوستلو او معلوماتو د راټولولو لپاره پېریان کاروي.
هغه وویل: "ځینې کسان څنګه په دومره ډاډ وايي چې په موساد کې د پېریانو اداره نشته؟ په دې کې شک مه کوئ چې دوی د پېریانو مرسته لري. هغوی سره د حزب الله پر ضد د ۳۳ ورځنۍ جګړې پر مهال هم پېریان ملګري وو. ښايي په موساد کې د دې څانګې نوم د پېریانو عمومي اداره وي او یا بل نوم ولري."
د ورامین جامع جومات امام مجتبی عزیزی هم د ۱۴۰۳ کال په لړم/عقرب میاشت کې په یوه مرکه کې وویل چې له پېریانو سره د اسرائیلو اړیکې نه شي ردېدای. هغه زیاته کړه: "لکه څنګه چې تاسې د کافر پېري خبره کوئ، مؤمن پېری هم شته."
نوموړي دا احتمال هم مطرح کړ چې مسلمانان هم له مؤمنو پېریانو مرسته غوښتلای شي.
دا بحث د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ/سرطان کې، د اسرائیل او ایران ترمنځ له دولس ورځنۍ جګړې وروسته، یو ځل بیا تود شو. په دې جګړه کې د سپاه پاسداران یو شمېر جګپوړي قوماندانان او ایراني پوځي چارواکي ووژل شول.
عبدالله ګنجي، چې د ابراهیم رئیسي د حکومت د معلوماتو شورا غړی او د "جوان" او "همشهري" ورځپاڼو پخوانی مسوول مدیر و، په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل چې له جګړې وروسته د تهران په لارو کوڅو کې "د جادو او تعویذ څو داسې کاغذونه وموندل شول چې یهودي نښې" پرې کښل شوې وې.
هغه ادعا وکړه چې دښمن هېوادونه، د لوېدیځ استخباراتي ادارې او اسرائیل جاسوسۍ لپاره له پټو علومو او پېریانو ګټه اخلي. نوموړي دغه موضوع د علي خامنهيي له پخوانیو خبرو سره هم وتړله.
د ګنجي څرګندونو په ایران کې غبرګونونه راوپارول. د قم د دیني مدرسې یوه استاد محمدتقي فاضل میبدي وویل: "دا ډول بحثونه په دیني سرچینو او قران کې بنسټ نه لري او په بشپړه توګه دروغ دي."
هغه خبرداری ورکړ چې "دا وړ خبرې د خرافاتو دودولو لپاره کېږي، ځکه ټولنه چې هر څومره ډېره خرافاتي وي، ځینو کسانو ته ترې هماغومره ګټه رسېږي."
له دې سره سره د اسرائیلو له خوا د ایراني قوماندانانو د پېژندلو او وژلو لپاره د پېریانو د کارولو روایت دوام وکړ. د ۱۴۰۵ کال په غويي/ثور میاشت کې، د پېژندل شویو روحانیونو او دیني ویناوالو له ډلې مسعود عالي په خپلو هغو خبرو کې چې ویډیو یې خپره شوه، وویل چې اسرائیل د ایران پر ضد جګړه کې له "پېریانو، شیطانانو، جادو او کوډو" کار اخیستی دی.
هغه د خپلې دې ادعا زبادولو لپاره د دولس ورځنۍ جګړې پر مهال د خاتم الانبیا مرکزي قرارګاه د قوماندان علي شادماني وژل کېدو ته اشاره وکړه.
د هغه په وینا، د سپاه دغه قوماندان د دې لپاره چې ځای ځایګی یې ونه موندل شي، په هره نیمه ګړۍ کې د اوسېدو ځای بدلاوه، "نور ناممکنه وه چې هغوی دې د ده ځای معلوم کړي چې چېرته دی، خو بیا یې هم وویشته."
دغه شعیه روحاني یهودیان "د پېریانو، جادو، غیب ویلو او کوډو کارولو اتلان" وبلل او ادعا یې وکړه چې شیطاني ځواکونه د امام زمان د ظهور د مخنیوي لپاره له یو بل سره متحد شوي دي.
مجتبی خامنهيي پټ او خفیه علوم

د عکس سرچینه، Tasnim News
د ۱۴۰۵ کال پسرلي کې، د اسرائیلو له خوا د خفیه علومو د کارولو ادعاوې د ایران اسلامي جمهوریت د نوي مشر د امنیت پر اړونده موضوع بدلې شوې. د ایران د پارلمان یوه غړي وویل چې د مجتبی خامنهيي د نویو انځورونو د نه خپرېدو لامل دا دی، چې له پتو او خفیه علومو وېره ده چې زیان به ورسوي.
خو د مجتبی نوم تر دې ورمخکې هم د ورته مسایلو په تړاو یاد شوی و.
د ایران د راډیو او ټلوېزیون د ادارې پخواني مشر محمد سرافراز د ۱۴۰۱ کال په لېندۍ/قوس کې له شهرزاد میرقلي خان سره په یوه مرکه کې، چې په دې وروستیو کې د ځینو رسنیو او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو پام ور اوښتی، له داسې کسانو سره د مجتبی خامنهيي د اړیکو په اړه خبرې کړې وې چې د وړاندوینې او خفیه علومو د پوهې ادعا یې لرله.
سرافراز چې له ۱۳۹۳ څخه تر ۱۳۹۵ کال پورې د ایران د راډیو او تلوېزیون مشر پاتې شوی، په دې مرکه کې له مجتبی خامنهيي سره د "کلونو په اوږدو کې د خپلو نږدې او مستقیمو اړیکو" ادعا کړې.
هغه پر "پال لیدلو، د غیبو پر نړۍ او وړاندوینو" باندې د ایران د نوي روحاني مشر د باور په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "په هغه موده کې چې ما ورسره اړیکې لرلې، ښاغلي مجتبی خامنهيي هم کله ناکله له همداسې کسانو سره غونډې کولې. له دې څرګندېده، دغو کسانو، چې د خفیه علومو یا وړاندوینې ادعا یې کوله، ځینې خبرې یادولې او کله ناکله به ځینې پرېکړې، لږ تر لږه په ځانګړو وختونو کې، د دغو سپارښتنو تر اغېز لاندې راتلې. تر کومه ځایه چې ما لیدلي، دا موضوع موجوده وه."
مجتبی خامنهيي د ۱۴۰۴ کال په کب/حوت میاشت کې، د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې د ده د پلار علي خامنهيي تر وژل کېدو وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت نوی مشر وټاکل شو.
له هغې راهیسې شاوخوا اته میاشتې تېرې شوې، خو لا هم د هغه کوم نوی انځور یا غږ نه دی خپور شوی.
د ۱۴۰۵ کال د غويي/ثور میاشتې په لومړیو کې د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون غړي او د سپاه پاسداران یو قوماندان سالار ولایت مدار، د سپاه د جوړېدو د کلیزې په مراسمو کې له ماروایي علومو وېره او ډار د اسلامي جمهوریت د نوي مشر د نویو انځورونو د نه خپرېدو لامل وباله.
ولایت مدار وویل چې د نجف، قم او مشهد د دیني عالمانو د نظر او د امنیتي چارواکو د پرېکړې له مخې، د اوس لپاره د مجتبی خامنه يي نوي انځورونه او ویډیوګانې نه خپرېږي، "چې دښمنان ونه شي کولای د ځانګړو لارو او هغو پټو علومو په مرسته چې د تل ابیب د پټو علومو په څېر پوهنتونونو کې یادېږي، هغه ته زیان ورسوي."
د پارلمان دغه غړي د یوه ساتونکي له خولې، چې پر علي خامنهيي د برید پر مهال هلته حاضر و، وویل، چې مجتبی خامنهيي د نړېدلې ودانۍ له ویجاړیو د رایستل کېدو پر مهال ذکر کاوه او ټپونه یې سطحي وو.
د ولایت مدار دا خبرې د ایران په اسلامي جمهوریت کې تر ټولو د لوړې کچې چارواکو لخوا د امنیتي مسایلو روښانولو لپاره د پټو یا خفیه علومو د نوم یادېدو له ټولو څرګنده او غیرمعمولي بېلګه وه؛ داسې ادعا چې د نوموړي په وینا ان یوازې د مشرتابه د انځور خپرېدل هم کولای شي هغه د ماورايي زیان خطر ته ورکړي.

















