وروستی, هند د بېړیو له څښتنانو غوښتي چې هندي ماڼوګان دې هرمز تنګي ته نه لېږي
هند د بېړیو څښتنانو او شرکتونو نه غوښتنه کړې چې د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو او تاوتریخوالي ډېرېدو له امله دې تر بلې خبرتیا پورې هېڅ هندی ماڼو له هرمز تنګي تېرېدونکو بېړیو کې پر دنده ونه ګماري.
هندوستان دا پرېکړه تر هغې وروسته کوي چې چارواکو یې تایید کړې چې تېره اوونۍ لږترلږه دوه هندي ماڼوګان یا جالاوانان هرمز تنګي ته څېرمه پر سوداګریزو کښتیو بریدونو کې وژل شوي دي.
هند په نړۍ کې سوداګریزو بېړیو ته د بشري ځواک یا د ماڼوګانو او کارکوونکو د ورکولو په برخه کې تر ټولو ستر عرضه کوونکی دی.
د دغه هېواد د سمندري چارو د مدیریت د ادارې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کې تر ۳۲۰ زرو ډېر هندي ماڼوګان او کارکوونکي په دغه صنعت کې پر کار روزګار بوخت وو.
دې ادارې تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، "تر بلې خبرتیا پورې هېڅ هندی ماڼو باید په هغو کښتیو/بېړیو کې پر دنده و نه ګمارل شي چې له هرمز تنګي تېرېږي". په وینا یې، "د هند د سمندري چلښت اداره [هلته روان] امنیتي وضعیت له نږدې څاري او د هندي ماڼوګانو خوندیتوب او امنیت ته ژمنه ده".
هرمز تنګی نړۍ ته د تېلو د رسولو په برخه کې یوه مهمه سمندري لار ده چې دمګړۍ د ایران او امریکا ترمنځ په روانه جګړه کې یو ځل بیا دغه تنګی د بریدونو له ګواښ سره مخامخ دی.