وروستی, سپاه پاسداران وايي، که په هرمز تنګي کې څوک "لاسوهنه" وکړي نو "غاښماتوونکی" ځواب به ورکړي
د ایران انقلابي ځواکونو یا سپاه پاسداران ویلي چې هرمز تنګی د دوی په واک کې دی او ګواښ یې کړی چې که څوک پکې "لاسوهنه" وکړي نو "غاښماتوونکی" ځواب به ورکړي.
په سپاه پاسداران پورې تړلي ایراني تسنیم خبري اژانس یې اعلامیه خپره کړې چې دغو ځواکونو په کې ویلي، په تېرو دوو اوونیو کې یې "د تنګي امنیت ساتلی" او د دې سمندري لارې "تدریجي بیا پرانیستل" یې پیل کړي دي.
په خبرپاڼه کې د سپاه پاسداران له خولې ویل شوي چې پر دې لار د تېرېدونکو بېړیو کچه اوس تر جګړې د مخه حالت ته ورګرېدلې یعني "شاوخوا ۵۰ سلنې" ته ختلې او د هغو کښتیو د تګراتګ "زیاتولو ته دوام ورکوي" چې له ایرانه "اجازه اخلي".
په خبرپاڼه کې راغلي، "موږ یو ځل بیا دا په ډاګه کوو چې نه پر دې ځمکه او نه هم پر هرمز تنګي کوم بهرني ځواکونو د دعوې حق لري" او په وینا یې، هر ډول لاسوهنه به له "غاښماتوونکي غبرګون" سره مخامخ شي.
د ایران او امریکا ترمنځ د ترینګلتیا دا زیاتېده په داسې حال کې ده چې د دغه هېواد د وژل شوي پخواني ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنهاي جنازه نن مشهد ته وړل شوې او هلته یې د جنازې وروستیو مراسمو ته زرګونه خلک ورټول دي.