سېنټکام: د ایران د سمندري کلابندۍ اډانه کې مو تر اوسه د ۵ بېړیو لوري بدل کړي دي
د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ یا سېنټکام په عرب سمندرګي کې د خپلې "یواېساېس ډونلډ کوک" جنګي بېړۍ د یوه عکس له خپرولو سره ویلي، چې امریکايي ځواکونه په ټینګه "د ایران سمندري کلابندۍ" ته دوام ورکوي.
د سېنټکام لخوا په خپاره شوي عکس کې له دې سترې الوتکې لېږدونکې بېړۍ سره نږدې په اسمان کې یوه "اېماېچ-۶۰ اېس سيهاک" چورلکه هم ښکاري.
د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ پر خپله اېکس پاڼه خپاره کړي بیان کې زیاته کړې، چې د جولای تر ۱۸مې یې د پېنځو بېړیو لوری بدل کړی او یوه کښتۍ یې له کاره غورځولې ده.