تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او له سخت اقدام مخکې وروستی فرصت ورکوو

عباس عراقچي، چې د اربعین مراسمو ته د نژدې کېدو په درشل کې نجف او کربلا ته سفر کړی، ویلي چې د تهران او بغداد اړیکې اوس مهال په خپل تر ټولو ښه حالت کې دي. له ښاغلي عراقچي د سفر سره هممهاله، د عراق لومړي وزیر علي زیدي هم کربلا ته تللی دی. بل لور ته، ډونلډ ټرمپ ویلي چې له تهران سره خبرې روانې دي او دا به د ایران لپاره "وروستی فرصت" وي چې له امریکا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره خبرې روانې دي او غواړي له هر ډول ویجاړوونکي اقدام مخکې تهران ته یو وروستی فرصت ورکړي. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې په لومړي پړاو کې به د هرمز تنګی پرانیستل کېږي او په دویم پړاو کې به د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وشي. هغه زیاته کړه: "زموږ دریځ ډېر روښانه دی؛ ایران ته د اټومي وسلو د لرلو اجازه نه شي ورکول کېدای." سره د "یوه هوکړه لیک د لاسلیکولو" په اړه تفاهم ته ورسېږي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې "د بریدونو له وېرې استوګنیزو سیمو ته د هوسیو تېښته" رد کړه

    د ایران د چاپېریال ساتنې سازمان د عامه اړیکو دفتر وايي چې له امریکا سره له اوربند راهیسې په خارګ ټاپو کې هېڅ ډول چاودنه نه ده شوې.

    پر خواله رسنیو داسې انځورونه خپرېږي چې ګواکې له دغه ټاپو یو شمېر هوسیو د وروستیو بریدونو له وېرې ښاري او استوګنیزو سیمو ته پناه وړې ده.

    خو د ایران د چاپېریال ساتنې سازمان نن جمعه په یوه خبرپاڼه کې د دې خبر په ردلو سره ویلي، "په چاودنو او د جګړې په اغېزو پورې د دغو عکسونو تړل بیخي ناسمه خبره ده او نه شي تاییدېدای".

    دغه سازمان ویلي، "د خارګ په ښاري سیمو کې د هوسیو شتون کومه نوې خبره نه ده او د غرڅو دا ډول له لسیزو راهیسې د [خارګ] ټاپو د خلکو ترڅنګ ژوند کوي. له کلونو راهیسې هوسۍ د ټاپو په ښاري سیمو، پارکونو، سړکونو او ان د تېلو په تاسیساتو کې ازادې ګرځي راګرځي".

    په تېره مارچ میاشت کې پر ایران د امریکا او اسرائيلو د جګړې پرمهال د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې پوځ یې "د مځني ختيځ په تاریخ کې د تر ټولو قوي هوايي بریدونو په زور په خارګ ټاپو کې ټول نظامي هدفونه په بشپړ ډول ویجاړ کړي دي".

    د بوشهر ولایت د چاپېریال ساتنې عمومي رییس په وینا، "د خارګ ټاپو ۲۵ هوسۍ د دوښمن په بمبارۍ کې وژل شوې دي".

    خارګ ټاپو د ایران د تېلو صادراتو اصلي ځای بلل کېږي.

  2. وروستی, کویت: د ایران د بې‌پیلوټه الوتکو برید کې څو پوځيان ټپیان شوي

    کویت اعلان کړی چې د ایران د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې د دغه هېواد څو پوځيان ټپیان شوي دي.

    کویت تر دې مخکې ویلي وو چې د ایران په بریدونو کې یې د اوبو د خوږولو تاسیسات او یو برېښناکوټ هم زیانمن شوي دي.

    سپاه پاسداران هم مخکې په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د "نصر ۲ عملیاتو د ۱۵مې څپې" په ترڅ کې یې په کویت کې پر امریکايي ځواکونو برید کړی دی.

  3. وروستی, د طالبانو حکومت د بیو د کمولو لپاره د سونتوکو وارداتو د کیفیت معیارونه موقتي بدل کړل

    د افغانستان د تېلو او ګازو دولتي شرکت، چې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې دی، اعلان کړی چې په نړیوالو بازارونو کې وروستیو بدلونونو او د تېلو په نړیوالو بیو کې پاموړ زیاتوالي ته په کتو یې د تېلو او ګازو وارداتو لپاره د کنټرول معیارونه په لنډمهاله ډول بدل کړي دي.‌

    دا ګام په داسې حال کې اخیستل شوی چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د اوکرایین لخوا روسیه کې د سونتوکو پر زیرمو له بریدونو وروسته د افغانستان د تېلو او ګازو له ۶۰ تر ۷۰ سلنې واردات، چې له دغه هېواده کېدل، بند شوي دي.

    له دې سره د افغانستان په کورني بازار کې د تېلو، ګازو او نورو نفتي توکو بیې لوړې شوې چې د خلکو شکایتونه هم ورسره ډېر شوي دي.

    د افغانستان د تېلو او ګازو امارتي‌ (حکومتي) شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د کورني بازار پر وضعیت باندې د تېلو د نړیوالو بدلونونو مستقیمې اغېزې د دې لامل شوې، چې د بې‌کیفیته تېلو د وارداتو د مخنیوي پلاوی، د اوسنیو شرایطو له هر اړخېزې بیاکتنې او د کورني بازار د اړتیاوو له ارزونې وروسته د تېلو او ګازو د کمښت مخنیوي، بازار کې د ثبات ساتلو او د تېلو او ګازو د رسولو بهیر کې د ګډوډیو مخنیوي لپاره پرېکړه کړې چې تر ځانګړو شرایطو لاندې د پیټرول، ډیزل او اوبلن ګاز په تخنیکي مشخصاتو او معیارونو کې ځینې ټاکل شوي محدودیتونه په لنډمهاله توګه کم کړي‌.‌

    په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه تدابیر "موقت او استثنايي" دي او د بازار د شرایطو له عادي کېدو وروسته به پخواني اصول او معیارونه په پام کې ساتل کېږي.

    د افغانستان د تېلو او ګازو شرکت دا هم ویلي چې "د بازار د ثبات او منظمۍ عرضې د دوام لپاره هره ورځ په لسګونه ټنه اوبلن ګاز او نور نفتي توکي د هېواد بېلابېلو سیمو ته لېږدوي چې د بارزار اړتیا پوره" کړي.

    دغه شرکت زیاته کړې چې "د ستراتېژیکو زېرمو د مدیریت، د بازار دوامداره څارنې او د عرضې د منظم تنظیم له لارې هڅه کوي چې د نفتي‌ توکو او اوبلن ګاز د بیو د لا لوړېدو مخه ونیسي."

    بشپړ مطلب یې پر بي بي سي پښتو ټکی کام لوستلی شئ

  4. وروستی, یوه سوری پوځي سرچینه پر التنف اډې د ایران برید ردوي

    فرانس پرېس خبري اژانس د یوې سوریایي پوځي سرچینې له قوله د التنف پر اډې د ایران د بمبارۍ راپور رد کړی دی.

    دې بې‌نومه سرچینې ویلي: "موږ هر هغه راپور رد کوو چې ګواکې ایران د تنف سیمه په نښه کړې ده."

    دغه اډه، چې د سوریې د سوېل ختیځ د اردن او عراق له پولو سره نژدې پرته ده، د "اسلامي دولت" نومې (داعش) ډلې پر ضد د نړیوالې ټلوالې په اډانه کې د امریکايي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو مرکز و. دا اډه د بغداد - دمشق پر مسیر پرته ده.

    امریکايي ځواکونو د روان کال پیل کې اعلان کړی و چې له تنف اډې وتلي دي.

    څو ساعته مخکې سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې دغه پوځي اډه یې په نښه کړې ده.

    د سپاه د هوايي ځواک په وینا، "په سوریه کې د تنف سیمې د امریکا د ځانګړو عملیاتو قوماندې مرکز، یو راداري سیستم، څو ځانګړي چورلکې او یو شمېر امریکايي سرتېري" د ایرانشهر کې د سرتېرو د وژل کېدو په غبرګون کې په نښه شوي دي.

  5. وروستی, کویت: د ایران برید کې یو برېښناکوټ او د اوبو د خوږولو تاسیسات زیانمن شوي

    کویت اعلان کړی چې د ایران په بریدونو کې د دغه هېواد د اوبو د خوږولو تاسیسات او یو برېښناکوټ زیانمن شوي دي.

    د کویت د برېښنا وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: "د برېښنا د تولید یو مرکز او د اوبو د خوږولو تاسیسات د ایران له لوري د برید هدف وګرځېدل، چې له امله یې اورلګېدنه، زیانونه او د تولید د څو واحدونو درېدل رامنځته شول."

    نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

    دغه وزارت له خلکو غوښتي چې "په دې ځانګړي وخت کې د برېښنا مصرف مدیریت کړي او د برېښنا په کارولو کې سپما وکړي."

  6. وروستی, سپاه: اردن کې مو د امریکا څو سونتوک‌رسوونکې الوتکې او جنګي الوتکې په نښه کړې

    سپاه پاسداران وایي، د پنجشنبې شپې د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله په اردن کې د امریکا جنګي الوتکې په نښه کړې دي.

    د سپاه د عامه اړیکو په اعلامیه کې ویل شوي چې ځواکونو یې "د نصـر ۲ عملیاتو په ۱۴مه څپه کې... په اردن کې مېشتې امریکايي جنګي او سون‌توکرسوونکې الوتکې د بالستیک توغندیو او ګڼو بې‌پیلوټه الوتکو په دوو پړاوونو کې په نښه کړې، چې له امله یې څو امریکايي سونتوک‌رسوونکې او جنګي الوتکې ویجاړې شوې او یو شمېر نورو ته درانه زیانونه اوښتي دي".

    سپاه امریکا تورنه کړې چې تېره شپه یې "له اردنه خپلو اډو په کارولو سره د لویو جنګي جرمونو د ترسره کولو او د ملکي اهدافو، لکه څو پلونو، استوګنیزو سیمو او د بندر عباس په سوېل کې د اوبو د پمپ کولو مرکز د ویشتلو لپاره" استفاده کړې ده.

    سپاه پاسداران له دې اعلامیې وروسته په یوه بله خبرپاڼه کې د "نصر ۲ عملیاتو په ۱۵مه څپه" کې په کویت کې د امریکايي ځواکونو د برید خبر هم ورکړ.

    په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سپاه ځواکونو "د متقابل غبرګون د عملیاتو د دوام او د تېرې شپې د جنګي جرمونو په ځواب کې، سربېره پر دې چې په کویټ کې یې د هایمارس توغندیو او توغولو سکوې ویجاړې کړې، د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو په یوه چټک عملیاتو کې یې د امریکايي ځواکونو او د امریکا او اسرائیلو د اجیرو مخالفو ډلو څو مرکزونه په نښه او له منځه وړي دي."

  7. وروستی, د عراق پر کرستان د ایران بریدونو کې د کومله ګوند "اته غړي" وژل شوي

    د کومله ګوند وایي، د د عراق پر کردستان د ایران په بریدونو کې د دوی اته غړي وژل شوي دي.

    د کومله ګوند ادریس کلاه‌دوزي فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي: "د ایران رژیم د جمعې په سهار وختي د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو په وسیله د دغه ګوند پر یوه کمپ او شاوخوا سیمو، چې سلیمانیه ښار ته نژدې دي، برید وکړ."

    هغه زیاته کړې چې دغه برید د "اته غړو د وژل کېدو او د یو شمېر نورو د ټپي کېدو" سبب شوی دی.

    د ایران له لوري د عراق د کردستان په سیمه کې پر کرد مخالفو ډلو بریدونه، د شاوخوا درېیو میاشتو مخکې د اوربند له اعلان وروسته هم دوام لري.

    خو د جمعې ورځې برید له اوربند وروسته تر ټولو لوی برید بلل کېږي، سره له دې چې دغو ډلو د جګړې له پیل وروسته خپلې ګڼې اډې او کمپونه تخلیه کړي وو.

    د عراق د کردستان د سیمې په مرکز اربیل کې، د امریکا په مشرۍ د داعش ضد ائتلاف نن څو بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړې. دا په روانه اوونۍ کې په دغه ښار کې دویم ورته پېښه ده.

    د کرد ضد ترهګرۍ ځواکونو په وینا، "ائتلافي ځواکونو د جمعې سهار وختي د اربیل پر فضا اته چاودېدونکي توکي لېږدوونکې بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړې"چې "هېڅ زیان او مرګ‌ژوبله یې نه ده اړولې."

    د چهارشنبې شپې هم ائتلافي ځواکونو د اربیل پر فضا اته بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړې وې.

    فرانس پرېس راپور ورکړی چې هوايي دفاعي سیستمونو دغه بې‌پیلوټه الوتکې د امریکا کونسلګرۍ ته نژدې په نښه کړې. هېڅ ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.

    په اربیل کې د امریکا کونسلګري د جګړې له پیل وروسته د عراق د کردستان په سیمه کې د بریدونو له مهمو هدفونو یوه پاتې شوې ده.

  8. وروستی, پر هرمز تنګي د امریکا او ایران تازه لانجې

    د امریکا او ایران ترمنځ د تېرې میاشتې د یوه تفاهم لیک له لاسلیک وروسته رامنځته شوی نازک حالت، چې "نه جګړه، نه سوله" بلل کېږي، اوس داسې ښکاري چې بېرته په جګړه اوښتی دی.

    شونې ده چې دا ځل بیا هم دا کله پلی او کله مات اوربند، ښايي د هغو عربي او پاکستاني منځګړو د پرله‌پسې هڅو له امله، چې ورځ تر بلې ډېر ستړي او ناهیلي کېږي ، یو ځل بیا بېرته کېدای شي ټینګ شي.

    منځګړي نه غواړي چې حالت اوږدمهاله او بشپړې جګړې ته وروګرځي.

    خو د دې تر ټولو ستره لانجمنه موضوع د هرمز ستراتیژیک تنګي حیثیت دی.

    ایران یو ځل بیا په ډاګه کړه، چې پر دې حیاتي سمندري دهلېز د هغه کنټرول یوه څرګنده او نه ماتېدونکې سره کرښه ده، چې پوځي، اقتصادي او ډیپلوماتیک فشار یې نه شي بدلولای.

  9. وروستی, امریکا د ایران هرمزګان څو نښلوونکي پلونه او د چابهار سمندري څار څلی ویشتلي

    ایران د پنجشنبې په ماښام، د امریکا د پوځ د اعلان له مخې، د پرله‌پسې شپږمې شپې لپاره د بریدونو هدف وګرځېد. ایران هم وایي چې قطر، بحرین او سوریه کې یې د امریکا پر مرکزونو او اډو بریدونه کړي دي.

    په همدې حال کې، رسنیو د ایران د سوېلي ښارونو په بېلابېلو برخو کې د چاودنو د غږونو د اورېدل کېدو خبر ورکړی او راپورونه وایي چې د بندر عباس ښار دوه نښلوونکي او مواصلاتي پلونه، د دغه ښار د رېل پټلۍ یوه څانګه او د ایرانشهر هوايي ډګر په نښه شوي دي.

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ویلي: "تاسو به ډېر ډېر ژر د دې هڅو پایله ووینئ" او "موږ د ایران پر وړاندې ستره بریا ترلاسه کوو."

    د ایران د هرمزګان والي ویلي چې نن سهار د جمعې په ورځ (۲۶ چنګاښ)، "د خمیر ولسوالۍ ۶ پلونه" د امریکا د بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

    نور معلومات د بي‌بي‌سي پښتو پر وېبپاڼه لوستلی شئ.

  10. وروستی, د ایران د روغتیا وزارت: د امریکا بریدونو کې له چنګاښ میاشتې راهیسې ۳۸ کسان وژل شوي او له ۴۰۰ ډېر ټپیان دي

    د ایران د روغتیا وزارت وایي چې د چنګاښ میاشتې له پیل راهیسې د امریکا په بریدونو کې ۳۸ کسان وژل شوي او له ۴۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

    د روغتیا وزارت د عامه اړیکو د مرکز مشر حسین کرمانپور په اېکس کې لیکلي:

    "د چنګاښ د جګړې په ترڅ کې، د چنګاښ تر ۲۶مې نېټې د سهار تر ۶:۳۰ بجو پورې، د امریکا د بریدونو د ټپیانو شمېر له ۴۰۰ تنو اوښتی او ۳۸ هېوادوال وژل شوي دي.

    په ټپیانو کې ۲۲ ښځې او په وژل شویو کې درې ښځې دي. همدارنګه، ۹ تر ۱۸ کلونو کم‌عمره کسان ټپیان او یو کم‌عمره کس وژل شوی دی."

    د هغه په وینا، ۴۷ ټپیان لا هم په روغتونونو کې بستر دي

  11. وروستی, ایرنا: د امریکا په برید کې د چابهار د سمندري څار څلی په بشپړ ډول ویجاړ شو

    د ایران د رسمي خبري اژانس (ایرنا) د راپور له مخې، د چابهار د سمندري څار برج وروسته له هغه چې نن سهار د درېیم ځل لپاره امریکا وویشت، په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی. خو د راپور له مخې، د بندر اسکلو، تجهیزاتو او عملیاتي زیربناوو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

    د راپور له مخې، د چاودنې شدت دومره ډېر و چې د څار څلی یې په بشپړ ډول ونړاوه.

    ویل شوي چې تخنیکي او عملیاتي ډلې اوس د بندري فعالیتونو د بېرته پیل لپاره د وضعیت ارزونه کوي او په دې برید کې هېڅ چاته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

  12. وروستی, سپاه پاسداران: عمان کې مو د امرکیا دوه راداري مرکزونه ویجاړ کړي دي

    سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې ویلي چې په عمان کې یې د امریکا دوه راداري مرکزونه ویجاړ کړي دي.

    په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو نن سهار وختي "په سلامه سیمه کې د سمندري کنټرول رادار او د عمان د غنم سیمې کې د امریکا د هوايي کنټرول رادار" له منځه وړي دي.

    د اعلامیې په بله برخه کې ټینګار شوی چې "د متقابل غبرګون عملیات به په ځواک سره دوام ولري او د هرمز تنګی لا هم د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو تر کنټرول لاندې دی."

  13. وروستی, د انرژۍ نړیوالې ادارې مشر: د هرمز تنګي دوامداره تړل کېدل د نړۍ د انرژۍ امنیت له خطر سره مخ کړی

    د انرژۍ د نړیوالې ادارې (IEA) اجرائیوي رئیس، فاتح بیرول، خبرداری ورکړی چې که د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد بېرته زیات نه شي، د نړۍ د انرژۍ امنیت به له جدي خطر سره مخ شي.

    هغه د بهرنیو اړیکو په شورا کې یوې غونډې ته وویل:"د تېلو امنیت لا هم یوه حیاتي مسئله ده. که په راتلونکو اونیو کې وضعیت ښه نه شي، نو باید اندېښمن شو؛ او زه هم اندېښمن یم."

    ښاغلي بیرول همداراز وویل چې له دې وضعیت وروسته د تېلو او ګازو د رسونې بحران د نړۍ پر اقتصادونو منفي اغېز کړی، خو دا زیان په ټولو هېوادونو کې یو شان نه دی وېشل شوی.

    هغه وویل:"دا وضعیت تر ډېره پر اسیا اغېز کړی، ځکه اسیا خپله ۸۰ تر ۹۰ سلنه انرژي د هرمز تنګي له لارې ترلاسه کوله. "

    د هغه په وینا، جاپان او سوېلي کوریا هم زیانمن شوي، خو د پاکستان، بنګله‌دېش او هند په څېر پرمختیايي هېوادونه تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي.

  14. په بغداد کې د امریکا سفارت خپلو وګړو ته په عراق کې امنیتي خبرداری ورکړ

    په بغداد کې د امریکا سفارت د چهارشنبې ورځې له هغه ډرون برید وروسته چې د اربیل ښار یې په نښه کړی و، په عراق کې مېشتو امریکايي اتباعو ته د زیات احتیاط سپارښتنه کړې ده.

    دغه سفارت په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي:

    ''امریکايي وګړو ته سپارښتنه کېږي چې عراق ته سفر ونه کړي، ځکه هلته د ترهګرۍ، تښتونې، وسله‌ والو شخړو، مدني ګډوډیو او دغه راز د هغه محدودیت له امله چې د امریکا حکومت خپلو اتباعو ته بېړني خدمات په بشپړه توګه نه شي وړاندې کولای، امنیتي خطرونه موجود دي. په هېڅ دلیل او هېڅ ډول عراق ته سفر مه کوئ.''

    د امریکا سفارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې له هر ډول لاریونونو او اعتراضونو لېرې پاتې شي او که کوم برید وشي، نو د رالوېدلو پاتې شونو، ویجاړو شویو توکو او د چاودنو له پاتې شونو څخه واټن وساتي.

  15. سینټکام وایي د امریکا پوځ د ایران پر ضد د بریدونو یوه لویه څپه په بریالیتوب سره پای ته ورسوله

    د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) چارواکي وايي، د ایران پر ضد یې د شپې ترسره شوي بریدونه پای ته رسېدلي دي.

    سینټکام پر اېکس ټولنیزه شبکه خپله حسابپاڼه لیکلي:

    ''نن د امریکا د ختیځ وخت له مخې د شپې په ۹:۴۰ بجو، د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ د ایران پر ضد د خپلو وروستیو پراخو بریدونو څپه بشپړه کړه.''

    د امریکا پوځ ویلي چې د ایران پر ضد د خپلو بریدونو په شپږمه پرلپسې شپه یې له جنګي الوتکو، ډرونونو او جنګي بېړیو د لوړ کچ دقت لرونکې وسلې او مهمات کارولي دي.

    د پوځ په وینا، په دغو بریدونو کې د ایران لسګونه پوځي هدفونه په نښه شوي، چې د ساحلي څارنې او مراقبت مرکزونه، د هوايي دفاع سیستمونه، پوځي لوژستیکي زیربناوې، سمندري پوځي وړتیاوې او تاسیسات پکې شامل دي.

  16. قطر د امنیتي ګواښ پای ته رسېدو اعلان وکړ

    د قطر رسمي خبري اژانس د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت چارواکو له قوله وايي، چې امنیتي ګواښ پای ته رسېدلی دی.

    یادې رسنۍ لیکلي چې:

    ''په قطر کې وضعیت بېرته عادي حالت ته ستون شوی دی.''

    د کورنیو چارو وزارت له خلکو غوښتي چې لا هم د اړوندو چارواکو لخوا خپرې شوې رسمي لارښوونې او سپارښتنې په پام کې ونیسي.

    په ورته مهال د قطر د دفاع وزارت اعلان کړی چې یو توغندیز برید یې شنډ کړی دی.

    دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د قطر وسله‌ والو ځواکونو هغه توغندیز برید شنډ کړی چې د قطر پر لور توغول شوی و.

    له دې وړاندې ایراني رسنیو ادعا کړې وه چې د ایران پوځي ځواکونو په قطر کې د امریکايي ځواکونو پر یوې اډې بریدونه کړي دي.

  17. د امریکا دفاع وزیر ادعا وکړه چې ایران پر هرمز تنګي کنټرول نه لري

    د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېټ پر اېکس ټولنیزه شبکه یوه پیغام کې لیکلي:

    ''ایران پر هرمز تنګي کنټرول نه لري.''

    هغه په خپل پوسټ کې هغه تصویرونه هم خپاره کړي چې پکې پوځي ځواکونه په عمان سمندر کې یوې بېړۍ ته خېژي.

    دا انځورونه تر دې وړاندې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) لخوا د هغو عملیاتو په چوکاټ کې خپاره شوي وو چې د امریکا له لوري د ایران له سمندري محاصرې سره تړاو لري.

    له دې مخکې راپور ورکړل شوی، چې امریکايي ځواکونو د درېیو سوداګریزو بېړیو مسیر بدل کړی و، دې بېړیو غوښتل د یادې محاصرې له محدودیتونو تېرې شي.

  18. کویت وایي، د ایران توغندیزو او ډرون بریدونو د مخنیوي عملیات روان دي

    د کویت دفاع وزارت چارواکي وايي، د ایران توغندیزو او ډرون بریدونو پر وړاندې د دفاعي اقداماتو او غبرګون په حال کې دي.

    یاد وزارت ویلي:

    ''هغه لوړ غږونه چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې واورېدل شول، د توغندیو او ډرونونو د شنډولو د عملیاتو له امله وو.''

    کویت له دې مخکې هم ویلي وو چې د ایران له لوري یې توغندیز او ډرونیز بریدونه کشف کړي دي، او د شنډو شويو توغندیو پاتې شونو په ځینو سیمو کې مالي زیانونه اړولي دي.

  19. ایراني رسنۍ وايي، په بېلابېلو سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

    ایراني رسنیو تائید کړې چې د اهواز، بندر عباس، بوشهر او قشم په ښارونو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

    د خوزستان ولایت د والي امنیتي او انتظامي مرستیال ولۍ ‌الله حیاتي د ایلنا خبري اژانس ته ویلي چې د اهواز ښار شاوخوا سیمې تر برید لاندې راغلې دي.

    د فارس خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایرانشهر هوايي ډګر شاوخوا سیمه د امریکا د ''توغندیو'' هدف ګرځېدلې ده.

    د فارس د راپور له مخې، لومړني معلومات ښيي چې توغندي د ایرانشهر هوايي ډګر نږدې سیمو کې لګېدلي دي، خو ''تر اوسه مسوولو چارواکو د دې برید په اړه څه نه دي ویلي''. دغه راز، د دې برید د وژل شویو او ټپیانو په اړه هم کوم راپور نه دی خپور شوی.

    د ایران دولتي خبري شبکې (صدا و سیما) هم ویلي چې ''د هوايي ډګر په شاوخوا کې درې چاودنې اورېدل شوې دي او لږ تر لږه یو امریکايي دښمن توغندی د ایرانشهر هوايي ډګر لګېدلی دی.''

    د تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا د وروستیو بریدونو په لړ کې، د بندرعباس او شیراز ترمنځ د نښلوونکي پل چې د بندرعباس - کهورستان - لار پل په نوم پېژندل کېږي، په نښه شوی او زیانمن شوی دی.

    دغه رسنۍ لیکلي چې بریدونه د بندر خمیر ولسوالۍ او د کهورستان سیمې پر ځینو برخو ترسره شوي او د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

    د راپورونو له مخې، اوس مهال د کهورستان د ځینو سیمو برېښنا هم پرې شوې ده.

    دغه راز، په ټولنیزو شبکو کې داسې انځورونه خپاره شوي چې ویل کېږي د کهورستان پل د چاودنې صحنې ښيي.

  20. وروستی, د امریکا پوځ په ایران کې نوي بریدونه کړي

    د امریکا پوځ اعلان کړی چې د پنجشنبې ماښام یې د پرلپسې پنځمې شپې لپاره پر ایران بریدونه ترسره کړي دي.

    د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) پر اېکس پاڼه یوه پیغام کې ویلي چې دغه بریدونه د ګرینویچ پر وخت د ماښام په ۶:۰۰ بجو پیل شوي دي.

    د سينټکام په پیغام کې ویل شوي، د دې بریدونو موخه د ''ایران د پوځي وړتیاوو لا زیات کمزوري کول'' دي.