وروستی, بقايي: منځګړو ایران ته د "اوربند" په اړه "وړاندیزونه" کړي
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په یوه خبري غونډه کې تایید کړه چې منځګړو ایران ته له امریکا سره د "اوربند " په اړه "وړاندیزونه" کړي دي.
په خبري غونډه کې له ښاغلي بقايي پوښتنه وشوه چې، "داسې ګمانونه شته چې د قطر د طرحې له مخې د ایران او امریکا ترمنځ لس ورځنۍ اوربند کېږي. تاسې داسې کوم نوښت تاییدوئ؟"
هغه په ځواب کې ورته وویل، "د منځګړو له لوري وړاندیزونه راسره شریک شوي او ترلاسه کړي مو دي. خو د اوس لپاره اجازه راکړئ چې جزیاتو باندې یې ځان پوه کړو. دمګړۍ اصلي موضوع دا ده چې هو، دا تاییدوو چې په دې ورځو کې ډېپلوماتیکه دستګاه فعاله ده او د ځينو منځګړو له لوري ایران ته وړاندیزونه شوي دي".
له ښاغلي بقايي بله پوښتنه وشوه چې، "که ډونلډ ټرمپ په راتلونکي کې بیا د خبرو اترو غوښتنه وکړي نو د ایران ځواب به څه وي؟"
هغه ځواب ورکړ چې په داسې "دوهګونې مذاکرې ټينګار زموږ هېواد ته ګټور نه دی چې یا جګړه او ډېپلوماسي وي او یا د خپل هېواد لپاره جګړه وي. داسې فکر کول چې له ځانه د دفاع پر ځای دې ډېپلوماسي وشي او یا دا چې دفاع او ډېپلوماسي یو ځای نه کېږي، سم استدلال نه دی. دا باید په پام کې ونیسو چې څه چې سید عباس کوي او یا یې سید مجید کوي، دواړه یې د یوې موخې ترلاسه کولو لپاره کوي".