برېتانیا وایي چې د ایران انقلابي ځواکونه یا سپاه پاسداران د ناقانونه یا منع شوو سازمانونو په نوملړ کې شاملوي.
په دغه هېواد کې د "ترهګریزو سازمانونو" په نوملړ کې د سپاه پاسداران د ور ګډولو غوښتنه له اوږدې مودې راهیسې کېده او د پارلمان ځینې غړي او سیاسي څېرې هم په ورته نظر پاتې شوې دي.
د برېتانیا کورنیو چارو وزارت د دې خبر په تاییدولو سره ویلي چې د بهرنیو دولتونو ملاتړ لرونکو داسې سازمانونو د مخنيوي لپاره به په قانون کې د بېړني بدلون له تصویب وروسته د ایران انقلابي ګارد ناقانونه اعلان کړي.
د سپاه پاسداران ترڅنګ د "ښي اړخو اسلامي غورځنګ" په نوم (ایاېمسيار) ډلې او د روسیې د (جياریو) رضاکارانو ډلې نومونه هم یاد شوي چې په دغه نوملړ کې شامل کړل شي.
ټاکل شوې دا قانون د دې اوونۍ په وروستیو کې پارلمان ته وړاندې شي. که تصویب شي نو بیا به د دغو ډلو په استازیتوب د "ورانکارو فعالیتونو" کوونکي کسان له عمري بند سزا سره مخ کېدلی شي.
د یادولو ده چې څه موده مخکې په برېتانیا کې پر یهودانو د برید مسؤلیت (د ښي اړخو اسلامي غورځنګ) په نوم ډلې منلی و.
د برېتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر ویلي، "موږ هېڅکله نه پرېږدو چې برېتانیا د هغو دولتونو د لوبو ډګر شي چې غواړي زموږ پر سړکونو وېره خپره شي، تاوتریخوالی وکړي او خلک سره ووېشي".
برېتانیا وايي چې د ایران پر وړاندې یې وار د مخه "قوي ګامونه" اوچت کړي او په سپاه پاسدران او په ایران او ادارو پورې یې تړلو ۵۵۰ نه ډېرو کسانو باندې بندیزونه لګولي دي.
د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي، هغه کسان چې د دغو ډلو لپاره کار کوي "پیدا او زندان ته به واچول شي".