د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د هرمز تنګی له ایران پرته د ټولو لپاره پرانیستی دی او هغه پرېکړه کړې چې د دې اوبو له لارې د تېرېدونکو بېړیو لپاره ۲۰ سلنه تعرفه د خلیج فارس د سیمې د هېوادونو د پانګونې له لارې بدله کړي.
د امریکا ولسمشر په ټولنیزې شبکې ټروت سوشال کې لیکلي:
"دروغجن، تاوتریخجن او بدخواه مشرتابه، ایران د بشپړ له منځه تلو پر لور بیایي."
هغه همداراز لیکلي: "موږ به بشپړ بندیز ولګوو، خو یوازې پر هغو بېړیو چې د ایران بندرونو ته تګ راتګ کوي یا ترې وځي، یا هغه څه لېږدوي چې د ایراني توکو له بارونو سره تړاو لري."
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) د اعلان له مخې، د ایران سمندري محاصره به څو ساعته وروسته پيل شي.
ښاغلي ټرمپ همداراز لیکلي:
"د منځني ختیځ له مشرانو سره د ډېرو رغنده خبرو پر بنسټ، ما پرېکړه وکړه چې د امریکا لپاره د ۲۰ سلنه لګښتونو د بېرته اخیستلو پر ځای، دا موضوع د هغو سوداګریزو تړونونو او پانګونو له لارې بدله کړم چې د خلیج هېوادونه به یې په متحده ایالاتو کې کوي."
"امریکا به بیا بریالۍ شي؛ داسې بریا چې ساری به ونه لري. په ایران کې د سلګونو زرو کسانو د وژلو دوره، چې پکې ۵۲ زره مظاهره کوونکي هم شامل دي، پای ته رسېدلې ده او تر ټولو مهمه دا چې ایران به هېڅکله اټومي وسلې ونه لري."
ښاغلي ټرمپ پرون ځان د "هرمز تنګي ساتونکی" وباله او ویې ویل چې امریکا د هرمز په تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ د آزادۍ د خوندي کولو لپاره د دې اوبو لارې د تېرېدونکو بارونو ۲۰ سلنه د "امنیت او خوندیتوب د تأمین د ضروري لګښت" په توګه اخلي.