په یوه
لیکلي پیغام کې چې د ایران د اسلامي جمهوریت د نوي مشر مجتبی خامنهاي په نوم خپور شوی، ویل شوي چې د هغه د پلار
"غچ" باید واخیستل شي. د هغه پلار د جګړې په لومړۍ ورځ د اسرائیلو او امریکا په بریدونو کې وژل شوی و.
په دې
پیغام کې چې د علي خامنهاي د
جنازې په مراسمو کې د ګډون کوونکو د مننې په موخه خپور شوی، ویل شوي:
"ژمنه کوو چې ستاسو او د
دغو دوو جګړو د ټولو شهیدانو د پاکې وینې غچ به له جنایتکارو او بېعزته قاتلانو اخلو.
دا غچ زموږ د ملت غوښتنه ده او خامخا باید واخیستل شي."
مجتبی
خامنهاي، چې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته د هغه
ځایناستی شو، تر اوسه په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی؛ د پخواني اسلامي جمهوریت
د مشر د جنازې په مراسمو کې هم نه و ښکاره شوی، نه یې کومه ویډیويي یا غږیزه وینا
کړې او یوازې لیکلي پیغامونه د هغه په نوم خپرېږي.
په هغه
تازه پیغام کې چې د هغه په نوم خپور شوی، ویل شوي:
"دا جنایتکاران چې د هغوی
نوملړ له سره تر پایه موجود دی، د ارامې او په بستر کې د مرګ هیله به له ځان سره
قبر ته یوسي. هغوی باید پوه شي چې دا موضوع یوازې زما یا نورو چارواکو په شتون
پورې تړلې نه ده. که موږ یو او که نه یو، دا کار به ترسره کېږي او ډېر ژر به د نړۍ
په بېلابېلو برخو کې ازاد فکره کسان، هر یو، د دې الهي دندې یوه برخه ترسره کړي."
"زموږ ملت د حسین د وینې
غوښتونکی دی. دې ستر ملت کلونه کلونه خپل اولادونه د حسین په لاره او د حسین د دوښمنانو او د حسیني مکتب پر وړاندې په جګړو
کې قرباني کړي دي. او اوس هم د هغه او د اوسني وخت د حسینیانو د وینې غوښتونکی دی."
تر دې وړاندې راپور ورکړل شوی و چې د امریکا
ولسمشر ډونلډ
ټرمپ د ایران حکومت ګواښلی و چې که د هغه د وژنې لپاره اقدام یا
هڅه وشي، متحده ایالات به پر ایران پراخ بریدونه ترسره کړي.