وروستی, ګروسي: نه پوهېږم د اټومي انرژۍ د ادارې پلټونکي به کله ایران ته ستانه شي
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي مشر رافایل ګروسي بيبيسي ته ویلي، نه پوهېږي د دې ادارې پلټونکي به کله د خپلو کارونو د بیا پیل لپاره ایران ته ستانه شوی شي.
ښاغلي ګروسي له ایراني چارواکو وغوښتل چې اټومي تاسیساتو ته د نړیوالو پلټونکو د لاسرسي زمینه ژر تر ژره برابره کړي.
هغه وویل، هغه تفاهملیک چې واشنګټن او تهران تېره میاشت د سولې د خبرو اترو په ترڅ کې پرې هوکړه کړې وه، په څرګنده توګه وایي چې د ملګرو ملتونو پلټونکي باید په ایران کې د اټومي تاسیساتو د څارنې او تایید لپاره حضور ولري.
ښاغلي ګروسي زیاته کړه چې په ایران کې د پاتې شوي لوړ کچې بډایه شوي یورانیم په اړه اساسي اندېښنې لا هم پر ځای دي، او ټینګار یې وکړ چې د ایران اټومي زیربنا، که څه هم د امریکا په بریدونو کې سخته زیانمنه شوې، لا هم د پام وړ ده.