امریکايي
رسنیو راپور ورکړی چې واشنګټن او ریاض به داسې یوه هوکړه اعلان کړي چې له مخې به
یې سعودي عربستان ته اجازه ورکړل شي چې ملکي اټومي پروګرام پراخ کړي او ښايي د
اړتیا وړ اټومي سون توکو یوه برخه په خپله خاوره کې تولید کړي.
د هغو
امریکايي چارواکو په وینا چې په دغو راپورونو کې یې خبرې راخیستل شوي، د ډونلډ
ټرمپ اداره ښايي نن، چهارشنبه د چنګاښ ۳۱مه
(جولای ۲۲مه)، دغه هوکړه اعلان کړي. د راپور شویو
شرایطو له مخې، سعودي عربستان به له امریکا سره د یوې ګډې څېړنې له ترسره کولو
وروسته وکولای شي چې د امریکايي شرکتونو له خوا په جوړېدونکي یوه بنسټ کې په خپله خاوره کې یورانیم بډایه کړي.
دغه هوکړه
ښايي امریکايي شرکتونو ته میلیاردونه ډالر ارزښت ولري، خو اټومي کارپوهانو او د
اسرائیلو یو شمېر پخوانیو چارواکو خبرداری ورکړی چې په سعودي عربستان کې د
یورانیمو د بډایه کولو امکان ښايي په پای کې د دغه هېواد د اټومي وسلو د جوړولو
وړتیا زیاته کړي.
دا هوکړه
د امریکا او متحده عربي اماراتو ترمنځ د ۲۰۰۹
کال له اټومي تړون سره توپیر لري؛ ځکه چې متحده عربي اماراتو د دغه تړون له مخې په
خپله خاوره کې د یورانیمو له بډایه کولو او د اټومي سون توکو له تولیده تېر شوی و.
د والسټریټ ژورنال
د راپور له مخې، دغه هوکړه چې ډونالډ ټرمپ پرې تایید کړی، ۳۰ کاله اعتبار لري. که
امریکا له ګډې څېړنې وروسته په سعودي عربستان کې د یورانیمو له بډایه کولو سره
مخالفت وکړي، ریاض به تر ۱۰ کلونو پورې
اجازه ونه لري چې دا کار په یوازې ځان یا له بل کوم هېواد سره په همکارۍ ترسره کړي.
دغه
طرحه به د ارزونې لپاره د امریکا کانګرس ته ولېږل شي او تمه ده چې د جمهوري
غوښتونکو او دیموکراتانو د ځینو قانون جوړوونکو او همداراز د اټومي وسلو د خپرېدو
د مخنیوي فعالانو له مخالفت سره مخ شي.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د
امریکا او سعودي عربستان اټومي هوکړه د ریاض او اسرائیلو ترمنځ د اړیکو عادي کېدو
پورې مشروطه نه ده شوې. سپینې ماڼۍ لا تر اوسه د بيبيسي د نظر غوښتنې ته ځواب نه
دی ورکړی.