بلوچستان کې د ډرون برید: پوځ په لومړي ځل په کردګاپ کې د مرګژوبلې ور اوښتل منلي

ارشیف تصویر
د عکس تشریح، ارشیف تصویر
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د پاکستان د بلوچستان صوبې د کردګاپ په سیمه کې د وسله‌والو په برید کې د پاکستان د پوځ یو جګړن او یو بل سرتېری وژل شوي دي. بل لور د پاکستان پوځ ادعا کړې چې په کولپور سیمه کې یې د عملیاتو پر مهال اته وسله‌وال وژلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) د بیان له مخې، امنیتي ځواکونه په کولپور، کردګاپ او نوشکي کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کوي. بیان زیاتوي، د دغو عملیاتو هدف په سیمه کې د امنیت ټینګښت او پر کوټه - تفتان لویه لاره د ترافیکي تګ راتګ روان ساتل دي.

بیان زیاتوي چې د نومبر د ۱۳ او ۱۴ ترمنځ شپه، د کچي د کولپور په سیمه کې امنیتي ځواکونو اته وسله‌وال ووژل چې په کې یو ځانمرګی بریدګر هم شامل و.

د پوځ په وینا، د نومبر په ۱۴مه په کردګاپ سیمه کې وسله‌والو د امنیتي ځواکونو پر ګزمې بوختو موټرو د کوادکاپټر (ډرون) له لارې برید وکړ. په دې برید کې د پوځ جګړن عمر منهاس ناصر او سرتېری عدنان خان ووژل شول.

ویل شوي چې جګړن عمر منهاس ناصر د پنجاب ایالت د چکوال او حوالدار عدنان خان د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر د کوټلي ستیان سیمې اوسېدونکي وو.

د کردګاپ د کوادکاپټر برید مسوولیت بېلتونپالې بلوڅ ازادۍ پوځ (بي ایل اې) منلی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي، جګړن عمر منهاس ناصر او حوالدار عدنان خان د وسله‌والو په ډرون برید کې وژل شوي دي. د هغه په خبره، امنیتي ځواکونو په ځوابي عملیاتو کې د یوه ځانمرګي بریدګر په ګډون اته وسله‌وال وژلي دي.

د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي هم د پېښې غندنه کړې او په خبره یې په بلوچستان کې د سولې او ثبات پر ضد فعالو وسله‌والو ته به نور هېڅ خوندي پټنځای پاتې نه شي.

هغه وايي، د پرمختللې ډرون ټکنالوژۍ او نورو تخریبي وسایلو کارول د دولت اراده نه شي کمزورې کولای، او د ترهګرۍ د بدلېدونکو لارو چارو په نظر کې نیولو سره دولتي ادارې خپله تګلاره او وړتیاوې لا اغېزمنوي.

کردګاپ چېرې دی؟

کردګاپ د بلوچستان د مستونګ ولسوالۍ یوه برخه ده.

دا سیمه د کوټې - تفتان پر لویه لاره پرته ده او د بلوچستان له مرکز کوټې ښاره شاوخوا ۸۰ کیلومتره لوېدیځ لوري ته موقعیت لري.

په دې سیمه کې پخوا هم پر امنیتي ځواکونو او باروړونکو موټرو بریدونه شوي، خو دا لومړی ځل دی چې حکومتي چارواکو د کوادکاپټر یا ډرون برید له امله د امنیتي ځواکونو د مرګژوبلې رسمي پخلی کړی دی.