د ایران د پوځ ویاند: د امریکا د بريدونو له بندېدو وروسته مو غچ اخيستونکي عمليات درولي
د ایران د پوځ ویاند ويلي، لکه څنګه چې د جګړې په دې دوره کې د ایران ستراتيژي "غچ اخيستونکې" وه، وروسته له هغه چې امریکا په تېرو دوو شپو کې خپل بریدونه بند کړل، "موږ هم خپل عمليات ودرول".
محمد اکرمينيا د دې شونتيا په اړه چې "امریکا ښايي يو ځل بيا له خپل لوري يو اړخيز اوربند اعلان کړي" وويل، "امریکا د ستراتيژيکې پرېکړې په برخه کې له ستړيا او کمزورۍ سره مخامخ ده. روښانه ستراتيژي نه لري. دا د ولسمشر په پرېکړو او د سېنټکام په کړنو کې جوتېږي".
نوموړي وويل، د جګړې په دې پړاو کې د امریکا موخې نه دي پوره شوې، داسې ښکاري چې امریکايان د يوې نوې ستراتيژۍ په لټه کې دي او دا ستراتيژي ښايي "له جګړې وتل" وي.
د ښاغلي اکرمينيا په وینا، امریکا ته د اسرائیلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو د سفر پايلې هم مهمې دي او امریکا ښايي د اسرائيلو تر فشار لاندې "يو پراخ هوايي عمليات" وکړي. هغه د ځمکني برید احتمال هم لرې ونه باله خو ټينګار یې وکړ چې ایران د ټولو احتمالي غوراويو لپاره چمتو دی.
دا بیان په داسې حال کې راځي چې امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې ډونلډ ټرمپ د اوس لپاره پر ایران د نورو لویو بریدونو پلانونه ځنډولي دي. د راپورونو له مخې، د دفاعي توغندیو په زیرمو کې د پام وړ کمښت د دې پریکړې یو دلیل دی.