وروستی, له ایران سره د اړیکو خرابېدل؛ زيلېنسکي برېتانیا ته رسېدلی
په داسې حال کې چې له اسرائيلو وروسته له اوکرايين سره هم د ایران اړیکې خرابې شوې دي، ولسمشر یې ولوديمیر زیلېنسکي برېتانیا ته رسېدلی دی.
ټاکل شوې ښاغلی زيلېنسکي به د دغه سفر په ترڅ کې د برېتانیا لومړي وزیر انډي برنم سره وګوري. دا د برېتانیا د لومړي وزیر ټاکل کېدو راهیسې له ښاغلي زيلېنسکي سره د انډي برنم لومړنۍ لیدنه ده.
د دوی دواړو ترمنځ دا لیدنه به په یوه سمندري اډه کې ترسره شي او ښاغلی زیلېنکسي به له خپلو هغو ځواکونو سره هم وګوري چې دغلته پر روزنه بوخت دي.
برېتانیا ته د زيلېنسکي سفر داسې مهال کېږي چې له ایران سره د دغو دواړو هېوادونو امنیتي او سیاسي اړیکې ډېرې ترینګلې شوې دي.
په همدې حال کې د ایران بهرنیو چارو وزارت په کسپين سمندرګي کې پر یوه ایرانۍ بېړۍ د اوکرايين برید "ناقانونه او ناعادلانه" بللی او ټينګار یې کړی چې "بېځوابه به پاتې نه شي".
مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي دعوه کړې وه چې اوکرايين دا برید د اسرائيلو په امر کړی او غواړي چې اروپا هم د ایران په جګړه کې ښکېله کړي.
خو زيلېسنکي ویلي وو چې بیا ادعا کړې وه چې هغه بېړۍ یې په نښه کړې چې ایران ته د پوځي تجهیزاتو د لېږدولو لپاره کارول کېده.